افغان امنیتي ځواکونو خپل ځان ثابت کړ

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
 
محمدروښان ښاد
سږکال د ولسمشریزو ټاکنو په نه ترسره کېدو خلک له دې امله هم باوري وو چې دوی ویل امنیتي شرایط د دې اجازه نه ورکوي چې ټاکنې دې ترسره شي. دوی ویل چې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه به په یوازې ځان په دې
ونتوانېږي چې په ټول هیواد کې د ټاکنو امنیت خوندي کړي، ځکه چې نړیواله ټولنه د ټاکنو له ترسره کېدو سره چندان لېوالتیا نه لري او په دې خاطر به د امریکا په ګډون د ناټو عسکر د ټاکنو د امنیت برخه کې همکاري ونه کړي.
حتی ځینو به داسې تبلیغوله چې د ټاکنو په ورځ به وسله وال طالبان د وینو ویالې وبهوي، موټر بم بریدونه، چاودنې او تروریسي پېښو کې به ډېرو خلکو ته د سر او مال زیانونه واړوي او له همدې امله یو شمېر وېرندوکي خلک له خپلو کورونو څخه هم را ونه وتل، مګر د دې ټولو اوازو باوجود امنیتي او دفاعي ځواکونو هیوادوالو ته بشپړ ډاډ ورکړی وو او ورته ویلي یې وو چې دوی دا توانایي لري چې د ټاکنو امنیت خوندي کړي او دښمن ته به هیڅ د دې اجازه ورنه کړي چې په ټاکنیزو مرکزونو باندې بریدونه وکړي.
همداسې وشول، په ټول هیواد کې یوازې یو څو پېښې وشوې چې چندان تلفات یې نه لرل. د ټاکنو لپاره د دغه ډول امنیتي تدابیرو نیول او د دښمن د بریدونو خنثی کول واقعاد ستاینې وړ کار دی او دا زموږ د امنیتي او دفاعي ځواکونو قوت ښیي. دا په دې مانا دی چې دښمن له دوی سره د مخامخېدو جرئت نه لري او په دې خاطر دوی ونه توانېدل چې د خپلو بهرنیو بادارنو په لمسون زموږ په هیوادوالو باندې د رای ورکولو بهیر کې د ګډون پرمهال تروریستي بریدونه وکړي.
تر هغو چې زموږ دغه ویاړلي امنيتي او دفاعي ځواکونه وي، نو تر هغو به افغانستان وي، دوی د هیواد صادق بچیان دي چې شپه او ورځ د هیواد په هره ګوښه او څنډه کې د خپلو هیوادوالو د ساتنې او خوندیتوب لپاره ستونزې ګالي، کوښښونه کوي، سرښندنې کوي او خپل خلک د دښمن له وحشت او دهشت څخه ژغوري. زموږ ویاړلو امنیتي او دفاَعي ځواکونو یو ځل بیا خپله مېړانه وښوده، دوی یو ځل بیا خپل ځانونه ثابت کړل. د دوی دغې وطنپالنې او سرښندنو ته دې زموږ ټولو سلام وي. د امنیتي او دفاعي ځواکونو دغه مبارزې موږ ته زېری راکوي چې دښمن مات شوی، ځپل شوی او که خدای کول ډېر ژر به زموږ هیواد او هیوادوال د دوی له وحشتونو څخه نجات ومومي.