ولسمشر غني د پاکستان اصلي څېره رسوا کړه

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
محمدروښان ښاد
پاکستان دوه رولونه لوبول له یوې خوا د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې د نړیوالې ټلوالې غړی او ملګری وو او په همدې پلمه یې له امریکا او نورو بهرنیو هیوادونو څخه په میلیاردونو ډالر ترلاسه کړل او له بل لوري یې په افغانستان کې د ترهګرو جګړه جاري او دوامداره ساتله او خپله خاوره کې یې هغوی ته خوندي ځایونه، امکانات، تجهیزات او نور اړین توکي برابرول
.
وړاندې ډېرو کمو هېوادونو باور کاوه، چې تر 2001 کال وروسته به لا هم ځینې هېوادونه د افغانستان د جګړې تر شا لاس ولري، ترهګرې ډلې پر ښو او بدو وېشي او په خپله خاوره کې د ترهګرو له امن پټنځایونو سره، سره به د هغوی پر وړاندې اقدام نه کوي. په دې لړ کې نړیواله ټولنه هم د پاکستان په خاوره کې د ترهګرو د شتون په اړه د افغانستان له چارواکو سره همغږې نه وه. مګر موږ ولیدل چې پاکستان دا کار په ډېره سپین سترګۍ ترسره کاوه، خو په دې وروستیو کې ولسمشر غني د دوی له دغه رول څخه پرده پورته کړه.
د ملي یووالي حکومت په لومړیو میاشتو کې له پاکستان سره د شته ستونزو د حل او دوستۍ لپاره د دوستانه خبرو اترو جوړولو لپاره پراخې هڅې وکړې، هڅه یې وکړه تر څو د دواړو هېوادونو اړیکې بدلې کړي، د دوو وروڼو او ملګرو هېوادونو په توګه خپلې پخوانۍ ستونزې حل کړي او پاکستان په خپل خاوره کې له ترهګرو سره د کلکې مبارزې لپاره وهڅوي؛ خو له بده مرغه په دې برخه کې د افغانستان پرله‌پسې غوښتنې بې‌ځوابه پاتې شوې. له دې امله حکومت هڅه وکړه تر څو د افغانستان په داخلي چارو کې د لاسوهنې او ترهګرۍ د ملاتړ اسناد او مدارک نړۍ ته وړاندې کړي، چې په پایله کې د افغانستان دريځ د ملګرو ملتونو سازمان او نورو سیمه‌ییزو سازمانونو له لوري ومنل شو.
د امریکا د متحدو ایالتونو د سوېلي آسیا د ستراتیژۍ اعلان، پر پاکستان د امریکا د پوځي او غیر پوځي مرستو بندېدل، د ترهګرۍ د ځالو په اړه د استانبول ـ آسیا زړه پروسې د شپږمې او اوومې ناستې د توندو بیانیو خپرېدل او له پاکستانه یې د له منځه وړلو غوښتنه، په پاکستان کې د ترهګرۍ د ځالو له منځه وړلو په اړه د بریکس[1] غړو هېوادونو د مشرانو د بیانیې خپرېدل،[2] کابل ته د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د پلاوي سفر او د امنیت شورا په مقر کې د افغانستان د امنیت په اړه د ناستې جوړېدل په سیمه‌ييزه او نړیواله کچه د ترهګرۍ د ځالو د تثبیت او پېژندلو لپاره د حکومت د فعالې دیپلوماسۍ پایلې بلل کېږي.
ولسمشر غني د پاکستان اصلي څېره چې د ترهګرۍ او افراطیت پالنه او د فشار د وسیلې په توګه د هغو کارول وو، نړیوالو ته رسوا کړه او په دې ډول یې هم د هغوی شهرت ته زیان ورساوه او هم یې نړیوالې مرستې ورباندې بندې کړې او دا مهال د انزوا ترڅنګ تر سختو فشارونو لاندې دی.
 

[1]  BRICS
 
[2]   اوفا، روسیه، ۱۸ چنګاښ ۱۳۹۴