امنیتي ځواکونه به منئ!

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

مطیع الله سحر
تر دا پرونه پورې به ډېرو دا ویل چې ټاکنې نه کېږي او ځکه نه کېږي چې امنیت نشته او زموږ امنیتي ځواکونه په یوازې ځان د ټاکنو امنیت نشي نیولای، مګر پرون مو ولیدل چې د هیواد په ګوټ ګوټ کې زموږ مېړنیو سرتېرو په ډېره مېړانه د ټاکنو امنیت خوندي کړ او وسله والو مخالفانو ته یې د دې اجازه ورنه کړه چې زموږ په هیوادوالو او د رای ورکولو په مرکزونو هغسې بریدونه وکړي، لکه ځینو یې چې وړاندوینه کوله
.
زمونږ زړور امنیتي او دفاعي ځواکونه په خپل ټول قوت سره له خپل هیواد او ولس څخه ساتنه کوي، ځکه خو یې شپه او ورځ په ځان یوه کړې ده او خپلو دندو ته یې دوام ورکړی. دوی وايي تر څو چې په هیواد کې مو ارامي نه وي راغلې او د بې ځایه وژنو او وحشتونو مخه مو نه وي نیولي، نو دوی به کرار نه کېني او د افغانستان دښمنان به په هر ځای کې پیدا او وځپي.
زمونږه امنیتي او دفاعي ځواکونو د هیواد په هر ګوټ کې د دښمن پر وړاندې عملیات شروع کړي او د دغو عملیاتو په نتیجه کې یې دښمن مات کړی او  په شایې تمبولی دی. دښمن مو له څو لسیزو راپه دې خوا په هیواد کې ډېرې ناخوالې رامنځته کړي ، ځکه چې په ښارونو او عامه ځایونو کې چاودنې او بریدونه کوي، خلکو ته د سر او مال زیانونه اړوي، د انکشافي پروژو او ملي پروسو مخه ډب کوي. دوی غواړي چې خلک وروسته پاتې او په تیارو کې وساتي، مګر زموږ ویاړلي ځواکونه به هیڅ وخت دوی ته د دې اجازه ورنه کړي چې خپلو شومو موخو ته ورسېږي.
خو د خدای په فضل او د امنتي ځواکونو په قوي هوډ او ارادې سره اوس دښمن دا زړه نشي ښه کولی چې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو پر وړاندې وجنګېږي او میدان ترې وګټي. دوی د هرې جګړې په پای کې له سختې ماتې سره مخ شوي دي. که خدای کول د دغو سرښندویه زمریانو د هلو ځلو له برکته به افغانستان یو ځل بیا ثبات او خپل تېر عظمت ته ورسېږي او یو ځل بیا به زموږ هیوادوال په ارامه او سوکاله فضا کې د ژوند ساه واخلي. د دې لپاره باید ولسونه له خپلو امنیتي او دفاعي ځواکونو سره همکار واوسي او د دوی ټینګ ملاتړ وکړي، ځکه لکه څنګه چې موږ هره شیبه دوی ته اړتیا لرو، همداسې دوی هم ولسي ملاتړ ته ضرورت لري.