د اوکراين ځوانانو ته سرخلاصی ليک!

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

 

يادونه: د انساني همدري، د وينې د نه توېدلو د مخنيوي او  انسانيت په پار ددې ليک يوه کاپی په اوکرايني ژبه د اوکراين رسنيو ته هم لېږل شوې ده!

د اوکراین باشعوره او هېواد پاله ځوانانو!

په دې سختو حالاتو اوشېبو کې ستاسې د روغ او  سوله ييز ژوند هيله لرو!

دا ليک د انساني همدردي، سوله یيزې نړۍ، مثبت پيغام او په افغانستان کې د پېښو شويو ترخو تجربو پر اساس او له هغو څخه په اقتباس تاسې ته لېږل کېږي، هيله لرو چې ویې ولولئ او د خپل هېواد،خپلو خلکو او سيمې د سوکالي او ارامي او سولې لپاره دا څو خبرې درسره ياد وساتئ او که مو مناسبه ګڼله عمل پرې وکړئ!

اوکراين د يوه لرغوني او بهترين کولتور ، خوږې ژبې او سوله ييزو او ارامو خلکو په درلودلو سره په ختيزه اروپا کې ځانګړی نوم او ښه تاريخ لري، اوکراينيان ډېر ارام او بشردوست خلک دي، دوی هر وخت له بې وزلو او کمزورو هېوادونو سره مرسته کړې او د هغوی ملاتړ یې کړی دی نو په همدې ښه نوم په درلودلو سره موږ اراده وکړه چې دا ليک تاسې ته درولېږو او موږهيله لرو چې  تاسې ځوانان به د خپل هېواد سياسيون راويښ کړئ چې په ناټو او امريکا  باور ونه کړي!  ايا ستاسو افغانستان هېر دی چې په لسهاوو زره ځوانان ماشومان او سپينږي د ناټو لخوا دلته ووژل شول، په کورونو یې د شپې لخوا چاپې ووهل شوې او ددې هېواد بې وزله وګړو په کورونو یې بمونه وغورځول ، جنايتونه یې وکړل او چې کله یې خپلې ګټې خوندي او خپلو شومو اهدافو ته ورسېدل بيرته یې هغه افغان دولت چې يو څه په پښو درېدلی و،د همدې ناټو او امريکا لخوا  په تدريج سره تضعيف کړای شو او په پای کې ترې وتښتېدل ،  اوهغو کسانو ته يې په سپين ميدان پرېښود چې شل کاله یې د سلګونو ميلياردو ډالرو په مصرفولو جنګ ورسره روان و . بيرته یې ټول افغانستان ور وسپاره او د حکومت واګې یې په لاس کې ورکړې، په لکونو  افغان ملي پوځ او پوليس چې د امريکا او ناټو لخوا يې مالي ملاتړ کېده  په سپين ميدان مخالفينو ته ورپرېښود. په دې شل کلونو کې یې په افغانستان کې د فساد لپاره زمينه برابره کړه، له يوې خوا به یې مرسته کوله او له بلې خوا به یې په همدې مرستو کې غټ غټ مالي فسادونه د همدې خارجيانو لخوا کېدل، دلته یې د زېربنا په برخه کې کار ونه کړ، يوازې داسې تعميري او ودانيز کارونه یې کول چې يوڅو ورځې او شپې پکې تېرې کړي، د بېلابېلو وسله والو او سيمه ييزو جنګي قوماندانانو ملاتړ یې کاوه چې هر يو يې د خپل ځان په چوپر کې وو او  د ضرورت او د حکومت د راکنترولو په وخت کې به یې همدا جنګسالاران د قوم، ژبې، سمت او يوه او بله بهانه د حکومت پر ضد استعمالول.

 ايا تاسو د عراق په اړه پوهېږئ چې هلته یې يو روغ دولت د اتومي وسلو درلودلو په بهانه مات کړ او په لکونو خلکو له وژلو وروسته لا هم اوس په بدترين حالت کې دی. مذهبي او قبيلوي ډلې او ګروپونه د يو بل په مقابل جنګوي او مالي تمويل یې همدا اروپا او امريکا کوي؟

ايا تاسو د سوریې په اړه نه پوهېږئ چې دوی د سوريې مستحکم دولت لپاره مصنوعي مذهبي اسلامي ډلې د داعش په نامه راپورته کړې او هغه هېواد یې له تاريخي اثارو ، برم او تاريخ څخه ډک و ټوټه کړ او ښکلي ښارونه یې ورته خاورې کړل، په لسګونو زره خلک یې ووژل شول او په ميلیونونو نورو هېوادونو ته کډوال شول؟

ايا تاسې د يمن په اړه نه پوهېږئ چې په غير مستقيم ډول د سعودی او اماراتو له لارې د جګړې ګرمې ساتلو لپاره کوشش کوي او په دې بهانه چې دا غريب هېواد د عربو او نړۍ لپاره يو خطر دی په سعودي او اماراتو خپلې وسلې پلوري او د خپل تجارت د قوي کولو لپاره یې په دې سيمه کې مصنوعي جنګ جوړ کړی دی؟

ايا ستاسې د ليبيا په اړه معلومات لرئ؟ چې څه ډول یې هلته د قذافي دولت چې د خپلو خلکو لپاره يو نسبي ښه دولت و له بېخه نسکور کړ او تر اوسه پکې لا ملوک الطوايفي ده او هر قوماندان او جنرال یې ځانګړي ځانګړي کوچني حکومتونه رامنځته کړي دي؟

نو بنا په ناټو او امريکا باور مه کوئ، دوی به هيڅ وخت تاسې د يو مستحکم هېواد په توګه ونه پېژني دوی غواړي تاسې په جنګ اخته کړي، د نيابتي جګړې ميدان مو وګرځوي، اوسنی نسبي ثبات او دولت مو درخراب کړي، ستاسې د لسګونو زرو خلکو (اوکراينانو) وژلو ته لاره برابره کړي، ستاسې په ميليونونه مهاجر کړي ايا تاسې د ناټو او امريکا په معاصر تاريخ کې ليدلي چې له خپلو متحدينو سره درېدلي او ملاتړ یې کړی او تر پايه یې کلکه دفاع ورڅخه کړې؟ نه بلکل نه.

