د حکومت د سولې لار نقشې هرکلی

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
 
ولسمشر غني تل د سولې په اړه واضح او قاطع خبرې کړې دي او دا یې په وار وار ویلي دي چې حکومت د سولې لپاره د ارادې ترڅنګ واضح برنامه هم لري، داسې برنامه چې په تطبیق سره به یې تلپاتې او باعزته سوله تامین شي. په لومړیو کې د سولې په خبرو زیات باور نه وو موجود او د سولې خبره د هیچا زړه ته هم نه لوېدله، مګر له حزب اسلامي سره د دولت د مذاکراتو له بریا وروسته د خلکو نظرونه او باورونه بدل شول
او ټولو دا ومنله چې ولسمشر غني د سولې لپاره صادقانه هڅې کوي او د دې ظرفیت لري چې څنګه خپل مخالفین د سولې بهیر له لارې عادي ژوند ته ستانه کړي.
د افغانستان په اړه د جنیوا ناستي پر دویمه ورځ [1]، جمهور رئیس غني د افغانستان د سولې لار نقشه نړیوالې ټولنې ته وړاندې کړه چې په هغې کې د پایداره سولې شرایط او چوکاټ په مدون او څرګند ډول طرحه شوي دي. دغه لار نقشه نه یوازې د نورو د پام وړ وګرځېده، بلکې نړیوالې ټولنې او خصوصا اروپایي ټولنې یې تود هرکلی وکړ او وې ویل چې دوی په دې برخه کې له افغان دولت سره هر ډول همکارۍ ته چمتو دي.
د دغې ناستې 39 ماده‌ييزې اعلامیې د حکومت د اصلاحي پروګرامونو د تأیید ترڅنګ، د ناامنیو، بېوزلۍ او فساد د عواملو په له منځه وړو ټینګار کړی. د افغانستان نړیوالو ملګرو د افغانانو په مشرۍ د سولې پر بهیر، بشري حقونو په ځانګړې توګه د ښځو حقونو ته پر درناوي، د افغانستان اساسي قانون ته پر درناوي، د افغانستان د وروستیو کلونو لاسته‌راوړنو د ساتنې او د لږه‌کیو د حقونو خوندیتوب یې د اصولو په توګه له طالبانو سره د سولې په مذاکراتو کې اړین بللي او د هغو پر ساتنه یې هوکړه وکړه.
له دې مخکې ډېرو دا ګڼله چې حکومت له وسله والو طالبانو سره د مذاکراتو اراده او ظرفیت نه لري، حتی خپله طالبان هم په همدې نظر وو، مګر د دغې لار نقشې له اعلان سره دوی دا ومنله چې ولسمشر غني د دې هر څه ظرفیت لري او په همدې خاطر د امریکا متحدو ایالتونو د سولې پروسه کې له عجلې کار واخیست او بې مشورې اقدام یې وکړ او همغه وو چې له لس میاشتو مذاکراتو وروسته بې نتیجې پایته ورسېدل.
 
 
 

[1]  د 1397 د لېندۍ 6مه او 7مه، سویس