څه باید وشي ؟ دسولې په خاطرګډې هڅې پیل شي

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

محمد آصف
هیواد داورپه لمبو کې سوځي، شتمنۍ یې لوټیږي اواوسیدونکي یې په وینوکې لمبیږي. ددې ټاټوبي ټول وګړي که په دولت  کې دي، ددولت پلویان دي یا ددولت سره په مخالفت کې، دهیواد دواکمنوحالاتو څخه ناراضه دي، ځوریږي اواوښکې تویوي. ولس په رښتیا سره ځوریږي او اوښکې تویوي ځکه چې ددې ناوړه حالت قرباني دی. ځینې بیا د تمساح اوښکې تویوي کوم چې په روان ناورین کې دهرڅه  خاوندان او میلیونران شول .ددې ټاټوبي اصلي ځانګړتیا انفجار ، انتحار، بمبارد، فساد ، بې

امني او بیکاري ده. تحصیلکرده قشریې دهیوادڅخه دتیښتې خوبونه ویني هغوی چې دهیوادڅخه دوتلوفرصت ترلاسه کړی لکه دپلوماتان اوپوځي محصلین ډیریویې بیرته هیوادته دستنیدوډډه کړې اوپه بهرکې تری تم شوي دي. ټول ددې له زغمه وتلي وضعیت دتغییراو بدلون اودسولې دټینګښت خبرې کوي اوخپل وړاندیزونه لري. یوه ډله چاره دلنډمهاله ادارې په جوړولو کې ویني.داډله غواړي یو ځل بیا وروستی ۱۶ کلن تراژیک فلم نندارې ته کیږدي چې پایله یې نني افغانستان دی. یوشمیرچې په هغوکې پخوانی ولسمشر هم لیدل کیږي دلویې جرګې درابللو نغارې وهي.ددې ښاغلي دواکمنۍ په مهال څو جرګې راوبلل شوې او هغو ځکه دوضعیت په بدلون کې مثبت رول ونه لوباوه چې برخه وال یې د ولس استازي نه بلکه واکمنۍ ته منسوب کسان وو یعنې داچې داملي جرګې نه بلکه حکومتي یادخلکوخبره سرکاري جرګې وې.ځینې بیا دمخکې له وخته ټاکنو وړاندیزونه لري. دتیروټولټاکنوپه اړه ځینود نظرخاوندانوپه هیوادکې دبهرنیو لښکروپه شتون اودجګړې پر مهال ټاکنې یوه سیاسي ننداره بلله اوددې قلم خاوند هم دلومړیوټولټاکنوپه درشل کې په یوه لیکنه کې پدې ټینګاردرلودچې نه به دا ټاکنې هیوادته سوله اوټیکاو راوړي نه نورې . دریوځلوټاکنو هیوادته سوله را نه وړله څلورم اوپنځم ځل به هم په واکمن وضعیت کې کوم مثبت بدلون رانه وړي یعني چې دراتلونکوټاکنو وروسته به همدا آش وي اوهمداکاسه اوزموږ سوځیدلې شونډې  . یوشمیردملي اجماع خبرې کوي. دملي اجماع دښکلې مقولې نوښتګر خلیل زاد و، غني اوحکمتیارهم دا مقوله تکرارکړه خودیادوشووسیاستوالو دملي اجماع څرک ونه لګیده. کیڼ اړخې اوپه هغوکې دپخواني دافغانستان دخلق دموکراتیک ګوند ډیری کدرونه چاره پدې کې ویني چې خواره واره چپې ګروپونه په یوه واحدستر سازمان کې سره متحدشي. دایوغوره وړاندیز اوپرځای هیله ده خوډیروخت  او پراخه نه ستړې کیدونکو هلوځلوته اړتیا لري. نن مهال افغان ملت سولې اوټیکاوته داوبواوهوا په څیراړتیالري او لومړیتوب باید داوې چې دسولې په اړه فکراوعمل وشي. جهادي مخوربیا دهیواد دټولوستونزوحل پدې کې ویني چې واک په بشپړډول دوی ته ولیږدول شي. جهادي ډلې نه ویني چې ددوی ژوندي څه چې مړي یې هم په نني افغانستان حکومت کوي. په ښارونو کې ددوی ددې فاني نړۍ نه دتللو مشرانوسترسترانځورونه ددوی دبشپړې واکمنۍ څرګند ثبوت دی. دڅلوراړخیزه دسولې د خبروپه اړه څرګندونې پخپله په سوله ملنډې وهل دي. اوس نوداپوښتنه پیداکیږي څه باید وشي چې دا دانفجار، انتحاراوبمبارد ټاټوبی معمولي انساني ( سوله ئیز)ژوند ته مخه کړي ؟
ددې قلم دخاوند له انده په افغانستان کې روانه جګړه نه یوازې دافغانانوجګړه نده بلکه دافغانانودواک څخه وتلې هم ده. ننی دملي یووالی حکومت چې دکورنیو نه حل کیدونکوستونزواومخالفتونوسره لاس ګریوان دی، دمخالفینوسره دسولې په اړه دواحد دریځ څخه بې برخې دی او دبهرني ملاتړپرته یې پایښت ناشونی بریښي ددې جوګه نه دی چې دسولې او جګړې سترې چارې په خپلواکه توګه حل کړي اودوسلوالومخالفینودمشرتابه ځای ځایګی هم څرګند نه دی. دابیا ښيي چې د هیواد دنني سیاسي اوپوځي بهیراصلي لوبغاړي پردي دي. کله چې دنني افغانستان تریخ واقعیت داډول دی دسولې کلۍ اوواک دپردیوسره دی، دې هیوادته تلپاتې سوله همدا پردي راوړی شي اوافغانان اړدي دوی ته مراجعه وکړي.
