پاکستان به څومره بدل شي؟

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

محمد بشیر یوسفزوی

په دې کې شک نشته چې د ملي یووالي حکومت او په ځانګړي ډول د ولسمشر غني دریځ او نړیوالې لابي پاکستان تر سخت فشار لاندې راوستلی او وارخطا کړی یې دی، خود افغانستان پر وړاندې د پاکستان په دریځ کې لا هم دا جوت بدلون نه لیدل کېږي چې پاکستان دې له افغانستان سره په خپلو تېرو کړنو ښکاره پښېماني وښیي او په دریځ کې له لویه سره بدلون راولي

.

د پاکستان پر وړاندې د ولسمشر غني دریځ په دې د ستایلو وړ دی چې خبره یې له عذرونو، زاریو او شف شف څخه واېستله او په ډاګه یې هم مخامخ پاکستانیو مقاماتو او هم نړیوالو ته وویل چې پاکستان باید د افغانستان پر ضد له خپلې پیل شوې او نا اعلان شوې جګړې لاس واخلي، کنه د دې جګړې لمبې به د پاکستان لمن هم وسوځوي.

د افغانستان پر وړاندې د پاکستان دریځ ته په پام ولسمشر غني د افغان سولې لپاره دوه بعدونه وټاکل. لومړی بعد له پاکستان سره سوله او دولت پر دولت مذاکرات، دویم بعد له طالبانو سره د سولې بین الافغاني مذاکرات. پاکستان وخت ناوخت له افغان حکومت سره د سولې په برخه کې د مرستې ژمنه کړې، خو د ماشومانو په څېر یې خپلې ژمنې ژر له منځه وړې دي.

افغان حکومت په ځانګړي ډول ولسمشر غني خپلې اړتیاوې او مجبوریتونه له پاکستانه پرې کړي او د هغو لپاره یې نور بدیلونه ټاکلي دي، ځکه چې پاکستان د افغانستان له همدغو مجبوریتونو څخه د منفي فشار په توګه استفاده کوله او افغانستان به یې تل له دې خوږ ګوتې نیولی وو چې د تورخم او بولدک لارې به یې ورباندې وتړلې.

یانې پاکستان یا دا مهارت نه درلود چې سیاسي او اقتصادي مسایل سره جلا وساتي او یا یې په لوی لاس اقتصادي او سیاسي مسایل سره ګډول او کله به هم چې د دواړو هېوادونو موضوعات د سرحدي او ځینو نورو موضوعاتو په خاطر سره خړ پړ شول، نو سملاسي به پاکستان افغانستان ته د وارداتي توکي ټرانزیټي لارې وتړلې او له دې لارې به یې پر افغان حکومت فشار زیات کړ، مګر د چابهار بندر پرانیستلو، د هند د هوایي کوریډور په ایجاد او د منځنۍ اسیا له هېوادونو سره د دوه اړخیزه همکاریو په ایجاد سره پاکستان نور د ټرانزيټي لارو په بندولو سره افغانستان یا افغان حکومت د خپلو فرمایشونو او پرېکړو منلو ته نشي مجبورولی.

افغان حکومت په دې برخه کې د قدر وړ لاسته راوړني لري او دغه لاسته راوړنې ځکه باید تقدیر شي، چې موږ کرار کرار د پاکستان له احتیاجه وځو او که خدای کول یوه ورځ به د پاکستان له لوري افغانستان ته د را وارد شوي تروریزم ا وافت له جنجاله هم خلاص شو.

مګر په دې برخه  کې د هېواد په کچه سیاسي او ملي اجماع ته اړتیا ده. یانې تر څو چې د ملي ګټو په اساس زموږ سیاسیون د پاکستان پر وړاندې معقول دریځ اختیار نه کړي او یا د افغان حکومت د دریځ ننګه ونه کړي، نو تر هغو به پاکستان په خپل دریځ کې د بدلون جدي اړتیا احساس نه کړي، مګر پر پاکستان د نړیوال فشار تر څنګ که افغان سیاسیون واحد معقول دریځ اختیار کړي، نو باور دی چې پاکستان ډېر ژر د افغانستان په اړه په خپل دریځ کې بدلون راولي.