د ملګرو ملتونو په ۷۴ مه عمومي مجمع کې د حمدالله محب د وینا ارزښت

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

محمدروښان ښاد

ښاغلی حمدالله محب چې د جنګ د همزولي او په جنګ کې د را لوی شوي نسل ځوان افغان کدر دی او د بدمرغه جنګ ډېرې شپې او شیبې یې مخامخ په وطن کې لیدلي او ګاللي دي، مګر په خپل همت او وړتیا د جنګ ځپلي افغانستان له غېږې څخه د خپلو زده کړو لپاره بهر ته تللی او له خپل تخصص سره بېرته د یو اصیل افغان په توګه راستون شوی

او دا مهال له جنګ او بحران څخه د افغانستان د اېستلو لپاره د ولسمشر غني په رهبرۍ او مشرۍ دا هڅه کوي چې څنګه خپل هیواد او هیوادوالو ته امنیت او ثبات راولي.

نوموړي پرون ناوخته د ملګرو ملتونو سازمان په غونډه کې وینا لرله. د حمدالله محب د وینا ارزښت په دې کې دی چې هر اړخیزه وه. هغه د افغانستان عمومي تصویر، د تروریستي ډلو او ګروپونو تهدیدونه، له افغانستان سره د نړیوالو همکاري او د دغو همکاریو ارزښت، د افغانستان پرمختګونه او لاسته راوړنې او په ولسواکۍ د افغانانو زیات باور او په همدې موخه په ولسمشریزو ټاکنو کې د ټولو خطرونو باوجود پراخ ګډون ته اشارې لرلې او بیا بیا یې له نړیوالې ټولنې څخه له دې امله مننه وکړه چې په افغانستان کې د بنسټونو جوړولو او د ولسواکۍ په بیا را پیلولو کې له افغان دولت او افغانانو سره سخاوتمندانه مرستې کړې دي.

نوموړي د خپلې وینا په پیل کې وویل، " د ویاړ خبره داده، چې یوازې دوه ورځې وړاندې شاوخوا درې میلیونه افغانانو د ترهګرۍ له ګواښونو سره خپل ژوند په خطر کې واچاوه او د افغان ځوانې ډیموکراسې په څلورمه دوره ولسمشریزو ټاکنو کې یې رایه ورکړه.

د هغو کسانو په منځ کې، چې رایه یې ورکړه نارینه، مېرمنې او آن لا داسې سپین ږیري شامل و، چې ښايي دا یې د ژوند وروستۍ رای اچونه وه. همدارنګه داسې ځوانان هم په کې و، چې نوي د رای اچونې سن ته رسيدلي او دا یې د ولسمشر ټاکلو لومړۍ تجربه وه. په ټاکنو کې داسې کسانو هم رایه واچوله، چې معلولان و او د رای اچونې تر مرکزه تګ ورته آسانه نه و.

زموږ په ولسمشریزو ټاکنو کې داسې کسانو هم برخه واخیسته، چې د لاس ګوتې یې د ۲۰۱۴ کال په ټاکنو کې د طالبانو لخوا پرې شوې وې، خو دوی بیا هم راووتل او رایه یې ورکړه.

مونږ یوازې د ولسمشر د ټاکلو لپاره رایه ورنکړه، بلکې ډیموکراسۍ ته مو رایه ورکړه، اساسي قانون ته مو رایه ورکړه، سولې ته مو رایه ورکړه، آزادۍ او ملي حاکمیت ته مو رایه ورکړه، هوساینې او وصل ته مو رایه ورکړه او د افغانستان اسلامي جمهوریت ته مو رایه ورکړه."

په رښتیا هم سږنۍ ټولټاکنې یوه معجزه وه او دا معجزه په یوازې ځان ولسمشر غني وکړې، ځکه چې له یوې خوا ټول سیاسیون او حتی د ولسمشریزو ټاکنو اکثره نوماندان د ټاکنو مخالف وو، ځکه دوی دا ګڼله چې له ولسمشر غني سره سیالي نشي کولای، نو په همدې خاطر یې موقت حکومت ته ارزښت ورکاوه، ترڅو د ونډو وېش کې دوی هم بې برخې پاتې نشي، مګر ولسمشر غني معجزه وکړه، هم یې په یوازې ځان ټاکنې وکړې او امنیتي او دفاعي ځواکونو هم معجزه وکړه چې د ټاکنو امنیت یې خوندي کړ او ولس په دې معجزه وکړه چې د ټولو تهدیدونو او خطرونو باوجود یې په ټاکنو کې پراخ ګډون وکړ.