افغانستان ته د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پلاوي سفر

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

محمد روښان ښاد

په  تېرو څلوېښت کالو کې افغانستان داسې بدې ورځې هم ولیدلې چې حتی د نړۍ د دریمې درجې هېوادونو د سفارتونو دریم او څلورم درجه ډيپلوماتانو به هم له افغان مقاماتو سره یا په سختۍ، یا په ځنډ او یا هم هیڅ نه لیدل.

مګر له څلوېښت کاله جنګ او دربدرۍ وروسته چې لا هم افغانستان په بشپړه توګه د جنګ له تاو او لمبو نه دی راوتلی، داسې ورځې هم راغلې چې د ملګرو ملتونود سازمان د سرمنشي، د امریکا متحده ایالتونو د جمهور رئیس د مرستیال په ګډون د

ملګرو ملتونو سازمان د امنیت شورا لوړ پوړی پلاوی پلازمېنې کابل ته راشي او د افغانستان د اړوندو مسایلو په اړه له افغان مقاماتوسره بحث او خبرې وکړي.

دا په دې مانا ده چې افغانستان په وروستیو درې کلونو کې د ملي یووالي حکومت او په ځانګړي ډول د جمهور رئیس محمد اشرف غني د فعالې او بریالۍ ډيپلوماسۍ له برکته ښه لورته روان دی او لا هم افغانستان د نړیوالو د توجه مرکز دی.

دا سمه ده چې د بهرنیو لوړ پوړو پلاویو تګ راتګ تر هغو چې موږ او تاسو یو لاس او یو زړه نشو او د ستونزو د حل او له ناورین څخه د راوتلولپاره په اساسي او ګټورو لارو چارو فکر ونکړو زموږ ستونزې نشي حلولی، مګر دا باید ومنو چې د افغانستان ستونزې څو بعدي دي، یانې د داخلي ابعادو ترڅنګ بهرني ابعاد هم لري، نو له دې پلوه د بهرنیو پلاویو راتګ، سفرونه او له افغانستان سره د دوی همکاري ګټوره ده.

خو د دې لپاره چې ستونزو سره مو د تل لپاره مخه ښه کړې وي او خپلې ناخوالې مو په اساسي توګه حل کړې وي دا ډېره مهمه ده چې موږ او تاسو ملي اجماع رامنځته کړو. څومره چې په داخل کې د ستونزو او مسایلو د حل په اړه موږ ګډ توافق او واحد نظرولرو، نو همغومره بهرنۍ پاملرنه او دلچسپي زیاتېږي.

د افغانستان لپاره یو ځل بیا طلایي فرصت او چانس برابر شوی دی او هیله ده چې له دغه فرصت څخه اعظمي ګټه واخیستل شي. لکه څنګه چې افغانستان د خپلې فعالې ډيپلوماسۍ له لارې تر بل هر وخت له یوې خوا پر پاکستان فشار ډېر کړی دی او له بلې خوا یې د منځنۍ اسیا او سیمې هېوادونو سره اقتصادي همکاریو او سوداګریزې راکړې ورکړې ته تر پخوا زیاته زمینه برابره کړې ده.

که چېرې په هېواد کې داخلي سیاسي ډلې ټپلې او بېلابېل جوړښتونه او بنسټونه د حکومت ټینګ ملاتړ وکړي، نو باور دی چې پر پاکستان به فشار دومره زیات شي، چې بالاخره به له افغانستان سره له نااعلان شوې جګړې لاس واخلي او همدارنګه به د افغانستان د انکشاف او نورو بېلابېلو برخو کې د نړیوالو همکاري زیاته شي.

افغانستان په لومړي ګام کې تر بل هر څه سولې او ثبات ته زیاته اړتیا لري. کله چې هېواد امن شي، نو بیا افغانستان د پانګونې او اقتصادي ودې ګڼې زمینې او فرصتونه لري چې د داخلي پانګوالو تر څنګ نړیوال پانګوال هم په بېلابېلو برخو کې پانګونې ته لېواله دي.