د ترامپ استراتیژي

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

عبدالملک پرهیز

د ښاغلي ټرامپ ستراتیژي په لویو ټکو کې دا ده چې امریکايي ځواکونه له افغانستانه نه وځي، د پاکستان تروریستي سیاست نه زغمي او هند به د پاکستان د ملګرتوب ځای ونیسي. دغه ستراتيژي په ښکاره دهغه خطرونو څخه د مخنیوي پربنسټ چې د بنسټ پالو ډلو له خوا د امریکې متحده ایالاتو ته متوجه ده ، جوړه شوې او  پاکستان ددغه ډلو ساتونکی، روزونکي او پناه ورکونکی دی نو له دې کبله پاکستان ددې لانجې اساسي او مهمه برخه ده چې په پاکستان کې ددغه لانجې له حل پرته د تروریستانو د له منځه وړلو ستونزه د حل وړ نه ده.

پاکستان په افغانستان کې د تیري او تروریستي کړنو درې پړاونه تیر کړي دي  او اوس د خپل لاس وهنې او تيري په دریم پړاو کې دی. لومړي پړاو  د سړې جګړې دوران دی چې پاکستان د امریکې او لوېدیځ او عربي هیوادونو په ملاتړ د افغانستان او هند پر خلاف ورانکاره جګړه پر

مخ وړله څو د شوروي د پرمختیا مخه ونیسي ، په دغه پړاو کې پاکستان له همدغه سرچينو څخه په میلیاردونه ډالره تر لاسه کړل او پر همدغه  پیسو پاکستان زیاتې تروریستي شبکې جوړې او د افغانستان او هند پر خلاف وکارول. او په عینې حال کې يې پاکستان د سیاسي او پوځي پلوه غښتلی او پیاوړی کړ ، ضیا و الحق په ډېر مهارت دغه ستراتیژي تنظیم او پلې کړه چې له امله يې په افغانستان او قبایلي سیمو کې د بنسټ پالنې او تندلارۍ پراختیا ته لاره اواره کړه.  دوی په افغانستان کې د بې ثباتۍ او جګړې اور ته لمنه ووهله او د افغانستان ټولنیز، سیاسي، اقتصادي او کلتوري ارزښتونه يې زیات زیانمن کړل. دویم پړاو په افغانستان کې د پاکستان د بري پړاو ؤ په دې پړاو کې پاکستان د خپلو ګوډاګي ډلو د لارې پر افغانستان خپل واک ټینګ او د افغانستان اقتصادي ، پوځي ، سیاسي ، ټولنیز او کلتوري ارزښتونو او نظام يې په بشپړ توګه ړنګ کړ ، په دغه وخت کې هیواد په بشپړه تیاره  ، ګډوډۍ او کورنۍ جګړو کې ډوب ؤ، تروریستي ډلو خپل مرکزونه په افغانستان کې پرانیستل او نړېواله سوله يې تر ګواښ لاندې راوستله.

دریم پړاو په افغانستان کې د امریکې او لویديځ د پوځي شتون څخه وروسته پېلېږي. په دغه پړاو کې د پاکستان لاس له افغانستانه لنډېږي ، په دې وخت کې پاکستان هڅه وکړه په نړۍ کې د پاکستان پر تروریستي څېره  پرده واچوي او هر څه پر افغانستان او افغانانو و تپي ، او په عینې حال کې پاکستان هغه ډلې چې د ځان په ګټه نه بللې د لویدیځ او امريکې سره د معاملې په بڼه لوېديځ ته وسپارل او له منځه يې یوړلې چې ملا منصور ددې معاملو یوه بېلګه ده ،  څو له دې لارې د لوېدیځ باور او پیسې تر لاسه کړي ، خو دوی په دغه موده کې تروریستي ډلې داسې جوړې کړې چې زیات د پاکستان تر کنترول لاندې وي او په لازم وخت کې يې بیا د خپلو مخو دپاره وکاروي. پاکستان چې کله له افغانستان څخه د لویديځ د وتلو نښې نښانې وليدي نو خپلو تروریستي فعالیتونو ته يې په افغانستان کې شدت او پراختیا ورکړه، ددې کار هدف دا ؤ چې له یوې خوا د لويدیځوالو روحیه کمزورې او چټک وتو ته يې اړ باسي او له بلې خوا خپل دريځ په افغانستان کې د لویديځ د پوځونو له وتلو دمخه غښتلی او ټينګ کړي او په دې ډول لویديځ بیا د پاکستان منلو ته اړ کړي. د افغانستان په اړه د اوباما سیاست او  د ترامپ  انتخاباتي څرګندونوچې  له افغانستان څخه د چټک وتلو په اړوند يې کولې د پاکستان هیلې غښتلې کړې.  پاکستان خپل خوبونه واقعیت ته د رسېدو په درشل کې لیدل. خو د ترامپ نوې ستراتېژۍ د پاکستان د خوبونو سلسله ویجاړه کړه او له سختې پريشانۍ سره يې مخامخ کړه. په دغه ستراتېژۍ کې ترامپ افغانستان ته زیاتې ژمنې ورکړې. چې غواړي افغانستان ته ګڼ شمیر سرتيري واستوي، پر پاکستان فشار راوړي او کېدای شي له جګړې وروسته د طالبانو سره خبرې وکړي.

