طالبانو بیا طغیان ته مخه کړه

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

محمدروښان ښاد

 

افغان او د اسلامۍ نړۍ دیني جیدو علماو په ډېر صراحت سره په افغانستان کې روانه جګړه طغیان او فتنه وبلله او په جګړه کې ښکېلې خواوې یې سولې ته راوبللې. د علماو د متفقې فتوا ګټه دا وه چې د جنګ لیکې یې کمزورې کړې. له وسله والو طالبانو یې د جنګ انګېزه او مشروعیت واخیست او ډېری وسله والو طالبانو چې له خپلو مشرانو څخه د یادې فتوا ځواب وغوښت، نو هغوی یې پر وړاندې لاځوابه پاتې شول.

ورپسې  د کوچني اختر په ورځو کې ولسمشر غني اوربند اعلان کړ. اوربند طالبانو هم ومانه. خلکو ته د سولې هیلې او امیدونه پیدا شول. مګر له اختر وروسته وسله والو طالبانو بیا د جګړې اعلان کړ. له دې سره د خلکو خوښۍ بیا په اوبو لاهو شوې. د امریکا او وسله والو طالبانو د استازو تر منځ د سولې مذاکراتو یو ځل بیا خلکو ته د سولې هیله ورکړې وه، خو د الفتح پسرلینو عملیاتو له اعلان سره وسله والو طالبانو یو ځل بیا طغیان ته مخه کړه.

له دې څخه معلومېږي چې وسله وال طالبان په اسانه سولې ته غاړه نه ږدي. د دې لپاره باید په لومړي ګام کې پر پاکستان نړیوال فشار زیات شي، ځکه د پاکستان په سیمه کې د تروریزم ملاتړ کوي. که پاکستان د وسله والو طالبانو او تروریستي ډلو له ملاتړه لاس واخلي، نو باور دی چې  د پاکستان له مرستې پرته به طالبان یوه میاشت هم مقاومت ونه کړای شي.

که څه هم افغان حکومت او ولسمشر غني په دې اړه ډېره لابي وکړه او حتی نړیوالو ته یې دقیق اسناد په لاس ورکړل. د امریکا متحدو ایالتونو په لومړیو کې یو څه ګواښونه او اخطارونه پاکستان ته ورکړل. له پاکستان سره یې خپلې مرستې هم وځنډولې. مګر وروسته پاکستان خپل دریځ نرم کړ او بېرته یې له پاکستان سره خپلې اړیکې عادي کړې.

پاکستان چې دا مهال هم له داخلي کړکېچ او هم له اقتصادي ستونزو سره لاس او ګرېوان دی، په اسانۍ به نړیوال فشار ته غاړه کېږدي او د ترهګرۍ له تمویل او ملاتړ به لاس واخلي، خو په دې شرط چې امریکا او نړیواله ټولنه په دې برخه کې جدي او صادقانه اقدامات وکړي. که څه پخوا په دې برخه کې د امریکا په اراده باور و، مګر په ابوظبۍ او دوحه کې له طالب مشرانو سره پټ په پټه د سولې مذاکراتو د امریکا په اراده هم خلک شکمن کړي دي او داسې معلومېږي چې امریکا غواړي له وسله والو طالبانو سره داسې جوړجاړی وکړي چې یوازې د امریکایانو ژوند او ګټې په کې خوندي وي. دوی په دې برخه کې افغانستان هېروي او له همدې امله افغان دولت د زلمي خلیلزاد په کړنو اعتراض وکړ.

افغانستان له وسله والو طالبانو څخه د ملاتړ په برخه کې دومره اسناد او شواهد لري چې هغوی په هیڅ شرط نشي منکرېدلی.  له هلمند څخه د افغان ځواکونو یو قوماندان کویټې ته تللی وو او هلته یې د طالب رهبرانو کورونه هم ورته ښودلي وو. خو پاکستاني مقاماتو زموږ د ځواکونو د قوماندان په ځواب کې خاموشي اختیار کړه.