طالبان د سولې قېمت نه ورکوي اوکه یې اختیار نه لري؟

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

محمدبشیر یوسفزوی

 

سوله د ټولو غوښتنه ده او ټول یا له زړه او یا هم په خوله د سولې چیغې وهي، خو ډېر لږ کسان بیا ممکن د سولې قېمت ته چمتو شي. په لومړي سر کې سوله له سیاسیونو څخه دا قرباني او قېمت غواړي چې دوی باید خپلې شخصي ګټې هېرې کړي او د تلپاتې سولې د تامین لپاره ملي ګټې محترمې وبولي.

همدارنګه وسله وال طالبان چې له افغان ولس سره په ناروا جګړه اخته دي که دوی رښتیا هم له زړه سوله غواړي، نو د سولې قېمت به پرې کوي. د سولې قېمت دادی چې له پاکستان او ټولو بهرنیو سره به خپلې اړیکې پرې کوي. له تروریستي ډلو او ګروپونو به خپله لمنه راټولوي. د پردیو پرځای به د خپل وطن ګټې مهمې بولي. د فتحې او قدرت خوب به نه ویني او که د قدرت شوقیان وي، نو د ټاکنو له لارې دې ولس ته مراجعه وکړي که ولس ورباندې اعتماد وکړ، نو نوش جان یې، مګر که ولس ورته رایه ورنه کړه، نو بیا به عادي او سوله ییز ژوند کوي. همداسې له حکومتي مقاماتو، بېلابېلو اقشارو او ټولو لوریو څخه سوله خپل قېمت غواړي.

چې د سولې قېمت پرې نشي، نو سوله یوازې په خبرو او شعارونو نه راځي. د ولسمشر غني دې کور اباد وي چې په خپلو هڅو یې سوله تر دغه درشله را ورسوله. په لومړیو کې خلکو ته ناشونې اېسېده او دوی نه ګڼله چې سوله به په دغسې ملي او اساسي بحث بدله شي، مګر دادی نن سیمه او نړۍ د افغان سولې په اړه بحث او اجماع لري، مګر له بده مرغه وسله والو طالبانو یو ځل بیا د افغان ولس پر ضد خپل پسرلني عملیات اعلان کړل. په دې کې شک نشته چې دوی په هیڅ صورت د جګړې له لارې نشي بریالي کېدلی، مګر په دغه اعلان سره یې د هیوادوالو د سولې راټوکېدلې هیلې ومروړلې.

وسله وال طالبان دې د سولې لاره ونیسي او یا هم د جنګ. د ولس سترګو ته دې خاورې نه ور شیندي. په ښکاره د سولې نارې وهي، مګر په حقیقت کې په جنګ ټینګار کوي. دوی نور په هغه او دغه پلمه ولس نشي تېر اېستلی. پوښتنه داده چې ایا وسله وال طالبان د سولې د قېمت پرې کولو ته چمتو نه دي او که د سولې اختیار د دوی پرځای د پاکستان په لاس کې دی؟

هر څوک چې د ولس د لوی غوښتنې پر وړاندې چې تلپاتې او باعزته سوله ده ودرېږي، نو دوی به یې په مقابل کې راپورته شي. د الفتح په نوم د پسرلینو عملیاتو له اعلانولو داسې ښکاري چې وسله وال طالبان د سولې پر وړاندې ولاړ دي او دوی لا هم له جګړې لاس نه اخلي، مګر افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه چې تر پخوا زیات پیاوړي شوي دي د جګړې په ډګر کې به وسله وال طالبان سخت وځپي. که دوی په خپله خوښه د سولې د قېمت پرې کولو ته چمتو نه وي نو زموږ مېړني ځواکونه به یې په زور دې ته مجبور کړي.