 

 

(د امریکې متحده ایالتونو په ۲۰۰۱ کال د اکتوبر په میاشت کې پر افغانستان یرغل وکړڅو القاعده له منځه یوسي او طالبان يې چې القاعده ته يې په هیواد کې ځای ورکړی ؤ له واکه راوپرزول ، د همدې کال په دسامبر کې طالبان له کابل څخه ووتل.

 

ناتو ۱۳۰۰۰۰ سرتیري افغانستان ته واستول. په جګړه کې ۳۰۰۰۰ سرتیري ووژل شول چې ۲۷۰۰۰ يې افغان سرتیري ول. ویل کيږي چې د ۲۷۰۰۰ په شا او خوا کې ملکي افغانان هم وژل شوي. )

 

 

له ټولټاکنو دمخه ترامپ  جګړه نهیلي کوونکې بلله خو  له بري وروسته نوموړی وايي دغه جګړه به وګټي.

موږ به افغانانو ته سپارښتنه و نه کړو چې دوی به څنګه اوڅه ډول خپل نظام یا خپله پېچلې ټولنه جوړوي.

 

ترامپ وايي دنده څه بل څه ده موږ باید تروریستان ووژنو.

خو د هغه خبرې نه یوازې جګړیزې دي بلکې نوموړي دا هم وویل چې یوه ورځ به له طالبانو سره چې په ۲۰۰۱ کال يې له واکه را وپرزول او لا اوس هم لویه وسله واله مخالف ډله ده،  خبرې وکړي.

یوه ورځ به د پوځي اغېزمن چلند وروسته د سیاسي حل لاره ممکنه شي. دا به یو  تاریخي کار وي چې نوموړی د امریکا د ولسمشر په توګه  له طالبانو سره د خبرو نووښت وکړي. نوموړي همدارنګه وویل چې موږ په عینې وخت کې پاکستان ته هم په میلیاردونه ډالره ورکړل خو دوی تروریستانو ته چې زموږ پر خلاف جګړه کوي پناه ورکړه...

دا به هم یو تاریخي کار ؤ ، چې ترامپ پاکستان ته ټينګ او څرګند خبرداری ورکړ چې په افغانستان کې د هغه ځواکونو له ملاتړ لاس واخلي چې امریکا يې پر خلاف جګړه کوي. 

 

داسې ښکاري چې  ترامپ  د ريښتني او اوږد مهاله حل لارې  هڅه کوي، هغه وايي : زیاتې قربانې ورکړل شوي، او زیات سرونه خاورې شوي.هغه مېړونه او ښځې چې په جګړه کې يې ملي ویاړ تر لاسه کړی ، د بري د تر لاسه کولو د پلان مستحق دي. دوی د هغه وسایلو مستحق دي چې اړتیا ورته لري... څو وجنګېږي او بری تر لاسه کړي.  ترامپ په دې باور دی چې یو چټک وتل به تشه رامنځ ته کړي ، چې بې له ځنډه به د داعش او القاعده له خوا ډکه شي، کوم څه چې له ۲۰۰۱ کال د سپتمبر له یوولسمې دمخه پېښ شول، چې د نړېوالې سوداګرۍ د مرکز پر برجونو د برید د ترسره کېدو سبب شو چې  په افغانستان کې د القاعده  اډه يې تر شا ولاړه وه. ترامپ وویل امریکې تېروتنه وکړه چې له عراق څخه يې په چټکۍ سره خپل ځواکونه و ایستل، ځکه دې کار تشه رامنځ ته کړه او داعش له دغې تشې د تروریستي بریدونو دپاره ګټه پورته کړه، موږ نه شو کولی هغه تېروتنه تکرار کړو چې زموږ تېر مشرتابه په عراق کې وکړه.

د ترامپ د څرګندونو له مخې پاکستان باید هغه ډلو ته چې د امریکې سرتیري وژني د پټنځایونو د ورکولو او ملاتړ څخه لاس واخلي. موږ پاکستان ته په میلیاردونه ډالره ورکړي خو دوی هغه ډلو ته پټنځایونه ورکړي او ملاتړ ترې کوي چې امریکايي وګړي وژني. دې ته باید د پای ټکی کېښودل شي او دوی باید دا کار همدا اوس بس کړي. هيڅ ډول ملګرتوب دوام کولی نه شي کله چې یو هیواد د بل هیواد خلاف تروریستان او وسله وال ساتي ، هغه ډلې چې د امریکايي عسکرو د وژلو هڅه کوي. ددې وخت رسېدلی چې پاکستان د تمدن، نظم او سولې تر وړاندې خپل مسوولیت را برسېره  کړي.

