منځنۍ اسیا سره د پرې شویو اړیکو بیا ټینګول

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
محمدروښان ښاد
منځنۍ اسیا او افغانستان لکه ور او در پوله په پوله سره پراته دي چې یو له بل یې رغېدن نشته او له همدې امله یې دوستانه اړیکې نه یوازې د افغانستان او منځنۍ اسیا، بلکې د سیمې د هیوادونو په ګټه دي. دلیل یې دادی چې منځنۍ اسیا د انرژۍ او ګازو د تولید پرېمانه زېرمې لري، جنوبي اسیا بیا انرژۍ ته اړه ده
، ځکه په کوردننه خپلې دغه اړتیاوې نشي پوره کولی، نو په دې خاطر د منځنۍ او جنوبي اسیا د اړتیاوو پوره کولو کې افغانستان اساسي رول ځکه لري، چې د سیمې او اسیا د څلور لارې په توګه ستراتیژیک موقعیت لري.
د افغانستان له دغه موقعیت څخه هم سیمه او هم خپله افغانستان زیات عاید ترلاسه کولای شي او هم د سیمې او افغانستان په ثبات او پرمختګ کې مهم رول لرلی شي، نو په همدې خاطر ولسمشر غني د منځنۍ اسیا هیوادونو ته په تېرو پنځو کالو کې پام زیات کړ، ځکه نوموړي ویلي وو چې خپل بهرنی سیاست به له ازبکستانه پیلوي چې هغه مهال خلکو ته د نوموړي دا خبره عجیبه غریبه اېسېدلې وه، مګر په تېرو پنځو کالو کې موږ ولیدل چې ولسمشر غني رښتیا هم له ازبکستانه شروع وکړه.
له ازبکستان سره د اړیکو د نوي فصل په جوړېدو سره د دواړو هېوادونو چارواکو د مناسباتو او همکاریو په موخه سفرونه وکړل. د سولې، امنیتي همکاریو او سیمه‌ييز نښلون لپاره د تاشکند نړیوال کنفرانس د ازبکستان یوه همکاري ده چې له دغه هېواد سره د اړیکو د نوي فصل په جوړېدو سره د کابل پروسې[1] په امتداد د ۱۳۹۷ د وري پر ۶مه ـ ۷مه جوړ شو.
په دغه کنفرانس کې نړیوالې ټولنې او د سیمې هېوادونو یو ځل بیا د کابل پروسې او د هغې د پرېکړو ملاتړ وکړ. د دغې ناستې د پای اعلامیې پر درېیو برخو، سولې او پخلاینې؛ له ترهګرۍ او نشه‌يي توکو سره پر مبارزې او سیمه‌ييزو اقتصادي همکاریو ټینګار کړی او له طالبانو یې غوښتي چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا او عمومي غونډې له پرېکړه‌لیک سره سم د افغانانو په مالکیت او مشرۍ د سولې وړاندیز ومني.
د ازبکستان په څېر د منځنۍ اسیا نورو هیوادونو لکه ترکمنستان، تاجکستان، قرغیزستان، قزاقستان او اذربایجان سره د افغان دولت د اړیکو او مناسباتو ښه والی د دوه اړخیزې همکارۍ د پیل لامل شو او په دې برخو کې ډېر زیات پرمختګونه شوي دي او لا هم د نورو پروژو د پیلولو او پرمختګونو هیله موجوده ده.