طالبان ولې له امریکا سره د سولې پر خبرو ټینګار کوي؟

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

اېمل پیاوړی

سوله الهي امر او د افغانستان د دولت او خلکو اساسي غوښتنه ده، مګر طالب چې د خلکو د تېراېستلو او خپلو شومو موخو ته د رسېدو لپاره تل له دیني لارښوونو او الهي اوامرو څخه د خپلو جنایتونو د توجیه لپاره غلط تعبیر کوي، دوی نه د سولې اراده لري او نه هم د سولې صلاحیت. که چېرې دوی د سولې اراده او صلاحیت لرلی، نو د سولې لپاره د افغان دولت وړاندیز به یې منلی وای

.

پر افغانستان تحمیل شوي جنګ کې هره ورځ افغان ماشوم بدمرغه کېږي، وژل کېږي. افغان مور په کې خپل اولاد او ژوند له لاسه ورکوي، د افغانستان منابع، فرصتونه او امکانات په کې ضایع کېږي، د افغانستان تاسیسات په کې ویجاړېږي، لنډه دا د جګړې ټول زیان افغان او افغانستان ته ور اوړي، مګر طالبان چې د دغې بدمرغه جګړې یو اساسي اړخ او لوری دی، له امریکا سره د سولې په خبرو او مذاکراتو ټینګار کوي او د امریکا متحدو ایالتونو د رد ځواب باوجود بیا هم له امریکا سره د سولې په خبرو ټینګار کوي.

په دې کې شک نشته چې د طالبانو یو هدف ممکن دا وي چې د جنګ د ودرولو او د سولې د خبرو په بدل کې له امریکا متحدو ایالتونو څخه مالي امتیاز ترلاسه کړي، مګر تر دې بل خطرناک هدف هم لري چې د افغانستان د ملي امنیت سلاکار ښاغلي محمد حنیف اتمر ورڅخه له اشنا تلویزیون سره په مرکه کې پرده پورته کوي.

هغه وایي، طالبان له امریکا سره په مستقیمو خبرو کې سیاسي هدف لري، هدف یې دادی چې د افغانستان د خلکو په اراده او رایو راغلی حکومت چې د افغانستان خلکو یې مشروعیت منلی او ټولې نړۍ هم په رسمیت پېژندلی دی، طالبان غواړي چې همدغه مشروع دولت بې ارزښته وښیي.

د ښاغلي اتمر له څرګندونو څخه معلومېږي چې طالب نه پرون د سولې اراده لرله او نه یې نن لري. طالب سره نه پرون د سولې د خبرو صلاحیت وو او نه یې نن لري. طالب پرون هم د افغان او افغانستان تباهي او بربادي غوښته او نن هم په همدغه نظر دی.

پښتو متل دی وایي چې لو نه کوي نو لور په لوټه تېره کوي، طالب هم چې سوله نه کوي، نو د افغان دولت د سولې د وړاندیز پرځای له امریکا متحدو ایالتونو سره د خبرو وړاندیز کوي، له دې څخه څرګندېږي چې هغوی اول نه غواړي سوله وکړي او که سوله کوي هم نو د امتیاز په بدل کې یې کوي.

وسله وال طالبان غواړي چې په افغانستان کې مشروع او قانوني بنسټونه ړنګ، ویجاړ، کمزوري او بې ارزښته کړي، مګر دوی به خپلو دغو شومو موخو ته ځکه ونه رسېږي چې د افغانستان خلک اوس تر بل هر وخت ویښ دي او له همدې امله هم د حکومت او هم د خپلو امنیتي او دفاعي ځواکونو ټینګ ملاتړ کوي.

طالب نن د خپل ولس د ارادې او ګټو خلاف بدمرغه جګړه پرمخ بیایي او که دوی له خپل دغه چلند او جګړې لاس وانخلي، نو د خپلو خلکو په منځ او افغانستان کې به ځای ونه لري، ځکه د دوی د ظلمونو، وحشتونو او جنایتونو له امله خلک نور تر پوزې راغلي او ورځ تر بلې یې له دوی څخه کرکه او فاصله زیاتېږي.