متوازن پرمختګ ته لاپام پکار دی

حقوقي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

اېمل پیاوړی

د اساسي قانون د حکمونو مطابق متوازن انکشاف د حکومت مسوولیت او مکلفیت دی. دا په حقیقت کې د ولسمشر غني د هغه شعار تائیدي ده چې هیڅ افغان له بل افغان څخه زیات نه دی او هیڅ افغان له بل افغان څخه کم نه دی. دا هم افغاني، هم ملي، هم اسلامي، هم انساني او هم قانوني اصل دی او باید په ټینګه مراعت شي او پام ورته وشي

.

د دې ترڅنګ متوازن انکشاف نورې ډېرې ښېګڼې هم لري، د بېلګې په توګه خلک د محرومیت او پردیتوب له احساس څخه ژغوري، ټولو ته د هېواد او نظام د مالکیت احساس ورکوي، حکومت او هېواد ځان ګڼي، د هېواد ثبات او امنیت لپاره ګټور دی، د ولسونو تر منځ وحدت او یووالی ټینګوي او دېته نورې ډېرې ښېګڼې لري.  

همدارنګه د حکومت خدمات، ټولنیز عدالت او متوازن انکشاف د سولې پروسې سره مرسته کوي، ځکه موږ ګورو چې په ډېرو سیمو کې خلک د محلي زورواکانو او مسوولینو د بې عدالتیو له امله د مخالفینو لیکو ته ورغلي دي، نو کله چې د دوی په حق کې عدالت وشي او په انکشاف او د خدماتو وېش کې توازن مراعت شي، نو هغوی ورسره بېرته عادي او سوله ییز ژوند ته راستنېږي.

سوله لکه څنګه چې د ژوند په ټولو ابعادو مثبت اغېز لري، نو همداسې د سولې د تامین لپاره پراخه هلو خلو ته اړتیا ده. کله چې سوله وي، نو ورسره ژوند خوند او رنګ پیدا کوي، ډاډ او باور وي، مینه او صمیمیت وي، کار وي، تحرک وي، خوښي وي ارامي وي، نو د دې لپاره دې مسوولین په بېلابېلو برخو کې د قانون د صراحت مطابق د عدالت او انډول مراعتولو ته جدي پآملرنه وکړي.

بې عدالتي حتی په وړه کچه هم تاوانونه او زیانونه پېښولی شي، د بېلګې په توګه که په یو کور کې له اولادونو سره د مور او پلار له لوري د ګران او ناګران چلند وشي او د همدغه چلند له مخې هغوی ته خواړه، اوبه او د ژوند نورې اسانتیاوې برابرې شي، نو باور دی چې د دغې بې عدالتۍ یا توپیري چلند له امله به د کور فضا ګډوډه شي، د ناګران اولاد د نارضایتۍ لامل به شي او هغه به ځان پردی او محروم احساس کړي او د ده دغه احساس به د ټولې کورنۍ پر ژوند بد اغېز وکړي، نو د سیمو، ولایتونو او هېواد په کچه دغه د بې عدالتۍ او توپیري چلند زیانونه په مراتبو زیات دي چې د ټولنې او هېواد د ورورۍ، اتحاد، اتفاق او صمیمیت فضا ورسره خرابېدلی شي، نو له همدې امله دا ډېره حتمي او ضروري ده چې حکومت او مسوولین د هر ډول بې عدالتۍ د له منځه وړلو او د توازن د مراعتولو لپاره هلې ځلې وکړي.

اوسنی حکومت تر ډېره همدغه توازن ته پام کوي، په همدې خاطر یې د هېواد په بېلابېلو زونونو کې لوی پروژې تطبیق کړې او یا د تطبیقېدو په حال کې دي. ولسمشر کوښښ کوي چې د افغانستان د بقا او ثبات او د خلکو د هوساینې او پرمختګ لپاره داسې لویې پروژې تطبیق کړي چې هم په لویه کې د هېواد لپاره ګټورې وي او هم د بېلابېلو سیمو خلکو ته په کور او خپله سیمه کې د کار زمینې برابرې کړي او هم د ژوند اسانتیاوې.