پاکستان د ولسمشر غني له لاسه سختې ورځې ګالي

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
ګلرحمن رحماني
کله چې افغان ولسمشر محمد اشرف غني د افغان سولې لپاره مټې رابډ وهلې نو دې نتیجې ته ورسېد چې په افغانستان کې ټوله جګړه ځینو هیوادونو د خپلو ګټو د ساتلو لپاره روانه کړې، خو تر ټولو ډېر رول پدغه جګړه کې پاکستان لري، نو د پاکستان له لوړ پوړو چارواکو سره یې اړیکه ونیوله او له هغوی څخه یې غوښتنه وکړه چې باید په افغانستان کې جګړه پای ته ورسوي،
له طالبانو سره مرستې بندې کړي ، طالبان د خبرو مېز ته اماده کړي او که چېرته د خبرو ېز ته نه اماده کیږی باید د طالبانو مرکزونه په پاکستان کې ختم کړي .
پاکستان د ولسمشر غنی دا خبر بابیزه وګڼله او غني یې دېته مجبور کړ چې پر پاکستان نړیوال فشارونه راوړي، تر څو طالبان د خبرو میز ته اماده کړی ، ولسمشر غنی یوه ډله اماده کړه تر څو هغه اسناد او شواهد پیدا کړی چې پاکستان په ښکاره یا په پټه له طالبانو سره په جګړه کې همکاری کړی وی ، په ملګرو ملتونو د امنیت شورا ته یې د پاکستان پر وړاندی رسمی شکایت وکړ او نړیوال یې دیته قانع کړل چې پاکستان یو ترهګر هیواد ده او ټوله سیمه یې نا امنه کړی ده .
د امریکا او ملګرو ملتونو په مرسته نړیوال بانک پاکستان هغه قرضه ورنه کړه چې پاکستان یې د اقتصادي ودې او پرمختیا لپاره کاروله ، دویم یې پاکستان په خړ لیست کې شامل کړ او نړیوال بانک پاکستان ته یوه عریضه ورکړه چې تر څو پوری ټول بانکی حسابونه مو صفا کړی نه وی تر هغی موږ تاسو سره مرسته نه کوه ، د بانکی حسابونو له صفای څخه یې مطلب دا وه چې پاکستان په غیر قانون ډول د طالبانو مشرانو ته توری پیسی استولی .
اوس چې له یوی خوا پاکستان له اقتصادی ستونزو سره لاس او ګریوان ده خو له بلی خوا پاکستان سره بل داسی هیواد نده پاتی چې په اقتصادی برخه کې همکاری ورسره وکړی له همدی امله پاکستان دیته مجبوره شوه چې له امریکا سره اړیکې بیرته ښې کړي .
له امریکا سره د اړیکو د ښه کیدو لپاره پاکستان له یوی خوا طالبان دیته مجبور کړل چې له افغان حکومت سره د خبرو مېز ته کینی او له بلی خوا د پاکستان د ترهګری ضد ځواکونو د ۲۰۰۸ کال د هندوستان د ممبی د خونړیو بریدونو تورن چې امریکا پری لس میلیونه ډالر انعام ایښی وه (حافظ سعید) ونیوه چې په دغه کار امریکا ډیره خوښ بریښی .
که امریکا غواړی چې پدغه جګړه کې بری تر لاسه کړی او د تل لپاره په افغانستان کې جګړه ختمه شی باید له پاکستان سره داسی معامله ونه کړی چې خدای مه کړه د امریکا تر وتلو پوری په افغانستان کې جګړه ختمه شی او کله چې امریکا له افغانستان څخه ووتله بیرته جګړه شروع شی نو دا ډول معامله د افغانستان د حکومت او ولس لپاره د منلو وړ نده که هر ډول معامله صورت نیسی باید افغان حکومت پری خبر وی تر څو د اینده لپاره خپل تصمیم ونیسی .