ملابرادر د پاکستان له ولکې په وتو دی

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
محمدروښان ښاد
د طالبانو د تحریک مرستیال ملا عبدالغني برادرچې له ملاعمر وروسته یې پر وسله والو طالبانو زیات نفوذ درلود او له همدې وېرې پاکستاني مقاماتو او استخباراتو بندي کړ او زیات وخت یې په بند کې وساته، مګر له کومې ورځې چې پر پاکستان د امریکا فشار زیات شو
او حتی دا وېره یې حس کړه چې که پاکستان خپل چلند بدل نه کړي، نو د اقتصادي بندیزونو د لګېدو احتمال زیات و، مګر پاکستان چې تل له وسله والو طالبانو څخه د وسیلې په توګه استفاده کړې او د خطر په وخت کې یې تل دوی قرباني کړي دي.
امریکا افغانستان ته د راتګ پرمهال د پاکستان په مستقیمه همکارۍ د طالبانو امارت ونړاوه، په اسلام اباد کې یې د دوی سفیر عبدالسلام ضعیت لاس تړلی امریکا ته ور وسپاره. هر ځل چې د پاکستان رغېدلې، نو بیا یې وسله وال طالبان او د دوی مشران د خپلو موخو لپاره قرباني کړي دي. دا ځل ممکن ملا هیبت الله د پاکستان د ګټو قرباني شي، ځکه په همدې خاطر اسلام اباد ته د ملاعبدالغني برادر د سفر پرمهال پاکستان د ملاهیبت الله د مرګز اوازه خپره کړه.
په دې وروستیو کې چې ملاهیبت الله د سعودي عربستان په منځګړتوب له افغان دولت سره  سولې ته تمایلات ښودلي دي، نوملا برادرهم د پاکستان له ولکې څخه په وتو ښکاري، ځکه چې له امریکا سره یې خپلې اړیکې نږدې کړي او تمایلات یې زیات شوي دي، نو په همدې خاطر ملا عبدالغني برادر د پاکستان له ولکې څخه په وتلو دی. پاکستان پوره اتلس کاله وسله وال طالبان د افغانستان پر وړاندې د فشار او وسیلې په توګه وکارول، مګر دغه فشار په ماتېدو او کمېدو دی، ځکه افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه په لوړ مورال او قوت د دوی پر ضد جنګېږي.