له امنیتي ځواکونو سره همکاري د ځان ژغورولو اسانه لاره

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
محمدبشیر یوسفزوی
که چېرې خپل ناسم چلندونه او خویونه وګڼو نو کم نه دي، خو په دې کې ځینې داسې دي چې یا هیڅ زیان نه لري او یا ډېر کم زیان لري، مګر ځینې یې بیا داسې دي چې زیان یې زیات دی او موږ ټول یې زیان ګالو، یو له دغو ناوړه خویونو څخه دادی چې اکثره وخت موږ ګورو چې د جنایتونو، بریدونو، چاودنو او نورو ناوخوالو پرمهال د دې پرځای چې اصلي عاملین او جنایتکاران وغندو، برعکس امنیتي او دفاعي ځواکونو او مسوولینو ته بد رد وایوو
.
دا عادت ځکه ناسم دی او ځکه یې زیان موږ ټول ګالو چې اصلي دښمن چې دغه ناوړه عمل یې ترسره کړی، په منځ کې سلامت پاتې دی او د هغوی پرځای مو د ملامتۍ ګوته هغه چاته نیولې چې نه یوازې د پېښې او جنایت په پېښېدو کې دخیل دی، بلکې برعکس هره ورځ او هره شیبه په سړو، ګرمۍ، شپه او ورځ کې د دې لپاره ویښ اوبیدار وي چې ولس ارامه وي او په ډاډه زړه خپل ژوند وکړي.
موږ باید په خپل دغه خوی له سره فکر وکړو او له دې وروسته د جنایتکارو، تروریستانو او نورو ورانکارو د بدو اعمالو او کړنو له امله خپل اتلان ونه ښکنځو او دوی ته بد رد ونه وایوو، بلکې موږ باید تروریستي ډلې او ګروپونه وغندو، د دوی پر وړاندې د ټولنې د پوهاوي او بیداري کچه زیاته کړو، ترڅو له یوې خوا په ترهګرو او ورانکارو ډلو باندې ولسي فشار راشي او له بلې خوا څخه زموږ اتلان روحیه واخلي او د خپل هیواد او ولس د خدمت لپاره لا ویښه او بیداره شي.
د دې ترڅنګ دا هم مهمه ده چې هر افغان د مسوولیت احساس وکړي، هره لحظه او هره شیبه خپله خوا او شا په دقت وڅاري او که کوم څه یې داسې تر پامه ورغلل چې شک ورباندې کېدای شي، نو بیا دې سملاسي امنیتي مسوولین په جریان کې کړي او هغوی ته دې د اړوند مورد په اړه دقیق معلومات ورکړي، ترڅو هغوی اړوندې ساحې ته ځانونه ورسوي او مخکې له دې چې زموږ د هیوادوالو ژوند له کوم ناوړه خطر سره پېښ شي، نو دوی هر څه مدیریت کړي او په دې ډول دخلکو ژوند وژغوري.
هر وخت مو چې هیوادوالو دغسې انساني او مسوولانه چلند وکړ او خپل ناسم خویونه یې پرېښودل او خپلو امنیتي او دفاعي ځواکونو سره یې د همکارۍ روحیه په عمل کې وپالله، نو باور دی چې د ټولو ژوند به په خوښۍ کې تېر شي او د هیڅ کومې ناوړه پېښې ښکار به نشي.