دا د پاکستان تر وړاندې سختې څرګندونې دي چې د پاکستان پر ځای له هند سره د ملګرتوب له هيلې سره جوړه شوي  .

خو سره له دې د ترامپ په څرګندونو کې داسې پوښتنې شته  چې باید ځواب ورکړي  شي :

افغانستان ته څومره تازه ځواکونه استوي؟

څواکونه به په افغانستان کې کومې دندې ترسره کړي؟

د بري دپاره ترامپ څومره وخت ته اړتیا لري؟

د طالبانو سره په څه ډول او له کومې لارې خبرې ترسره کېږي؟

له هند سره د همکارۍ له پاره  کوم ټاکلی پلان لري؟

 پر پاکستان څه ډول فشار راوړي څو پاکستان اړ شي د امریکې سره د طالبانو د خبرو لاره اواره کړي؟

 

 په هر صورت له خبرو څرګنده ده چې امریکا په جنوبي اسیا کې خپل پخواني ډېر نژدې ملګري ته ټينګ خبرداری ورکوي ، څه موده دمخه متیس د دفاع وزیر هم د ۵۰ ملیونه ډالرو د نه ورکولو  ګواښ کړی ؤ، ځکه هغه د حقاني د تروریستي  شبکې پر خلاف د پاکستان د اقدامونو څړک نه لیده.

 

ترامپ ژمڼه وکړه چې په افغانستان کې امریکايي پوځي مشرانو ته بشپړه آزادي ورکوي .

له نن څخه وروسته د بری تعریف داسې کوي: هغوی چې زموږ دښمنان دي ، القاعده او د داعش ډله له منځه وړي، طالبان نه پرېږدي څو واک تر لاسه کړي . د امریکې پرخلاف پراخ ترور  باید بند شي.

ترامپ وايي زه چا ته نه وایم کله به موږ برید کوو ، خو موږ برید کوو، هر کله چې مو غوښتي وي برید کوو.

د القاعده ، داعش په ګډون ټولې هغه ډلې به و ځپل شي کوم چې د امریکې ګټو ته ګواښونه کوي.  

د طالبانو تر وړاندې نرمه ژبه کارول شوې ، یانې یوازې ویل شوي چې طالبان به پرې نه ښودل شي واک تر لاسه کړي ، د طالبانو تر وړاندې د خبرو دروازه پرانیستې پرېښودل شوې ده دا په دې مانا چې د سوله مخالف طالبان به له منځه یوړل شي او د سولې پلوي طالبان به د خبرو له لارې د اسلامي ګوند د مودل او تجربې پر بنسټ جذب شي .

په افغانستان کې به د دولت پر ټيپ او ډول لکه د پخوا په څېر ټينګار او تاکید  و نه شي ، چې هرو مرو به د  لویدیځ له ارزښتونو (دموکراسي ، د بیان  آزادي او داسې نورو ) سره سمون ولري .

افغانانو ته به د افغاني ټولنې د ځانګړتیاو له مخې د خپل دولتي سیستم او ادارې د جوړولو اجازه ورکړي. اساسي شرط به دا وي چې د امریکې ګټې او امنیت په پام کې نیسي.

  امریکایي پوځونه به په عملیاتو کې پراخ واک ولري دوی به وکړی شي تروریستي ډلې په پاکستان کې هم تر ګوزار لاندې راولي.

د پاکستان پر خلاف د اقدامونو بڼه نه ده روښانه شوې خو اقتصادي بندیزونه او سیاسي اقدامونه به ددې پالیسۍ لومړي ګامونه وي ، د پاکستان پر خلاف د اقدامونو ترسره کول به د پاکستاني واکمنانو په ځوابیه کړنو پورې اړه ولري که پاکستانی واکمنان د امریکې غوښتنو ته غاړه کېږدي نو کېدی شي دا اقدامونه جدي نه وي خو که پاکستاني واکمنان د مقابلې لاره غوره کړي نو کېدی شي چې له جدي خطرونو سره مخامخ شي البته پوځي اقدام ته اړتیا نه لیدل کېږي  . پاکستان د خپل ټولنیز جوړښت له مخې یو ډېر کمزوری او ژر ماتېدونکی هیواد دی چې تر اوسه يې د لویدیځ د سخاوتمندانه مرستو له برکته دوام کړی خو که دا مرستې بندې شي او دغه مرستې د پاکستان پر خلاف و کارول شي نو د پاکستان عمر به ډېر زیات نه وي او که له دې سره د هند او افغانستان مرستې هم یو ځای شي پاکستان به لکه د ژرندې د تیږو ترمنځ اوړه شي .