وکیلان دې د ولس باور ته درناوی وکړي

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

ګلرحمن رحماني

 

په ډیرو سختو حالاتو کې د افغانستان وګړو خپلې قیمتې رایې استعمال کړی دوی هیله دلوده چې شاید دا ځل ولسې جرګې ته د ولس ریښتونی استازي لاړ شی او زموږ ستونزی حل کړی ځکه ولس له ډیرو ستونزو سره لاس او ګریوان ده .کله چې د افغانستان د ۳۳ ولایاتو څخه بریالیو نوماندانو په ولسې جرګه کې خپل فعالیت شروع کړ د ریس په ټاکلو اختلافات رامنځ ته شو او دغه اختلاف په ناندریو واوښت.

د میر رحمان رحمانی ډلي ویل چې رحمانی کامیاب ده ځکه میر رحمان رحمانی د اصولی صیب څخه ډیری رایې تر لاسه کړی او د اصولی صیب ډلي ویل چی میر رحمان رحمانی ناکام دی ځکه میر رحمان رحمانی (۵۰+۱) رایې ندی وړی په همدی اساس باید د ریاست څوکې لپاره دوه نور اشخاص ځانونه نوماند کړی تر څو د هغو تر منځ سیالي وشی .

د دواړه لوري څخه یو هیت وټاکل شو تر څو د دواړو رایې په ارشیف کې وشمیری تر څو هغه یوه رایه معلومه کړی چې د رحمانی صیب طرف باطله یادوله خو دا چې څوک به د جرګې مشر وټاکل شی راتلونکې وخت به یې روښانه کړی .

د ولسې جرګې د داخلی وظایفو له مخی هر څوک چې په کومه رایه نیوکه لری باید په یاده ورځ شکایت وکړی وروسته له هغه د شکایت قانونی حق نه لری خو دا چې دلته ځینی وکیلان له خپل دندی څخه ناخبره دی نو لدی معلومیږی چې په ولسې جرګه کې د ګوتو په شمیر هغه خلک شتون لری چې د دی هیواد قانون ته وفاداره او د دی ځوریدلی او کړیدلی ولس ریښتینی استازي دی .

کله چې د ولسې جرګې پایلې اعلان شوی نو ډیر افغانان خوښ بریښیدل دوی پدی یقین درلوده چې دا ځل ولسې جرګې ته ټول تعلیم یافته ، نوی ځوان قدرونه او تجاران تللی د دی وکیلانو هدف یواځی افغان ولس ته خدمت کول دی ځکه دوی پیسو ته اړتیا نه لری او هر څه د قانون سره سم کوی ، خو داسی ونه شول دوی د افغانانو هیلی په اوبو لاهو کړی ځکه دوی د ریاست په څوکې جوړ نه راځی نو دوی به ولس ته څنګه خدمت وکړی ؟

که موږ د نورو هیوادونو پارلمانونو ته وګورو نو تر ډیره پارلمان ته هغه اشخاص لاره پیدا کوې چې د یاد هیواد د ټولو قوانینو تر څنګ د پارلمان په ټولو اصولو پوه وی دا چې دوی له لمړی سر څخه په قانون ماتونه پیل وکړ او جرګه یې په دری برخو (بی طرف ډله ، د اصولی صیب ډله او د میر رحمان رحمانی صیب) باندی وویشله نو ګیله له چا کوی ؟

که موږ په افغانستان کې د تیر ۱۸ کلن پارلمان ته وګورو نو د ټولو ناخوالو زیږنده همدا پارلمان ده ځکه له همدی پارلمان څخه په الکترونیکی تذکره کې د افغان او اسلام د نه لیکلو کلیمه راپورته شوه ، ژبنی ، سمتی تعصباتو ته لمن له همدی ځایه څخه راپورته شوه ، ملی مسایلو ته لمن وهل له همدی ځایه راپورته شوه ، د هیواد په امنیتی ، دفاعی او کورنیو چارو سیستم کې لاسوهنه دوی کوی .

د ولسې جرګې دنده او مسولیت لکه څنګه چې پوهیږو قانون جوړونه ده، نو په همدې اساس له ټولو وکیل صاحبانو څخه هیله لرم چې نور پدې ځورېدلي ولس رحم وکړی خپل مسوولیت په سمه توګه ادا کړی تر څو خلک په اینده کې په ولسې جرګه باور وکړی .