د باثباته افغانستان دښمنان

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

اېمل پیاوړی

پر کابل کانټیننټل هوټل برید د طالب له سویې څخه نهایت لوړ دی، ځکه د دغه وړ اهدافو ټاکل، بیا هغو ته ځان رسول او د دغسې وسلو او تجهیزاتو انتقال د استخباراتي سازمان او شبکې له فني او مسلکي همکارۍ، پلان، سلا او لارښوونې پرته هیڅ امکان نه لري

.

دا سمه ده چې برید به طالبانو ترسره کړي وي، خو دا هم باید ومنو چې په دغه برید کې مستقیماً د پاکستان ای ایس ای لاس درلود. دوی غواړي د دغه وړ بریدونو په ترسره کولو سره د افغانستان پر راتلونکي د خلکو باور کم کړي، ځکه دوی د باثباته او پرمختللي افغانستان دښمنان دي، دوی نه غواړي چې افغانان د پیاوړي نظام، دولت او باعزته ژوند خاوندان شي.

طالبان چې له واکه شړل شوي او له تېرې یوې نیمې لسیزې د جنایتونو، وحشتونو، وژنو او ناامنیو له لارې د پاکستان پرمټ کوښښ کوي چې یو ځل بیا په افغانستان کې ځان واک ته ورسوي، خو دا خوب او ارمان به یې له خاورو سره خاورې شي، ځکه چې هغوی له ورانۍ، تباهۍ، بربادۍ او بدبختۍ مه واره بل پلان او برنامه نه لري، نو څنګه د یو عظیم ملت رهبري او مشري کولی شي.

پر انټرکانټیننټل هوټل د برید په تروریستي پېښه کې د هېواد ځوان، تحصیل یافته، باتجربه او علمي کدرونه شهیدان او ټپیان شول چې په دغسې حساس پړاو کې د دوی له لاسه ورکول زموږ د ټولنې لپاره یوه لویه ضایعه ګڼل کېدلی شي، مګر طالب د دغه وحشت مسوولیت په غاړه اخلي او دا مني چې دغه وحشت او جنایت دوی ترسره کړی دی.

د دې ترڅنګ په دغه برید کې هغه ملکي نظامیان هم وژل شوي چې په افغانستان کې یې زموږ د خلکو لپاره خدمت کاوه، مثلاً د کام ایر هوایي شرکت ګڼ پيلوټان، انجینران او تخنیکران چې هم یې په افغانستان کې پانګونه کړې او هم هره ورځ د الوتنو او تګ راتګ په برخه کې زموږ د هېوادوالو په خدمت بوخت دي، ووژل شول.

طالبان هر ځل د دغسې جنایتونو او وحشتونو مسوولیت مني، خو دوی د خپلو تروریستي اعمالو او کړنو د توجیه لپاره هیڅ منطق او دلیل نه لري، ځکه دوی پوهېږي چې د دوی جنایتونه په هیڅ چوکاټ کې هم برابر نه راځي. دوی د پاکستان د شومو موخو او پلانونو د تطبیق لپاره جنګېږي او پاکستان دوی په دې تېراېستلي دي چې د حکومت له سقوط سره به دوی واک ته ورسېږي.

د باثباته او پرمختللي افغانستان دغه قسم خوړلي دښمنان باید پوه شي چې افغان ولس د تاریخ په اوږدو کې هیڅ زبرځواک ته سر نه دی تیټ کړی، خو د نړۍ هر هېواد او ملت ته یې په ډېر عزت او عظمت د ملګرتیا، دوستۍ او ښو مناسباتو لاس ور غځولی دی . نو دوی باید دا ومني چې د دغه وړ وحشتونو او جنایتونو په ترسره کولو سره د افغان ولس ارادې نه شي کمزورې کولی.

افغانستان به د خپلو صادقو او ژمنو بچیانو پر مټ، هلو ځلو او سرښندنو ثبات ته رسېږي او افغانان به بالاخره په خپل ګران هېواد کې د امن، هوسا، سوکاله او باعزته ژوند خاوندان شي، خو د افغانستان د ثبات د دښمنانو مخ به هم د ملت او هم د خدای پر وړاندې تور وي.