د ولسمشر غني سیاسي قمار

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

محمدبشیر یوسفزوی

عموماً په ټاکنیز او کمپایني موسم کې شعارونه بدلېږي، معاملې کېږي او په هر قېمت واک ته د رسېدو هڅه کېږي، خو ولسمشر غني برعکس په انتخاباتي موسم کې هم سیاسي قمار وواهه، ځکه د دولت جوړولو شعار یې انتخاب کړ.

دا هغه شعار دی چې نه په کور دننه په سیاسيونو کې چندان پلویان لري او نه هم په سیمه او ګاونډ کې، ځکه د افغانستان سیاسیون په هیڅ شرط د قوي مرکزي نظام غوښتونکي نه دي، دوی غواړي داسې یو دولت وي چې په ونډو او مشارکت ولاړ وي. د دوی موقفونه او ګټې خوندي وي. د دوی مقام، حثیت او درناوی پرځای وي، ځکه اکثر سیاسیون په دې پوهېږي چې که افغانستان د قوي مرکزي دولت لرونکی شي، نو بیا به دوی خپل ځای له لاسه ورکړي، ځکه دوی نه کدري سیاست کوي او نه هم په طبیعي ډول دغه اوسني حالت ته رسېدلي دي. دوی پېښو، مجبوریتونو او شرایطو غټ کړي دي.

د افغانستان سیاسیون پوهېږي چې که په هیواد کې شرایط عادي شي، نو دوی به هیڅ وخت هم اوسنی موقف او ځای ونه لري، ځکه اوس افغانستان کافي کدرونه او ظرفیتونه لري ، خصوصاً ځوان او ژمن کدرونه چې په هر لحاظ تر اوسنیو سیاسیون، هیواد، نظام او ملي ګټو ته نه یوازې ژمن دي، بلکې هغو ته د رسېدو لپاره شپه  او ورځ هلې ځلې کوي او د خدمت لېونۍ مینه لري، خو درېغه چې اوسنیو سیاسیونو، مافیایي ډلو او کړیو یې مخه ډب کړې او هغوی مخته نه پرېږدي.

مګر ولسمشر غني پر همدغو ځوانانو او کدرونو سیاسي قمار وهي. هغه غواړي چې په افغانستان کې د واک میراثي او انحصاري سیاسي جزیرې  له منځه یوسي او د هیواد ژمنو او ځوانو کدرونو او ظرفیتونو ته د خدمت موقع برابره کړي، ځکه دوی هم فکر لري، هم تعهد لري، هم پوهه لري او هم نړیواله تجربه لري. دوی په وړو سیاستونو، عقدو او نورو ناوړه مسایلو کې ښکېل نه دي، دوی د زړه له کومې غواړي چې خپل هیواد او خلکو ته کار وکړي.

ولسمشر غني په خپله دغه هڅه کې تر ډېره  ځکه بریالی دی، چې په حکومت کې یې په بېلابېلو کچو مهم مسوولیتونه ژمنو او متخصصو ځوانانو ته سپارلي دي او هغوی لګیا دي کار کوي. ادارې تر پخوا په مراتبو ځوانې شوې دي. صوابط پر روابطو حاکم دي او همدغه وضعیت به که خدای کول نه یوازې افغانستان له اوسني بحران او ستونزو څخه وباسي، بلکې ډېر ژر به افغانستان د ثبات او پرمختګ لرونکی شي.

په دې کې شک نشته چې په کوردننه سیاسیون او حزبونه ولسمشر غني ته په بېلابېلو بڼو ستونزې ایجادوي. دوی غواړي ولسمشر غني په وړو وړو سیاستونو او جنجالونو کې داسې ښکېل کړي چې لویو مسایلو لکه د اوبو  مدیریت، ترانزیت، زیربنا او نورو هغو چارو ته مخه پیدا نه کړي چې د افغانستان راتلونکي حداقل سل کاله ورسره تامینېدلی شي. دوی اکثره د بهرنیو هیوادونو په لمسون د ولسمشر غني د مهمو او لویو پروژو او برنامو مخه نیسي، مګر دوی په دې هڅه کې ځکه نشي بریالي کېدلی چې ولسمشر غني دا هر څه درک کوي او ورباندې پوهېږي.

د افغانستان ګاونډي هیوادونه هم په افغانستان کې د قوي مرکزي دولت غوښټونکي او پلویان نه دي، نو له  همدې امله کوښښ کوي چې ولسمشر ته ستونزې ایجاد کړي. مګر ولسمشر غني په دې برخه کې هر ډول سیاسي قمار ته چمتو دی.