دا میدان به وړي غني!

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
مطیع الله سحر
افغانانو چې خپل ټول عمر په ډېرو سختو حالاتو کې تېرکړی دی،  خو غواړي چې نور له هغو بدو حالاتو او شرایطو سره مخه ښه وکړي او په همدې خاطر دوی ټول په یو غږ د جمهوریت ملاتړي دي، ځکه جمهوریت د دوی حقونه او ازادۍ تامینوي او دوی ته د انساني ژوند زمینې برابروي
.
په همدې خاطرافغانان د سختو امنیتي ستونزو او اندېښنو باوجود هم د ټاکنو پروسه کې د ګډون او رایو ورکولو په موخه راووتل، مګر دوی ولیدل چې د هیواد امنیتي او دفاعي ځواکونو ډېر سخت تدابیر نیولي وو او په دې خاطر داسې کومه لویه پېښه رامنځته نشوه چې ټاکنو پروسه کې د خلکود ګډون مخه دې ونیسي.
 سږکال اتلس کسانو ولسمشرۍ ته ځانونه نومولي دي، مګر د دوی ټولو په منځ کې به یو کس بریالی کېږي او هغه ښاغلی غني دی، ځکه چې غني د دې وطن لپاره برنامه لري، وطن غواړي چې ولس له اوسنیو ستونزو او کشالو څخه وباسي او هیواد ته تلپاتې سوله ، امن، پرمختګ او عزت راولي او دا هغه څه دي چې عام افغانان یې غواړي.
ښاغلي غني په تېرو پنځو کالو کې خلکو ته دا ثابته کړه چې د ده طرحې او برنامې د دې هیواد لپاره اب حیات دي، ځکه چې په تېرو پنځو کالو کې یې د ګڼو ستونزو او د ډاکټر عبدالله د مزاحمتونو باوجود هم ډېر داسې کارونه وکړل چې ولس ورباندې حساب کوي او ورباندې ویاړي، نو په همدې خاطر په دا ځلي ټاکنو کې ولس په غوڅ اکثریت د ولسمشر غني ملاتړ وکړ.
ولس دا پرېکړه کړې ده چې مونږه یو ځل بیا هم ښاغلی غني غواړو. ځکه چې ښاغلي غني د هیواد او ولس په غم کې دی او ولس چې ورته څه وايي هغه تر سره کوي. لکه څنګه چې په تېرو ټاکنو کې  له خپل ولس سره دا وعده کړې وه چې ستاسو د اوښکو حساب به له دښمن سره کوم او هیواد ته به هم تل پاتې او با عزته سوله راولم. له خپلې وعدې سره یې سم د هیواد والو د اوښکو پوښتنه وکړه د هیواد والو د زړه خبره یې واورېدله چې څه غواړي، ټولو هیواد والو له بېکارئ څخه سر ټکاو. د دوی له بېکارۍ لپاره یې د هیواد دننه پروژې پرانیستلې چې زیات هیواد وال مو په کار شول.
او همدا شان یې د هیواد بزګرانو لپاره له هیواده بهر څخه د وچو او تازه مېوو ته بازار پیدا کړ او زمونږه  خپل مالونه اوس په ښه بیه د نړۍ نورو هیوادونو ته ځي. چې د ښاغلی غني په دې کار سره ولس ډېر زیات خوشحاله شو ځکه چې یو خو د دوی مالونه په نورو هیوادونو کې په ښه بیه خرڅېږي او بل په هیواد کې مو بېکاري هم کمه شوې ده. باور دی چې دا ځل به غني تر پخوا هم زیات کار او خدمت وکړي.