غني د سولې نه، د دویم ګندمک مخالف دی

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
محمدروښان ښاد
په دې کې شک نشته چې د تېرو څلوېښتو کالو د جګړو له امله به افغانستان ناچاره وي، کمزوری به وي، افغانان به مجبور او بې وزله وي، مګر ولسمشر غني نه ناچاره دی، نه کمزوری دی او نه مجبوره دی. غمر خوړلی او له ځانه ووړ، خو د پیاوړو ارادو لرونکی غني د خپل هیواد او هیوادوالو د عزت، حیثیت، وقار او هوساینې لپاره خپل لیدلوری او برنامې لري
او په همدې خاطر یوازې له خدای او د ولس له ارادې مه واره نه چاته تسلیم دی او نه هم تسلیمېږي.
ښاغلي غني بار بار او په وضاحت سره ویلي دي چې زما بادار ولس دی او له ولس مه واره تراوسه مور داسې زوی نه دی زېږولی چې په ما دویم ګندمک لاسلیک کړي. هغه وایي هغه ورځې او شپې تېرې شوي او غویانو خوړلي چې د افغانستان برخلیک به د افغانانو له ارادې او مشورې پرته پردیو ټاکه.
افغانستان اوس نظام لري، منتخب حکومت لري، ملي زعیم لري، پیاوړې اردو لري، هر څه برقرار دي، نو په دې اساس هیچاته د دې اجازه نه ورکوي چې په بهر کې د تړلو دروازو تر شا د سولې په نامه شوی تړون په ولسمشر غني ومني او یا یې لاسلیک کړي. که د سولې خبره وي، نو د افغانانو په استازولۍ او مالکیت به د هیواد دننه د ټولو په مخکې حل او فصل کېږي. هیڅوک د دې حق نه لري چې د افغانانو د برخلیک په مهمه مسله کې افغانان محروم کړي، هر څه په خپله خوښه فیصله کړي او بیا یې د مشروعیت او لاسلیک لپاره افغان ولسمشر ته وړاندې کړي.
ولسمشر غني نه یوازې د سولې مخالف نه دی، بلکې اوسني وضعیت ته د سولې په رسېدو کې د هغه له ارزښتانکو هڅو او اقداماتو څخه هیڅوک هم سترګې نشي پټولی، بلکې غني د دې مخالف دی چې د سولې په نامه د یو بل جنګ، د یو بل بحران او د ولس له خوښې، رای او ارادې پرته د یو بل جوړښت منلو ته نه چمتو دی او نه یې څوک ورباندې منلی شي. غني په خپله خبره کلک ولاړ دی او ان د مرګ تر ورځې به ورباندې ولاړ وي، ځکه چې غني د یو عظیم ولس مشري کوي او هغه هم په ډېرو سختو شیبو او کلونو کې او دغه مشري له دغسې پیاوړې ارادې مه واره ناشونې ده.
نو د امریکا متحد ایالتونه او طالبان دې په وازو غوږونو واوري چې پر ولسمشر غني د زور او فشار له لارې هیڅ هم نشي تحمیلولی، ځکه هغه وایي چې افغانان په زور جنت ته نشې بېولای، خو په رضا او دلاساینه دوزخ ته هم درسره ځي. نو که وسله وال طالبان او امریکا په رښتیا هم په افغانستان کې د جنګ پایته رسېدو او د سولې تامین ته ژمن وي، نو بیا دې د سولې معقوله او بین الافغاني لاره اختیار کړي چې هم ستونزې په کې تشخیص شي، هم نتیجې ته ورسېږي او هم د ولس رضایت په کې ترلاسه او د دوی اندېښنې ځواب شي، له دې مه واره ولسمشر غني د هیڅ ډول تړون او جوړجاړي منلو او لاسلیکولو ته چمتو نه دی.