د افغانستان او روسيې د دوستۍ سلمه کالیزه

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

ف. ځلاند

د روسيې په پایتخت مسکو کې د افغانستان او روسيې د دوستۍ د سلمې کالیزې په پلمه یوه غونډه جوړه شوې چې په دغه غونډه کې یو شمیر جهادي مشرانو او د طالبانو د غورځنګ د سیاسي دفتر غړیو چې په دوحه کې دفتر لري ، برخه اخیستې. دغه غونډه  او د هغې جوړېدل یو څه عجیبه ښکاري او یو لړ پوښتنې رامنځ ته کوي، ځکه غونډه د افغانستان او د روسيې د فدراتیف د سل کلنې دوستۍ د لمانځلو په ویاړ جوړه شوې وه

 چې د نړیوالو قوانینو او د دولتونو ترمنځ د اړیکو د اصولو بربنسټ باید په دغه غوونډه کې د افغانستان او روسيې ددولتونو استازیو ګډون درلودلی، خو غونډه د دوو دولتونو ترمنځ نه وه جوړه شوې او د افغانستان ددولت له لوري رسمي هیات شتون نه درلود. د بلې خوا د ګډون کوونکو ویناوې د افغانستان د سولې پر موضوع را تاوېدې ، نه د سل کلنې دوستۍ په اړوند. که دا غونډه په رښتیا ددې دوو هیوادونو ترمنځ ددوستۍ د سلمې کالیزې د لمانځلو په ویاړ جوړه شوې وي نو په کار وه څو د دواړه هیوادونو یانې د افغانستان د دولت او د روسيې ددولت استازیو په کې ګډون کړی وای . د روسيې له لورې دې اصل ته پاملرنه شوې وه په دې مانا چې د روسيې د بهرنیو چارو د وزارت استازیو او د هغوی له خوا رابلل شویو کسانو په دغه غونډه کې ګډون کړی ؤ او غیر رسمي څېرې چې د روسيې ددولت له اجازې پرته راغلي وي هلته شتون نه درلود . خو د افغانستان د لورې د افغانستان د دولت پرځای،  غیر دولتي څيرو چې څرګنده نه ده د چا په استازيتوب او څرنګه دغه غونډې ته رابلل شوي ول ، ګډون درلود. دغه څېرې په افغانستان کې د چور ، غلاو او مختلفو جرمونو سابقه لري او په یوه اوږده موده کې يې د افغانستان خلک په مختلفو بڼو ځورولي او کړولي او د افغانستان خلک له دغه فسادو کړیو کرکه او نفرت لري، همدارنګه ددولت مخالف څېرې چې د افغانستان ددولت پر خلاف وسله واله جګړه پرمخ بیايي هم په دغه غونډه کې ګډون کړی ؤ . د غونډې دا ډول جوړښت دا پوښتنه رامنځ ته کوي چې آیا روسیه وروسته له سل کلونو د افغانستان سیاسي واکمنۍ ته درناوی لري؟ او آیا د افغانستان تر وړاندې د ښه نیت او ارادې له مخې داسې غونډو ته سازمان ورکوي؟ داسې ښکاري چې روسيه د افغانستان د دولت په نشتون او یا د افغانستان د قانوني دولت چې د ملګرو ملتونو او د روسیې له لوري هم په رسمیت پېژاندل شوی په حذفولو سره د افغانستان پر سیاسي حاکمیت او واکمنۍ یو ځل بیا څرګند تېری کړی او غواړي د افغانستان حالات، چې لا هسې هم ترینګړي دي او د روسیې دولت ددغې ترینګړتیا او بې ثباتې یو هم عامل  دی، نور هم ترینګړي کړي او د ناوړه حالاتو څخه په خپله ګټه فایده اوچته کړي او حالاتو ته د افغانستان په زیان د  روسيې د ګټو او مقصدونو پر بسټ بدلون ورکړي. 

