افغانستان: د زبرځواکونو د سیالۍ ډګر

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

 

وحید وطنیارکنګز کالج - لندن 

په ۱۸مه او ۱۹مه میلادي پېړیو کې نړۍ له سیاسي، امنیتي او اقتصادي پلوه په بدلېدو وه. په نړیواله کچه د فرانسې واک او ځواک تر ډېره بریده راکم شوی و. اوس د فرانسې تر ټولو کلکو سیالانو، یعنی انګلستان او روسیې نوي خوبونه لیدل

.

کله چې په ۱۸۱۲ کال کې فرانسویان یو ځل بیا د جګړې په ډګر کې د روسانو په لاس ماتې سره مخ شول نو په اروپا کې د سیاسي هجومونی یا ځواک تله یو ځل بیا په بدلېدو شوه.

انګلستان د خپل استعمار منګولې په مختلفو ډولونو په ټولو لویو وچو یا براعظمونو کې لږولې وې. په سویلي اسیا کې هم د "ایسټ انډیا کمپني" په نامه انګریزانو خپل فعالیتونه له ۱۶مې پېړۍ راپدېخوا پیل کړي وو.

له بلې خوا ۱۸۱۲ کال کې په مسکو کې د ناپلیون له ماتولو وروسته روسانو هم خپل نظر پر ګاونډیو هېوادنو وغورځاوه.

د دغې لړۍ په دوام سره داسې یو حالت رامنځته شو، چې د وخت امپراتورانو موخې او ښکرونه سره په ټکرېدو شول. انګلیسانو اوس د فرانسې پر ځای روسان د ځان لپاره تر ټولو ستر ګواښ بلل، په ځانګړې توګه په اسیا کې.

د دوی استعماري موخو او سیالۍ یو شکمن چاپېریال رامنځته کړ، داسې چې د هر چا ملګری بل ته دښمن او دښمن یې ورته ملګری ښکارېده.

د روسانو او انګلیسانو ترمنځ په افغانستان او منځنۍ اسیا کې د برلاسي کېدلو او یا هم مخالف لوري ته د تاوان رسولو لړۍ پیل شوي وه چې په تاریخ کې د "ګرېټ ګېم" یا سترې لوبې په نامه پېژندل کېږي.

د دې لوبې ګټې لوبغاړو ته یې ښې پریمانه وې؛ خو تاوان یې بیا هغو هېوادنو ته و چې پر زړه یې دغه لوبې تر سره کېدلې.

افغانستان: د لوبو ډګر!

کله چې روسیې د ۱۹مې پېړۍ په پیل کې بهرنۍ پالیسي یوځل بیا له سره تعریف کړه نو چارواکو یې خپل هېواد له نورو استعمار پلوو هېوادونو لکه انګلیستان او فرانسې سره پرتله کاوه.

روسانو پر مرکزي اسیا برید او د دې سیمې خلک مدنیت ته وربلل خپله وجداني دنده بلله. په سیمه کې د روسانو د پرمختګ ډنډورې او بلاخره د افغانستان له لارې پر برتانوي هند د دې پرمختګ اغېز هغه لاملونه وو چې انګلیسانو پام یې افغانستان ته واړولو.

انګلیسانو سملاسي په کال ۱۸۳۷ کې د یو لوړ پوړي استازي له لارې د افغانستان امیر دوست محمد خان څخه د روسیې پر وړاندې د تړون غوښتنه وکړه.

خو د ځینو سیاسي جنجالونو له کبله دغه هلې ځلې بې پایلې پاتې شوې او د افغان-انګلیس لومړۍ جګړه په کال ۱۸۳۸ کې پیل شوه، او په ۱۸۳۹ کال کې کابل د انګلیسانو تر واک لاندې راغی.

په کال ۱۸۴۲ افغانان بریالي شول چې د هغې زمانې نه ماتېدونکی او د نړۍ تر ټولو ستر زبرځواک له کابله وشړي او سخته ماتې او ستر زیان ورته ورسوي.

