په ایران کې موجودې ستونزی او د افغانانو لالهاندي

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

عقیل احمد( راسخ)

( فرهنګی او دیپلوماتیکی وړتیا ته ضرورت)

له بده مرغه افغانستان ډیر کلونه کیږی چې د دوو ګاونډیو سره په ستونزو کې ښکیل دی. دغه ستونزی د انګریزی استعمار څخه په میراث پاتې دي. د ایران ټولنه اوسنیو کلونو کې د اخوندی رژیم د ظلمونو له کبله په خپله هم ګڼو مشکلاتو سره مخامخ ده. 

دوی بی شمیره اقتصادی، سیاسی او ټولنیزی ناخوالې لري. په تیرو څو کلونو کې د ایران ولس مظاهری وکړی، خو  اخوندی رژیم خپل ولس په بیرحمۍ سره وځاپه. دوی د چاپیریال ساتنی هغه علمی سرمایه چی د بشریت او د ایران د سالم پاتی کیدو لپاره یی غږ اوچت کړ او اخوندی رژیم ته خپلی علمی او مسلکی نظریی وړاندی کړی وې، یو په بل پسې  ووژل. خپل مسلکی باتجربه کارکوونکی یې له هیواد څخه فرار ته مجبور کړل، لایق لیکوال او هنرمندان یې یا بندی یا یی  ووژل، اوس د ایران هغه صنعتی، علمی او فرهنګی ظرفیت نشته چی څلویښت کاله مخکی په سرعت سره  پر مخ روان و. ایران یو متعصب واکمن رژیم لری  چې په تیره بیا  افغانان یی ډیر توهین کړل، پدرسوخته، لعنتی او نور نومونه یی ورباندی کیښودل، خو په عین وخت کی یی سوریی ته د جنګ لپاره هم ولیږل او ښه ډیر افغانان مو هلته شهیدان شول.  دوی یوې خبری ته ډیر غره دی چی ګواکی تر موږ څخه پوه، دمطالعی خاونداو او با فرهنګه دی، دې ته نه ګوری چی موږ دا څلویښت کاله په جنګ کی اخته یو.  د دوی اخوندی رژیم زموږ په نظام، امنیت، سیاست، انتخاباتو، ملي پروژو او د ابو په منابعو هم کار لری. تر دوو میاشتو مخکی یی برالا د اشرف غنی په وړاندی د داکتر عبدالله پلوی کوله، دا په دی خاطر نه چې دوی ريښتیا هم د عبدالله ډیر کلک خواخوږی دی، بلکی په دی خاطر چی  دا دوه مشران یو دبل په وړاندی وننګوی  او شخړی زیاتی کړی. خو کله چی د دواړو مشرانو ترمنځ سیاسی توافق وشو، ایران  نور تخریبی او تحریکی اقدامات پیل کړل، دوی په پوله یو شمیر افغانان سیند کی واچول او د افغان مهاجرو پر یو موټر یې د ډزو پر مهال دری تنه وسوځول.  اوس موږ ډیر په دی خپه یو چی یو شمیر فیسبوکیان د ایران پلوی کوی، او دایران دغه تحرکات چی دسولې روانه پروسه خنډ سره مخ کوی  او د طالبانو یو ګروپ جلا کول غواړی ترڅو جګړی ته دوام ورکړی، توجیه کوی. . ظالمو ایرانیانو کلونه کلونه زموږ په ځوانانو سخت کارونه  کول، هغوی به یی په مخدارتو روږدی کړل او په اخر کی به یې د مزدوری پیسې هم نه ورکولی او په سلو ستونزو اخته به یی بېرته را ولیږل. دا لوبې او ظلمونه کلونه کلونه روان وو.

له بده مرغه هغه مشر چی د فاطمینیو د لښکر د پیاوړی کولولپاره یی افغان ځوانان ورلیږل، په دی غمیزه هیڅ عکس العمل ونه ښود، هغه مشر چی دایران سفارت ته د سلیمانی د مړینی د تسلیت لپاره تللی و عکس العمل ونه ښود، هغه مشر چی لس کاله یی د افغانستان د لویدیز د سیندونو د مهارولواو  دبندونو د جوړلو پروژې د ایران د ګټو په خاطر توقف کړی وی، هغه هم کوم عکس العمل ونه ښود، خو هغه چا چې عکس العمل وښود او پر خپلو هیواوادلو یی وروسته تر ډیرې مودې له ظلمونو څخه پرده پورته کړه د فیسبوکیانو تر برید لاندی راغلل. د ایرانی متعصبینو جرات نور هم زیات شو. له دې ټولو برعلاوه اوس یو شمیر فیسبوکیان لګیا دی، د مهاجرو دموټر په سوځولو کې هم افغان دولت ملامتوی.