 نو آیا روسیي چارواکي خپل ګاونډي هیوادونو ته اجازه ورکوي څو د روسيې ددولت په غیاب کې د روسيې ددولت مخالفین راټول او د روسيې د راتلونکي په اړوند پریکړې او فیصلې وکړي؟ څرګنده ده چې داسې اقدام به د روسي مقاماتو د غصب سبب شي.

دغه غونډه  د روسيې د بهرنیو چارو د وزیر په وینا پیل شوه چې ځنې مهم مسایل يې د افغانستان په اړوند لرل ، هغه په خپله وینا کې د افغانستان د راتلونکي دولت د جوړښت او ترکیب په اړوند وویل چې د افغانستان  راتلونکې دولت  باید واحد چې لږکی په خپل جوړښت کې ولري. د لږکیو څخه د مسکو مقصد هغه څېرې او ډلې ټپلې دي چې د روسيې د ګټو نیابت کوي او په تیرو لسیزو کې يې د روسيې په اشاره او ملاتړ افغانستان له ژور کړکېچ  او کورنیو جګړو سره مخامخ کړ او نن ځنې يې همدغه غونډې ته رابلل شوي ول چې د خبرو وخت هم ورکړل شو. څرګنده ده چې روسیه غواړي خپل لاسپوڅي د افغانستان په سیاسي واکمنۍ کې وساتي او د خپلو دغه مزدورانو له لارې افغانستان د خپلو ګټو په حاله کې وساتي. خو نوموړي هېره کړې چې افغانستان یو دموکراتیک اساسي قانون لري چې د افغانستان د ټولو خلکو حقوق په کې په روښانه توګه بیان شوي او د روسيې سپارښتنو ته اړتیا نه لري. نوموړي له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو پر بشپړ وتلو هم تاکید وکړ. دغه ځواکونه د روسيې او په ګډون د افغانستان د نورو ګاونډیانو په موافقه افغانستان ته راغلل او روسيې او نورو ګاونډیو هیوادونو خپله ځمکه او هوا د امریکې او ناتو ځواکونو دپاره پرانیستله او هغه ډله چې نن د مسکو منلي مېلمنه ده ، پرون دوی د دهشتګرو په نامه ددوی له پرځولو او ټکولو هرکلی کړی ؤ.    

د وینا کوونکو ویناوو هم همدغه پیغام درلود ، چې طالبان یوې معاملې ته چې ددوی شتون او واک ضمانت کړي ، را وبولي. پخواني ولسمشر حامد کرزي په ډېر سخاوت سره د افغانستان او روسيي دوستانه اړیکي تر دریو  پیړیو هم پسې وغزول او د افغانستان په راتلونکي کې يې د روسیې د زیات او فعاله ګډون غوښتنه  وکړه. عطامحمد نور هم پې له ځنډه له طالبانو سره د بحث موضوع ته ورګډ شو چې کابلوف يې د خبرو د لنډولو غوښتنه وکړه.

عطامحمد نور طالبانو ته د خپل جهاد یادونه وکړه او هغوی ته يې وویل چې زموږ او ستاسې ترمنځ هيڅ توپیر نشته کوم څه چې تاسې يې غواړئ موږ يې هم غواړو. نوموړي طالبان معاملې ته را وبلل او افاده يې کړه که موږ سره جوړ شو نو بهرنیان به رخصت کړو ، که داسې نه شي نو جګړه به دوام وکړي او دوی به د ځان د ساتلو دپاره اړ شي ، له نورو هیوادونو مرسته تر لاسه کړي او جګړه به دوام وکړي. نوموړي هغه وخت ته هم اشاره وکړه چې طالبانو په سلو کې ۹۵ د افغانستان خاوره تر خپلې واکمنۍ لاندې درلوده او ويې نه شو کولی خپل واک وساتي ځکه دوي د نړیوال زبرځواکونو په مشرئ د هغوی واک و پرځولو، او واک يې تر لاسه کړ. خو طالبان له منځه لاړ نه شول او د نورو هیوادونو په مرسته يې خپل ځواک او شتون وساته نو ځکه جګړه تر ننه دوام لري او که موافقه ونه شي نو دا جګړه به دوام وکړي. عطامحمد چې له تیرو خبرو بې لاس ته راوړنې او تش لاس تللی ؤ نو دا ځل يې تاکید کاوه چې په دې خبرو کې یوه لاس ته راوړنه باید ولري ، لږ تر لږه د اختر په ورځو کې. دلیل دا کېدی شي چې دوی د دولت د بې اعتباره کولو او بې ثباته کولو دپاره یو لاس وند ولري او ووايي دادی موږ لاس ته راوړنه لرو او بیا د موقت یا انتقالي دورې نغاره توده کړي ، ځکه په تیرو څو میاشتو کې ددوی کړنې ددوی د زیاتې رسوايۍ او بې اعتبارۍ سبب شوې وې.

