‎افغان امنیتي ځواکونه زموږ اتلان دي!

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

مینه منګل
‎دا ټولو ته بهتره څرګنده ده چې افغان امنيتي ځواکونه زموږ رښتيني اتلان دي، زموږ افغان پوځ په دې پنځلسو کلونو کې دا ثابته کړله چې دوی پرته د هېڅ راز همکارۍ، او په تش لاس کولی شي چې د خپلې خاورې ساتنه وکړي.
‎په تیره بیا په تېرو څلورو کلونو کې زموږ امنیي ځواکونه وتوانېدل چې د هېواد د ټولو ولایتونو د سقوط مخه ونیسي، دا موږ ته څرګنده ده چې زموږ ځيني ګاون‌‌‌‌‌‌ډي هېوادونه او د سیمې استخباراتي کړې تل په دې هڅه کې دي څو په افغانستان کې جګړه توده وساتي په همدې خاطر دا

استخباراتي کړۍ افغانستان ته بېلابېلې ترورستي او قاتلې ‌‌‌‌‌‌ډلې رالېږي او تجهیز کوي، یې تر څو د بېګناه افغانانو ژوند واخلي، او د افغانستان مهم ښارونه سقوط کړي،
‎د کندز په جګړه کې موږ  ولیده چې د پاکستان حکومت د وسله والو طالبانو د جګړې د مدیریت د پاره پوځي جنرالان راولېږل، څو وسله وال طالبان وکولی شي کندز ولایت سقوط کړي، خو خوشبختانه زموږ امنیتي ځواکونو په خپله مېړانه وتوانېدل ، وسله والو ته ماتې ورکړي، او د پاکستاني جنرالانو جنازې بېرته خپل هېواد ته ورولېږي.
‎زموږ امنیتي ځواکونه توانېدلي دي چې د ‌‌‌‌‌‌ډيورند فرضي کرښې څخه په ‌‌‌‌‌‌ډېر جرآت سره ساتنه وکړي.
‎موږ تورخم ، خوست ، او پکتیکا کې ولیدل ، چې پنجابي تور پوځ څو ځلې زموږ پر پوله ساتو ځواکونو بریدونه وکړل ، چې وروسته د ‌‌‌‌‌‌ډېرې سختې ماتې سره مخ شول.
‎وسله والو طالبانو هڅه وکړه څو د فراه ولایت سقوط کړي ، ولې زموږ د امنیتي ځواکونو له خوا سختې ماتې ورکړل شوه ، دا ټولو ته معلومه ده چې وسله والې ‌‌‌‌‌‌ډلې یواځې ندي، پاکستان ، ایران، او د سیمې استخباراتي کړۍ یې تمویل ، او تجهیز کوي.
‎خو خوشبختانه تر ننه دا وسله والې او قاتلې ‌‌‌‌‌‌ډلې په دې ندي توانیدلي چې د افغانستان کوم ولایت سقوط کړي ، دلیل یې دا دی چې زموږ امنیتي ځواکونه پياوړي دي او په ‌‌‌‌‌‌ډېره مېړانه له خپلې خاورې ساتنه کوي.
‎زموږ امنیتي ځواکونه هغه سپېڅلي خلک دي چې تل یې د خدای، هېواد ، او دنده، په شعار سره پرته د کوم. ‌‌‌‌‌‌ډار پرته د کومې تعصبي مفکورې، د دښمن په وړاندې جګړه کړې ددې تر څنګ یې د خپلې خاورې څخه یې ساتنه کړې ، خپل سرونه یې هم قربان کړي.
‎موږ باید په دې رښتینو اتلانو وویاړو او تل یې ملاتړ وکړو.
‎دا زموږ د پاره د ویاړ خبره ده چې افغانستان داسې زمریان لري، چې په تشو لاسونو هم کولی شي د خپلې خاورې ساتنه وکړي.
‎اړتیا ده چې د افغانستان ټول ولس ددې زړورو حقیقي اتلانو کلک ملاتړ وکړي، تر څو ددې اتلانو مورال د جګړې په ‌‌‌‌‌‌ډګر کې لا پياوړی شي.
‎اړتیا ده چې دیني عالمان هره ورځ د لمانځه څخه وروسته ددې اتلانو پر کارنامو، حقیقي جهاد ، او قربانۍ ولس ته وینا وکړي تر څو یې په ټوله کې ټول وګړي پر اهمیت وپوهېږي.
‎اړتیا ده چې قومي مشران هر وخت د ناستو پر مهال ددې اتلانو په سرښيندنو خبرې وکړي.
‎اړتیا ده چې سیاسون د خپلو ناستو پر مهال ددې اتلانو په مېړانه ویناوې ولري.
‎اړتیا ده چې ټول مدني فعالان، او ځوانان د خپلو ناستو او غون‌‌‌‌‌‌ډو پر مهال ددې حقیقي اتلانو پر فربانیو خبرې وکړي، او له دوی څخه کلک ملاتړ وکړي.
‎اړتیا ده چې په ښونځيو او پوهنتونونو کې د افغان امنیتي ځواکونو پر اهمیت او زړورتوب بحثونه وشي.
‎نو موږ به ووینو چې زموږ اتلان به د جګړې په ‌‌‌‌‌‌ډګر کې لا پياوړي کېږي.
‎همدا امنیتي ځواکونه دي چې ټول افغانان آرام خوب کوي، بې له وېرې ورځينۍ چارې پر مخ وړي، زده کوونکي مو په آرام ذهن زده کړې کوي، سیاسون مو په آرامه فضا کې غون‌‌‌‌‌‌ډې جوړوي.
‎یعنې په ټوله کې زموږ امنیتي ځواکونه دي چې موږ ‌‌‌‌‌‌ډا‌‌‌‌‌‌ډه یو .
‎د افغان امنیتي ځواکونو د ښه راتلونکي په هیله.
‎مینه منګل