هغه څه چې زه یې وهڅولم پدې لیکنه لاس پورې کړم دمتحده ایالتونودبهرنیو چارودوزیرریکس ټیلرسن د اکتوبرد۱۸ نیټې وینا ده چې د امریکا د نړیوالو چارو او ستراتیژیکوڅېړنو په مرکز کې یې وکړه اووایي : «طالبانو ته زموږ پیغام دا دی چې د افغانستان له حکومت سره سوله وکړي؛ که دا کار ونه کړي امریکايي پوځیان د افغانستان له خاورې نه وځي. » البته طالبانو تل ویلي، ترڅو بهرني پوځونه له افغانستان څخه ونه وزي له جګړې به لاس وانخلي. دامریکایي وزیر اودطالبانوله ویناووڅخه بریښي چې دالعنتي جګړه پای نلري اود افغانستان په سیاسي جغرافیا کې به انفجار، انتحاراوبمبارد دوام ومومي اوداټاټوبی به معمولي انساني ( سوله ئیز) ژوند ته مخه نکړي. که طالبان دامریکې غوښتنې ته مثبت ځواب ورکړي اوله حکومت سره سوله وکړي څرنګه چې ګلبدین حکمتیارورسره سوله وکړله ،خو دحکمتیارد سولې وروسته نه یوازې جګړه ، سړه نشوه بلکه لا توده شوله.څوک داتضمین ورکوي که طالبان له مخالفت څخه لاس واخلي هیوادته به سوله راشي ، ځکه چې امریکایي اوافغاني مقامات دواړه په افغانستان کې د۲۰ مختلفو ترهګروډلود فعالیت خبرې کوي. داځل که طالبانودحکمتیارپه شان د حکومت سره سوله وکړه خو دشلوډلو څخه یوې ډلې ددولت ضد ترهګرو کړنوته  دوام ورکړ، هغه مهال به واشنګتن وايي ترڅودا ډله دافغانستان د حکومت سره سوله ونکړي امریکایي پوځیان دافغانستان له خاورې نه وځي. پدې ډول به دا جنګي سریال یا دافغانانو وژنه ادامه پیداکړي .
 ددې لپاره چې په روانه جګړه کې ښکیلو اړخونوته دشرطونو دوړاندې کولو، اګراومګر پلمې نه وي ، په افغانستان کې دتلپاتې سولې دټینګښت لپاره اړینه بریښي چې دملګروملتو ترمشری لاندې دسولې نړیوال کنفرانس راوبلل شي چې برخه وال یې ددې  سازمان دامنیت شورا پنځه دایمي غړي ( دتضمین کونکو په توګه )، دناټوغړي دولتونه ، دشانګهای کنفرانس غړي ، دافغان حکومت په شمول شپژ ګاونډیان ( پاکستان، چین، تاجکستان، ازبکستان ، ترکمنستان، ایران) ، هند او سعودي عربستان وي. په دا ډول یوه کنفرانس کې لدې امله پاسني یاد شوي هیوادونه بایدبرخه واخلي چې ځینې یې عملآ په جګړه کې ښکیل دي ، نور د وسلوالومخلفینوپه ملاتړ تورن دي ،یوشمیریې دافغان جګړه مارانو اوځواکمنو څیروملاتړي دي اویا په افغانستان کې دجګړې ددوام، دمخدره توکودکارباراو دسولې دټینګښت له امله لیوالتیا اویا اندیښنې لري.  په کنفرانس کې دګډون کونکو هیوادونوڅخه لاندې تعهد واخیستل شي:
 - دافغانستان په کورنیوچاروکې نه لاسوهنه.
.  - افغانستان دیوه بیطرفه هیوادپه توګه وپیژني
 - دافغان دولت مخالفووسلوالوډلوته دمرستې ډډه وشي اوپه تیره په پاکستان او ایران فشارراوړل شي چې دوسلوالومخالفینوتسلیح ته دپای ټکی کیږدي.-
- دترهګرۍ اودمخدره توکودکراوقاچاق سره په مبارزه کې دکنفرانس دبرخه والو رښتینې همکاري.  
 - دوسلوال اپوزیسیون او دافغان حکومت په سوله ئیزوخبرواتروکې همکاري. البته دا خبرې اترې دملګروملتو،داسلامي کنفرانس اوپګواش دځانګړواستازوپه منځګړیتوب پرمخ یوړل شي.  
 - دکنفرانس دپریکړودپلې کولولپاره دیوه میکانیزم جوړونه. همدارنګه دکنفرانس دپریکړو څخه دګډون کونکوهیوادونو دسرغړونې له امله داقتصادي اوسیاسي بندیزونو لګول.
داهغه څه وچې ددې قلم دخاوندله انده کولی شي په افغانستان کې سولې ته د رسیدو لاره هواره کړي. هیله ده چې دوستان پدې اړه خپل تکمیلي نظریات وړاندې کړي او دهغو په پام کې نیولوسره راتلونکي ګامونه پورته شي.
پای