د اتمر او نورو ویناوالو د خبرو محتوا او پیغامونه هم همدا شان ول او د عذر او زاریو د لارې او د روسانو د فشار او ملاتړ د لارې د کوم کوچني امتیاز د تر لاسه کولو دپاره يې خپلې لمن ځولۍ کړې وې.

د طالبانو دريځ روښانه ؤ ، د بهرنیو ځواکونو وتل يې د سولې او اوربند اصلي او لومړنی شرط وبللو. طالبانو په غير مستقیم ډول یو بل پیغام هم ورکړ او هغه دا چې دوی د مسکو د لارې نه بلکې د امریکې سره د خبرو د لارې سولې ته د رسېدو تکل لري ځکه د طالبانو استازي وویل چې دوی له امریکایانو سره په خبرو کې زیات پرمختګ کړی او دې بهیر ته به دوام وکړي، هغوی د امریکایانو سره د خپلو خبرو څخه رضایت څرګند کړ، دا په حقیقت کې امریکانو ته د ډاډ ورکول ول چې اصلي پریکړې به هلته له امریکایانو سره کېږي او مسکو ته يې خپل راتګ یو تبلیغاتي اقدام وبللو څو د مسکو له تریبیون څخه  خپل غږ اوچت کړي.

د طالبانو په خبرو کې هم یو ډول تناقض هم موجود ؤ ، ځکه دوی افغاني خبرې اترې تاییدې کړې خو د افغاني خبرو اترو لوری يې مشخص نه کړچې افغاني لوری کوم او څوک دی؟. دوی د افغانستان له دولت سره خبرې ځکه رد کړې چې ددوی له انده  دا یو لاسپوڅی دولت دی چې د افغانستان د خلکو استازیتوب نه کوي او هيڅ ډول واک او صلاحیت نه لري...، خو دوی ونه ویل چې دوی له چا سره په جګړه بوخت دي؟  آیا جګړه يې له همدې لاسپوڅي دولت سره روانه  نه ده؟ په جګړه کې د همدې دولت سرتیرې او منسوبین وژل کېږي، سوله د جګړې له طرف سره کېږي ، نو بیا پوښتنه داده ستاسې افغاني لوری څوک دی؟ دغه څېرې چې په مسکو کې له تاسې سره خبرې کوي آیا هغه کسان نه دي چې بهرنیان يې افغانستان ته راوستل او پرتاسې يې د لویو بمونو د غورځولو غوښتنې کولې؟  آیا همدوی د بهرنیانیانو ځمکنی پوځ نه جوړاوه؟ او د بهرنیانو تر پوځي چتر لاندې يې تاسې ونه شړلۍ او ستاسې په زرګونه سرتیري يې ونه وژل؟  او واک يې له تاسې تر لاسه نه کړ؟، څلوارلس کاله همدغه حامد کرزي د بهرنیانو تر پیاوړي شتون لاندې واکمني و نه کړه، ، نو آیا کرزی او دا نورې څېرې چې تاسې سره اوس غاړې غړۍ ناست  دي لاسپوڅي نه ول؟ آیا دوي ملي شخصیتونه دي ؟ آیا دوی په زرهاو جنایتونو کې لاس نه لري؟ نو که ستاسې خبرې رښتیاو چې د لاسپوڅو سره خبرۍ نه کوئ ، نو ستاسې دا خبرې څه مانا لري؟. آیا دا کار داسې مانا نه ورکوي چې تاسې هم خپل واک او اراده نه لرئ !!! آیا ستاسې واک هم له پاکستاني جنرالانو سره نه دی؟ آیا مسکو ته ستاسې راتګ ، د پاکستان او روسیې د اړیکو تر اغیز لاندې نه دی؟ که سولې ته ستاسې اراده رښتنې وي نو باید د جګړې له طرف سره خبرې وکړي، د جګړې طرف د افغانستان موجود دولت دی، نه مسکو. خو حقیقت دادی چې پاکستان او روسیه د اوسني دولت په بې ثباته کولو کې خپلې ګټې ویني ، نو ځکه تاسې له هغه کسانو سره چې په اوسنۍ حالت کې کوم رسمي مکلفیت نه لري ، خبرو ته اړباسي.

