عدالت ولې مهم دی؟

حقوقي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

اېمل پیاوړی

خوشال بابا فرمایي:

عبادت د یوه ځان دی

عدالت د درست جهاد دی

د اسلام په مبارک دین کې هم د عدالت د اصل پر تطبیق زیات تینګار شوی دی، ځکه بې عدالتي د بدمرغیو زېږنده وي. په هره ټولنه کې چې د عدالت اصل سم نه دی پرځای شوی او یا تر پښو لاندې شوی، نو هغه ټولنه د کاواکۍ، بدبختۍ، ګډوډۍ او بې نظمۍ لور ته تللې.

په ټولنه کې د عدالت تامین په خپله نه راځي، بلکې دا د عادلانه نظام، د ولسونو، مسوولینو، مقاماتو او خلکو په عادلانه کړنو، پلانونو او برنامو پورې اړه لري. که چېرې د عدالت اصل ته رښتینی درناوی او تعهد موجود وي، نو بیا ټول مسوولین او مقامات خپلې کړنې د عدالت پر اصل عیاروي او کوښښ کوي چې ټولنه د عدالت پر اصل ولاړې برابرۍ ته ورسوي.

زموږ اسلامي لارښوونې او ملي ارزښتونه دواړه د عدالت د تامین حکم کوي. د حضرت سرور کائنات صلی الله علیه واله وسلم د حدیث مبارک مفهوم دی تر هغو چې تاسو هغه څه چې د ځان لپاره خوښوئ، هغه د بل مسلمان ورور لپاره هم خوښ نه کړئ، نو تاسو به د پوره ایمان خاوندان نشئ.

نو موږ ته ښایي چې د عدالت د اصل پرځای کول خپل مسوولیت او مکلفیت وګڼو او د یو مسلمان او افغان په توګه زموږ مسوولیت او مکلفیت دی، ځکه زموږ د سپېڅلي دین ارشادات او زموږ د افغاني فرهنګ ارزښتونه موږ ته په بار بار د عدالت د تامین لارښوونه کوي او ترڅنګ یې د عدالت د تامین ښېګڼې هم راته بیانوي.

په افغانستان کې چې د جنګونو په کلونو کې له ځینو سیمو، قومونو، ولایتونو، ډلو او احزابو سره بې عدالتي وشوه، نو داسې بحرانونه یې ایجاد کړل چې لا تراوسه یې له امله ولس او هېواد ځورېږي، ځکه هغوی چې بې عدالتي ورسره شوې وه، خو د خپل حق او یا غچ اخیستلو په پلمه تاوتریخوالي یا داسې کړنو ته لاس واچاوه چې د ټولنې عامه نظم یې ګډوډ کړ او له بده مرغه تر ننه پورې زموږ ټولنه د همغو بې عدالتیو او بې نظمیو له امله ځورېږي او کړېږي. مګر دا په دې مانا نه ده چې ټول وسله وال مخالفین یا جنګیالي د بې عدالتۍ له امله غرونو ته ختلي، بلکې اکثریت یې د پردیو لاسپوڅي دي او د هغوی په اشارو او لمسون یې د خپل هېواد تباهۍ او د ولس بربادۍ ته ملاتړلې.

موږ ته ښایي چې د خپل سوکاله راتلونکي او د خپلې ټولنې د عامه نظم د تامین په موخه له بې عدالتیو لاس واخلو. هر هغه څوک چې بې عدالتي کوي هغوی وغندو او له هغه ناوړه کاره یې منع کړو، ځکه هغوی په خپلو بې عدالتیو یوازې خپل ځان نه، بلکې موږ هم د بربادۍ لورته بیایي.

د عدالت د اصل د تطبیق او تامین په موخه موږ په فکري او عملي لحاظ ژورو بدلونونو ته اړتیا لرو. تر څو دغه اصل په رښتینې مانا په ټولنه کې پرځای  شي . د عدالت تطبیق باید له خپله ځانه، کوره، چاپیریاله او ټولنې پیل شي او بیا کرار کرار پسې وغځېږي، ځکه انسانان ژوندي موجودات دي او د دوي کړنې او چلندونه یو له بله رنګ اخلي او یو پر بل اغېز لري، نو باور دی چې د عدالت د تامین اصل ته به د دوی هم ور پام شي او هم به یې تطبیق کړي.