ملت جوړونه د مهم لومړیتوب په توګه

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
محمدبشیر یوسفزوی
د افغانستان تر ټولو لویه پانګه زموږ واحد ملت دی، ځکه په افغانستان چې د تاریخ په اوږدو کې هر تاړاک راغلی دی، نو افغان واحد ملت یې پر وړاندې د سپر په توګه ودرېدلی دی او د هر ناورین د دفعه کولو لپاره یې خپلې سینې سپر کړې دي
.
افغان واحد ملت د واحد وجود مثال لري. دوی د دې وطن هره ګوښه خپل ځان او وجود بولي او د تاریخ په اوږدو کې هیڅ وخت داسې نه دي شوي چې د هیواد د یوې ګوښې او سیمې اوسېدونکي دې په ستونزه او مشقت کې وي او د هیواد د یوې بلې ګوښې او سیمې اوسېدونکو دې د هغوی ننداره کړې وي او یا دې ځان ارام، راحته او بې تفاوته احساس کړی وای، بلکې برعکس زموږ هیوادوالو تل هڅه کړې چې د خپلو نورو هیوادوالو لاسنیوی وکړي، او د هغوی د خوندیتوب لپاره یې د سر او مال او حتی خپل ځان قرباني ورکړې ده.
زموږ ملي اردو زموږ د واحد ملت ښه ښکارندویي کوي، که موږ کندهار ته لاړ شو، یا بدخشان، مزار، پکتیا او ننګرهار ته، نو په هر ولایت کې به د امنیتي او دفاعي ځواکونو په لیکو کې د هر ولایت ځوانان وګورو چې دوی په خپلو کې د یوې کورنۍ د غړو په څېر ګوزاره ، مینه او صمیمیت لري او هره لحظه د هیواد د هرې لوېشت خاورې لپاره د خپلو وینو په قېمت قربانۍ ته چمتو دي.
که څه هم په دې وروستیو کې ځینو مغرضو لاسونو او کړیو ډېره هڅه وکړه چې زموږ ملي وحدت وپاشي او حتی ځینو رسنیو دا بحث په یوه معما بدل کړ او وې ویل چې موږ واحد ملت نه یوو او ځینې له افغانیت څخه انکار په کې وکړ او حتی زموږ په اهل تشیع وروڼو بریدونه وشول او د دښمن موخه دا وه چې دلته مذهبي او قومي نفاق رامنځته کړي، مګر دوی د خدای په فضل په دې ونتوانېدل چې واحد افغان ملت په سیمو، ژبو، قومونو او مذهبونو سره ووېشي.
اساسي قانون د ټولو چارو په سر کې دی او د ملي اجماع او د وګړو د برابرۍ ښکارندويي کوي. ځکه نو، د ملت جوړونې په پروسه کې اساسي قانون ته درناوی، عمل پرې کول او له نورو تقنیني اسنادو سره د هغه د چوکاټ بشپړول مهم رول لري چې د ملي یووالي حکومت په دې برخه کې ډېره هڅه کړې.
د ملي هویت او ملت جوړونې پر اساساتو بېلابېل بحثونه او سمینارونه جوړ شوي او په لوړه دولتي کچه فرهنګي نندارتونونه جوړ شوي.
د لږکیو (اقلیتونو) فرهنګي مصادیق د ټولنې د ټولو برخو د ګډو فرهنګي شتمنیو د برخې په توګه په پام کې نیول شوي. ازبکي ژبې ته تر بل هر وخت ډېر پام شوی او د افغانستان د تاریخي مشاهیرو او ویاړونو په اړه ډېر علمي سمینارونه جوړ شوي چې د خلکو د اسلامي او افغاني هویت څرګندونه کوي.په عزت سره بېرته هېواد ته د افغان کډوالو په راتګ د افغانستان د ملت وجود بشپړول د ملي وحدت حکومت له لویو سیاستونو څخه دي.