د دې ټولو لپاره ډیره ضروری دا ده چې افغانان یو موټی شی او دخپل دولت له دریځ څخه ملاتړ وکړی. د یزد په ښار کی دافغانستان سفارت قنسلګری لری، له نیکه مرغه په ایران کی افغان دیپلوماتانو په داسې حال کی چی په یو قدمی کې یی د کرونا خطرپروت دی، د سوځیدلی موټر د شهیدانو او د ټپیانو پوښتنی ته ورغلل. دا شجاعانه اقدام زموږ دسرلوړی سبب شو. ایرانی  چارواکی دغه شجاعانه اقدام ته حیران شول دا ځکه چی پخوانیو دیپلوماتانو هیڅکله داسې قدم نه و اوچت کړی، بلکې د دی ډول پېښو په وړاندی به بی تفاوته و.

اوس داکتر صاحب اشرف غنی د دیپلوماتانو په غوره کولو کی ډیر دقت کوی. اوس هغه حالت ندی چی په کاناډا کی یو بیسواد دیپلومات خپل فیسبوک کې کاناډا د(  Kanada) په بڼه لیکله او دخپل دفتر نوم یی هم سم نشو لیکلای،  اوس د بهرنیو چارو وزارت د لیاقت له مخی دیپلوماتان  ټاکی. اوس موږ په مصر کې د محمد محق په شان پیاوړی سفیر لرو چی هم  دیپلومات، هم عالم او لیکوال او هم وطنپال شخص دی، اوس موږ په مسکو کی د استاد بهاند په شان سفیر لرو چی په روسی ژبه کامل تسلط لری او روسانو سره ډیر ښه تعلقات جوړولی شی، په ایرن کی زموږ فعلی سفیر یو لایق او فرهنګی شخصیت دی چې ایرانیان اوس زموږ دیپلوماتانوته تر پخوا ډیر درونای کوی اوباید دیپلو ماتیکو ادابو، دانش او فرهنګی اوچت دریځ ته درناوی وکړی. موږ په هند کې څو کاله مخکی استاد رشید په فرهنګی چارو کې درلود چی د محصلانو ډیره غمخوری یی کوله، همدا اوس په پاکستان کې زموږ فرهنکی اتشه یو فرهنکی شخص او د پوهنتون استاد دی(هوتک صیب)، همداسې محترم طیب جواد چې په انګلیسی ژبه تسلط لری او د مطالعی خاوند شخخص دی، تر نیمه باسوادو یې موثریت زیات دی او یو څو نور. کاشکې دبهرنیو چارو وزارت دغې سلسلی ته دوام ورکړی او ټولو بهرنیو سیاسی شعبو کی همدا ډول کسان وګوماری.په دې توګه دغی تجربی دا وښودله چې د پخوانیو بیسواده دیپلوماتانو پرځای پوه او تحصیل کړی دیپلوماتان کولای شی په بهر کی د افغانستان حیثیت اوچت او ددیپلوماتیکی لارو-چارو څخه  افغانانو ته خدمت وکړی. د دوی موجودیت ځکه هم ښه دی چې د ناوړه پېښو په صورت کی فوراً ځان وررسوی او د خپلو هیوادوالو پوښتنه کوی. د بهرنیو چارو وزارت توجه دې ټکی ته  رااړوو چې نورو هیوادو ته هم فرهنګی، دانشمند او تحصیل کړی دیپلوماتان واستوی تر څو زموږ د هیواد حیثیت بیرته اوچت شی. موږ د مغرضو کسانو په وړاندې دخپلو ویاړلو دیپلوماتانو ننګه کوو. موږ د افغانانو په وړاندې د ایرانی چارواکو ظالمانه او غیر انسانی عمل غندو، موږ د ایران  د ولس خواخوږی کوو او د دغه ګاونډی ولس نیکمرغی غواړو. موږ نه غواړو چې  د حاکم اخوندی رژیم  د دغو اعمالو له امله  ددوو ګاونډیو هیوادو  روابط خړپړشي.