د پاکستان د پوځ اوسنۍ تګ لاره

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

سید عبیدالله نادر

احمد رشید د پاکستان وتلی خبریال او نامتو لیکوال په خپل کتاب پاکستان د ګړنګ تر غاړه چې د نوم په اوریدو سره یې هر انسان فکر کوي چې نیم کتاب یې لوستلی ،په دریم څپرکی ، پاکستان چا چا ته دوکه ورکړه تر عنوان لاندی ۱۰۳ پاڼه کې لیکي

:

د پاکستان پوځ اوسنۍ تګ لاره ،د پاکستان امنیت د طالبانو په منګولو کې غورځولی شي ، له ستراتیژیکو غوښتنو خلاف د پوځ دغه د انزوا تګلاره د افغانستان سیمی ،او لویدیځ غوښتونکو پر خلاف ده ،او دا ټول به په یوه ورځ په ناببره توګه د پاکستان داخلي امنیت او پر مختګ له ګواښ سره مخ کړي ،افسوس دا دی ، چې په پاکستان کې یو داسي سیاسي ځواک له سره، شتون نه لري ، چې پوځ او جنرالانو ته دا خبره وکړي ،او د حالاتو په اړه د هغوي ستراتیژي و ارزوي ، د دي ټولو خلاف زرداری او یوسف ګیلاني دواړه له کیاني څخه په ویره کې ښکاري ، د دي پر ځای چې دغه کسان له ملکي فشار ،رسنیو پارلمان او نورو ځواکونو کار واخلي ،بلکی د اوږود مهال له پاره ، په خپلو دندو د پاتي کیدو لپاره نه غواړي ،له پوځ سره مخالفت وکړي

 

 

 

لمړی څپرکی پاکستان د ګړنګ تر غاړه ۲۷ پاڼه احمد رشید

نا امنه پاکستان یا افغانستان د عربو د بی ثباته کیدلو سبب ګرځي ، په پاکستان یا افغانستان کې نا امني کولای شي ،د هندوستان روانه جګړه له اسلام پالو سره ګرمه کړي ، او د هندوستان ثبات ته ډیر تاوان ورسوي ، د مینځني آسیا هیوادونه ، تاجکستان ، ازبکستان ،ترکمنستان ،او قرغیزستان ،په ځانګړي توګه ځکه تر ګواښ لاندي دي ، چې د دغه هیوادونوتوند لارې ،اسلام پاله چې په لسیزو لسیزو یې په پاکستان کې پټنځایونه درلودل ،، اوس د افغانسان د شمال له لارې ، یادو هیوادونو ته بیرته وګرځي ، او هلته د بی ثباتیو او نا امنیو د خپراوي سبب ګرځي ، د مینځني آسیا القاعده او اسلام پالي ډلي غواړي ماتیدونکي ، کمزوري او دیکتاتور حکومتونه د جګړي یو بل ډګر وګرځوي ،