د پوه کولو د پاره څه باید وشی ؟

علمي ، فلسفي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

مولانا داکتر محمد سعید « سعید افغاني » 

دخلکو پوه کول کوم آسان کار نه دی. علم دیته نه وائی چه هرڅه یاد کړی شي او سړی هرڅه وویلی شی .

 عالم دیته نه وائی چه د تخصص کومه پاڼه ولری او یا  د شرق او غرب کومی  فاکولتی او یا اکادمی ته منسوب وی .

د سیاح او عالم په  مینځ  کښی هم فرق شته ، مونږ ځکه خلک نشو پوه کولی  چه د خلکو د ذهنیت اندازه نشو سنجولی . 

ډیر دغټ تاسف خبره  دلته  دا ده  چه  مونږ اکثرآ  د خلکو د لیاقت اندازه  د جامو  په برش او  طول او عرض کښی او یا د نور فیشن او سینګار په اندازه کښی سنجوو؛ او مونږ سره دا عقیده  نشته چه ګوندی په ناداره خلکو کښی  به هم چیرته  داسی  پوه خلک  وي  چه د بشر د پوره سعادت د پاره  د فلاح او رستګاری افکار ولری .

د انسان د پوه کولو چاره داسی نه ده  او نه د نجات وسایل دا دی چه مونږ سم دستی په کار واچوي.

مونږ اکثرهغه یادوو چه زمونږ په کار نه راځی ، مونږ په یو شاګرد باندی دیادولو دومره ذهني  فشار راولو چه هرڅه تری هیریږی .

مونږ اکثرآ  نه د استاد په څه پوهیږی او نه هم  د شاګرد  ؛  او نه مونږ  په دی پوهیږو چه استاد  او شاګرد دواړه په غلط  رسم دی.  ښه نو چاره څه ده  او څه باید وشي ؟

که ووایم چه زما  سره د دغه رنګه  اصلاحاتو د پاره قدرت نشته ، نو ځکه زه دومره عملأ  څه نشم کولی  چه پوره په درد و خوري .  

دا دروغ  نه ده !  رښتیا څه وکړم  چه څه نشم  کولی ؛ هغو مره چه خلکو د پوه کولو دپاره درد لرم ، هغومره راسره چاره نشته.

اوکه دا ووایم  : چه زه په قلم او ژبی سره هم څه نشم  ویلی او لیکلی ؛  دا به زما د جرئت کمزورتیا وی.  البته در جرئت سره باید  دومره مجادله ونشی  چه اصلاحي  جرئت اندازه هم خرابه کړی .

 زه باید بار بار ووایم او وی لیکم چه د خلکو دپوه کولو او تربیی د پاره د خلکو د ضروري او لازمي  احتیاجات په دقیق ډول سره وسنجول شي  او بیا په همغه توازن سره ، اساسی تدابیر ونیول شي .

زه باید  ووایم  چه  د کار خلکو ته ، د کار زمینه  او شرایط  مساعده شي !  دا ځکه چه په وطن کښی د کاراو د مغز خلک؛ د وطن د سرمایی  مثال لري . که دغه سرمایه عاطله او باطله غورځوو او یا ئی په سین کښی لاهو کوو؛  حتمآ  مونږ د فلاکت ، بدبختي او ناداریی سره مخامخ  کیږو.

مونږ ټول  باید په دی پوه شو چه هریو په خپله اندازه  د وطن او د خلکو  په مقابل  کښی  مسوولیت لروو . که مونږ  څوک مسوول ګڼی  باید  زمونږ په خبرو هم ځان  پوه کړی چه مونږ څه غواړو و یا مونږ سره د اصلاحاتو او د خیر خواهي  ذهنیت شته او که نه ؟

د عیاشي موضوع نن سبا  د زیاتی پام لرنی او اهمیت  مقام نیولی که  مونږ خلک په دی پوه کړو  چه هرڅه اندازه لری او عیاشي ته هم  باید د خپلی  اندازی نه تجاوز ورنه کړو  دا به  د دغه بی وزلو او نادارو خلکو د بهبود د پاره غټ خدمت وي .

ولی ؛  افسوس باید  ووایم  چه : «  زمونږ ځینی عیاش خلک ؛ د عیاشي کارونه هم  په خدمت کښی حسابوي .»

***

سعید افغاني

د سرطان میاشت ، د ۱۳۳۷ هجري شمسي کال ــ  ننګرهار

 

ترتیب کوونکی : برهان الدین « سعیدی »