ناټو او امريکا تاسې او ستاسې هېواد (اوکراين) له روسيې سره په مشکل کې اخته کوي ، او ډېر وخت د يو دوو سياسيونو او دولتمشرانو غلط سياست ستاسې ټولو برخليک تباه کولای شي، لطفا په خپل دولت او حکومت غږ وکړئ چې اوکراين ښکلی هېواد دې ددې نيابتي جګړې ميدان نه ګرځوي.

ناټو يو داسې تړون يا اداره نه ده چې دوی به ستاسې هېواد ته ښېرازي او پرمختګ راوړي او تاسې به د ښه ژوند خاوندان شئ، بلکې ناټو تر ډېره يو نظامي او جنګي ډله ده چې د درېيمې نړۍ په هېوادونو او هغو هېوادونو کې چې ددې تړون سيالان دي خپلې شومې موخو د سرته رسولو او د مخالفو هېوادونو سره د دښمني لپاره رامنځته شوی دی.

کم ازکم خپلو مشرانو ته ووایئ چې لکه فنلېنډ، اتريش، سويډن ، مالټا، قبرس او ايرلېنډ بېطرفه پاتې شي او د نړۍ د زبرځواکونو تر منځ ميدان ستاسې له هېواده جوړ نه کړي.

ناټو د کلونو په اوږدو کې له تاسې سره مرسته نه کوله خو اوس تاسې ته پوځي مرستې رالېږي، ځکه هغوی غواړي چې له خپلو پولو او قلمرو اخوا ستاسې په هېواد کې خپل دښمن سره ستاسې په اوږه ټوپک کېږدي او وجنګېږي، په دې جنګ کې چې د اوکراين د مشرانو دغلطو سياسي پرېکړو له امله به نښتی يوازې ستاسې وژل کېږئ يوازې ستاسې کورونه  ړنګېږي، يوازې تاسې مهاجر کېږئ، دلته د ناټو د نورو هېوادونو په خلکو هېڅ هم نه کېږي او لا یې هم ستاسې په دربدري کې ژوند او اقتصاد ښه کېږي.

له روسيې سره چې ستاسې په ژبه، قام او کولتور در ګډ دی مه مخامخ کېږئ ، له روسيې سره په ښه همکاري او نږدې رقابت کې ستاسې هرڅه خوندي اوملې ګټې مو ساتلي دي، ستاسې ګاونډی دی په ښو اړيکو درلودلو کې مو پرمختګ دی او لکه د منځنۍ اسيا جمهوريتونه په ښه ملګرتيا او نزدېکت کې به ورسره تاسې د پېشرفت خواته روان یئ او په هره بده ورځ کې مو تر څنګ ولاړ دی لکه د قزاقستان په وروستيو نه امنيو کې چې د هغوی تر څنګ ولاړ او متحد و. موږ پوهېږو چې ستاسې خلک او روسان له يو بل سره ډېر نږدې او له زړه نه له يو بل سره اړيکې لرئ او يو بل ته په زړه کې نه پخوانۍ کينه لرئ او نه هم اوس په دې سختو حالاتو کې يو بل بد ايسوئ، ځکه تاسې د ډېرو ښو او نږدې اړيکو تاريخ لرئ او د روسيې په شتون کې تاسې له ډېرو ښو پرمختګونو او اسانتياوو برخمن وئ.

 خو ناټو او امريکا به مو هېواد په ويرانه درته بدل کړي لکه سوريه، لکه عراق، لکه افغانستان، لکه ليبيا. نو لطفا لطفا خپل سياسي مشران پوه کړئ، راپورته شئ هغوی ته خپل پېغام ووایئ ، د نړۍ د هېوادونو له تجربو او د جنګونو له تاريخونو عبرت واخلئ مه پرېږدئ چې په لکونو خلک مو ووژل شي، ښکلی اوکرآين مو په کنډواله بدل شي او په ميليونونو کسان مو د ختيزې اروپا په کمپونو او هېوادونو کې بې سرنوشته ژوند وکړي.

 

د يو با ثباتې او سوله ييزې نړۍ په هيله

او د هيڅ انسان د نه وژل کېدو په امېد

د سوله غوښتونکو ځوانانو ټولنه

کابل افغانستان

2022/3/2

 

 

-------------------------------------------------------------

 سوله غوښتونکو ځوانانو ټولنه
د افغانستان د ځوانانو د سوله ييزو هڅو هنداره ده.

دا ټولنه په ۱۳۹۱ کال د باشعوره، سوله غوښتونکو او روڼ اندو ځواننو په مټ جوړه شوې دې چې يوازې د سولې او سوله ييزو چارو په برخه کې کار کوي.
کابل - افغانستان