د افغانستان او انګلیس دویمې جګړې لامل او سناریو هم خورا یو بل ته ورته دي.

انګلیس له روسانو سره سیاسي شخړې لري، پر افغانستان شکمن شی چې له مسکو سره ښه اړیکې پالي نو بیا کابل ته ګواښ وکړي.

خو امیر شېر علی خان ته دا هرڅه بې مفهومه ښکاري او د برتانوي هند پرله پسې ګواښونه ته بې پروایي ښکاره کوي. بلاخره انګلیسان پر افغانستان د برید پرېکړه کوي. د دوی ترمنځ دویمې جګړې له ۱۸۷۸ نه تر ۱۸۸۰ پورې دوام وکړ.

کیسه همغه پخوانۍ د "ګرېټ ګېم" یا سترې لوبې وه. افغانستان یو وار بیا د انګلیس او روس د سیالیو ډګر وګرځېد. د ګرېټ ګېم په لوبه کې چې ظاهراَ د روسیې او انګلیسانو له لورې ترسره کېدله، سیاستونه او تګلارې د قدرت پر ساتنه او په پرمختیاو ولاړې وې.

که کوم هېواد یا ډلې به جلا دریځ ښودلو نو د استعمار تر منګولو لاندې راتلل او د بې دریځۍ په حال کې به یې غاړه یادو هېوادنو ته کېښوده.

افغانستان کې د ۲۱مې پېړۍ ستره لوبه:

اوس به راشو اوسني وضعیت ته او افغانستان کې د روان ناورین د ریښو موندلو هڅه به وکړو. په تېرو ۱۹ کلنو کې د نړیوالو سیاسي هڅې او مالي مرستې بې اغېزه او غیر منسجمې ښکاره کېږي.

انسجام په دې نه لري چې د نړیوالو لوبغاړو ترمنځ همغږي نشته. لامل یې د دوی خپلمنځي شخړې او سیالي ګڼل کېږي. راځئ چې په اوسني افغانستان کې د درېیو لویو نړیوالو ځواکونو ترمنځ نه همغږي او اختلافونو ته کتنه وکړو.

د بحث اسانۍ لپاره به دا ټول لوبغاړي په نړیوال ځواک (امریکا، روسیه، چین) او بیا سیمه ایز ځواک (هندوستان، عربستان، پاکستان او ایران) وویشو.

د نړۍ په هر سیالیز ډګر کې د نړیوالو ځواکنو (امریکا، روسیه، چین) موخې سره په ټکر کې دي. د روسیې او امریکا سیاسي سیالۍ او شخړې نژدې یوې پېړۍ ته رسیږي.

له چین او پاکستان سره د هندوستان سیالي هم د امریکا او روسیې له سیالۍ کمه نه ده.

ایران په افغانستان کې دامریکا شتون نه غواړي؛ خو بیا دې ته هم لېواله نه دی چې طالبانو په څېر سخت دریځې ډلې دې یو ځل بیا افغانستان کې واکمنې شي.

چین هم افغانستان کې خپلې موخې لري، خو د نورو نړیوالو زبرځواکونو د سیاستونو پر وړاندې کوم غبرګون نه ښیي

چین چې اوسمهال د افغان سولې د بهیر د کوربتوب هڅې کوي، د خپلې اقتصادي پیاوړتیا په لټه کې دی. یو با ثباته افغانستان د چین د اقتصادي پیاوړتیا سبب کېدلی شي.

خو چین هم افغانستان کې د یوې سخت دریځې اسلامي ډلې د واک ملاتړی نه دی، ځکه دا به بیا په کور دننه ورته ستونزې جوړې کړي، یعنې چینایي اسلامپاله ډلې به بیا ځواکمنې شي.