طالبانو دا هم وویل چې دوی واک نه انحصاروي او چمتو دي نورې ډلې هم له ځانه سره ولري. ددې خبرې مانا داده چې دوی له همدا اوسه ځانونه د افغانستان اصلي واکمنان بولي او د روسیې ، ایران او پاکستان د خوښۍ دپاره به دغه څېرې هم په واک کې له ځانه سره ومني . دوی خپل بل مهم هدف د اسلامي نظام جوړول وبلل، خو دوی اسلامي نظام تعریف نه کړ چې ددوی له نظره دا څرنګه دولت دی؟ پاکستان هم اسلامي دولت دی چې د نړۍ له فاسدترینه هیوادونو څخه ګڼل کېږي، آیا د پاکستان په څير اسلامي دولت غواړي، مجاهدینو هم هماغه بېلګه کاپي کړې وه چې افغانستان يې د وحشت او دهشت کندې ته ګوزار کړ.... طالبانو په افغانستان کې دداسې دولت د جوړیدو غوښتنه وکړه چې د افغانستان د خلکو استازیتوب وکړي. داسې دولت چې د افغانستان د خلکو استازیتوب وکړي یوازې د ټاکنو د لارې ممکن دي ، نه د جګړې او زور او نه د مسکو او دوحې د لارې. نو طالبانو ته په کار ده چې د رښتنو او آزادو ټاکنو دپاره د زمینې د برابرولو غوښتنه وکړي ، چيرې چې د افغانستان خلک وکړی شي بې له ډاره په خپله خوښه خپل راتلونکې نظام غوره کړي. داکار د عمومي بې وسلې کولو دلارې او د رڼو انتخاباتو له لارې ممکن دی.

د مسکو د خبرو هدف او پایله دا کېدی شي چې روسیه ، ایران او پاکستان غواړي افغانستان د تل له پاره تر خپل اغیز لاندې راولي، ددې دپاره هڅه کوي څو د طالبانو او د تش په نامه اپوزیسیون یو ایتلاف رامنځ ته کړي. د افغانستان تش په نامه اپوزیسیون هم غواړي خپل مړه بدن ته نوې ساه ورکړي او د مسکو پام  او ملاتړ ځانته را واړوي. خو لکه چې وویل شول طالبان هم خپل واک نه لري ، ددوی معامله د اسلام آباد په معاملې پورې تړاو لري او د اسلام آباد ژوند د سعودي او عربي هیوادونو په پیسو پورې تړاو لري. چې په لږې اشتباه میلیاردونه ډالره له لاسه ورکولی شي. نو ځکه اسلام آباد د دوه رنګۍ او دوه مخۍ سیاست پرمخ وړي چې پایلې به يې د پاکستاني واکمنانو په ګټه نه وي.