دا هغه اندېښنه ده چې روسان یې هم له چین سره شریکوي؛ په افغانستان کې یوې سخت دریځې ډلې ته واک سپارل کولی شي چې په مرکزي اسیا یعنی تاجکستان، ازبکستان او همدا راز ترکمسنتان او قزاقستان کې هم ورته ډلې پیاوړي کړي.

دا ډول وضعیت بیا د روسیې پر ثبات او امنیت باندی ناوړه اغیزه کولي شي. نو دغو پېچلو سیمه ایزې او نړیوالو اړیکو او سیاستونو ته په کتو ځینې پوښتنې راپورته کېږي.

ایا دا نړیوال ځواکونه به له خپلمنځي شخړو او پر یو بل له شکه لاس واخلي، او د افغانستان د تلپاتې سولې د ټیکاو لپاره به خپلو کې سره همغږي شي؟ دوی به ولې دا کار وکړي، او په کومه بیه؟

د دوی خپلمنځي شک او شخړې یوازې په افغانستان کې روان وضعیت پورې اړه نه لري. دوی د نړۍ په ګڼو برخو کې یو بل سره په سیاسي، اقتصادي او پوځي سیالیو کې ښکېل دي. لنډه دا چې په لوی تصویر کې د دې نړیوالو ځواکونو خپلمنځي اړیکې، سیالۍ او سیاستونو د افغانستان پر وضعیت هم نېغ اغېز لري

اوس به راشو سیمه ییزو لوبغاړو یا هېوادونو ته، او افغانستان کې به د دوی خپلمنځي اړیکو او سیاستونو اغېز وګورو.

پاکستان په سیمه کې د چین ټینګ ملاتړی ګڼل کېږي، خو په افغانستان کې یې موخې له چین سره په ټکر کې دي. پاکستان د طالبانو ملاتړ کوي او واک ته یې رسول غواړي، خو چین بیا د سخت دریځو ډلو د واکمنېدو مخالف دی.

خو چین د افغانستان په اړه د پاکستان په سیاست یا تګلاره کې هم مداخله نه کوي. دا ځکه چې پاکستان ورته له سیاسي او اقتصادي پلوه تر افغانستان ارزښتمن دی.

بل ستر سیمه یز ځواک هند دی، چې په رسمي ډول د کابل کلک ملاتړی او ملګری دی. د افغانستان په اړه د هند او پاکستان سیاستونه او تګلارې ښکاره توپیر لري.

د هند په سیاسي او اقتصادي پانګونې افغانستان اوس پخوا پرتله د پاکستان لارې کمې کاروي، چې دا بیا پاکستان ته لوی اقتصادي زیان دی. د چابهار بندر یې یوه جوته بېلګه ده، چې ایران یې هم ملاتړ وکړ.

هند د پاکستان په منزوي کولو بوخت دی. په روان وضعیت کې چین نه غواړي داسې یو ګام پورته کړی چې د سیمې یوازینی کلک سیاسي او اقتصادی ملګری یې، یعنی پاکستان زیان وویني.

پاکستان د طالبانو ملاتړ کوي او غواړي چې په افغانستان کې واکمن یا د واک برخه شي

د افغانستان روان سیاسي حالت داسې ترینګلی او پېچلی دی چې له څو اړخونو له ګواښونو سره مخ دی. د شته سیاسي او امنیتي حالت له کبله هر نړیوال یا سیمه ایز ځواک د دې توان لري چې په افغانستان کې شخړې وغځوی.

که څه هم په ۱۹ پېړۍ که اغیزمن بهرني ځواکونه یوازې دوه (انګلیس او روسیه) وو، خو کابل تل په دې کې پاتې راغلی چې د سیاسي فرصتونو څخه ګټه واخلي او په کور دننه د سیاسي ټیکاو او بشپړ امنیت خاوند شي.

افغانانو په ۲۰۰۱ کال کې د نړیوالو ځواکونو په راتګ سره دا فرصت درلود، خو یو ځل بیا یې له لاسه ورکړ.