افغان ولسمشر یو ځل بیا طالبان وننګول

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

محمدبشیر یوسفزوی

دا څووم ځل دی چې ولسمشر غني وسله وال طالبان د مذاکراتو لپاره ننګوي، تېر ځل یې ورته وویل، راشئ د افغانستان په هر ولایت کې چې د مذاکراتو لپاره دفتر غواړئ، دفتر درکوو، امنیت مو ساتو او که مو ونشو ساتلی، لاس به پرې کړو. تېره اونۍ د لویې جرګې خېمه کې د افغان ښځو ملي اجماع ته د وینا پرمهال یو ځل بیا وسله وال طالبان وونګول

او هغوی ته په خطاب کې یې وویل، دا ګز او دا میدان. پوهېږئ چې څنګه مې ټوله نړۍ قانع کړه چې در سره وغږېږي؛ تر څو چې ما نړۍ ته نه وو ویلي ۱۷ کاله څوک در سره وغږېدل؟ دا خو د افغانانو د سولې د اجماع برکت وو چې تاسو ته بین المللي ټولنه نظر کوي، اما خپلې ټولنې ته که نظر ونه‌کړئ، سوله له چا سره کوئ؟ سوله په کلی کې ضرور ده که نه؟ په بانډې کې ضرور ده که نه؟ په ولسوالۍ کې ضرور ده  دا دردونه او دوی ته غوږ ونیسئ، دوی درنه پوښتنې لري. سبا موږ مجبور یوو چې یو بل قانع کړو چې دا وینه که بښو په نتېجه کې باید چې تلپاتې سوله وشي. 

دا یو واقعیت دی چې افغانان سولې ته هم خوشبین دي او هم یو لړ پوښتنې او اندېښنې هم لري چې هغو ته باید دقیق او جدي ځوابونه وویل شي. ولسمشر غني دا هم وویل چې: ”د افغانستان ټولنه امید لري، ارزوګانې لري. حاضره ده، سره له دې ټول غم او درد نه چې مخکې لاړه شي؛ مګر دا یواځې په دې نه‌ کېږي چې بیا ورنه وغواړئ چې شاته لاړ شئ. شاته تګ د چا په ګټه دی؟  نو هغه پوښتنه چې د افغانستان مېرمنې یې له طالبانو او ټولو افغانانو لري غواړئ چې دا وطن ویجاړ شي، یا دا وطن آباد شي؟غواړئ چې زمونږ ټولې طبیعي منابع د افغانانو په خدمت کې وي، یا قاچاق شي؟ دلته واضح پوښتنې دي او تلپاتې سوله تعریف غواړي.

د طالبانو په اړه تر ډېره دا شک کېږي چې دوی حتی د سولې په مذاکراتو کې هم تر افغانستان د پاکستان ګټو ته زیات ارزښت ورکوي او له همدې امله له ولسمشر غني را نیولي تر عادي افغانانو پورې دوی له طالبانو د سولې په بدل کې یوه ژمنه غواړي او هغه ژمنه داده چې له تېرو کړنو او جنایتونو به ولس ور تېر شي، هر څه به ورته وبښي، خو په دې شرط چې دوی به خپل وحشتونه او جنایتونه بیا نه تکراروي، د افغانستان په ملي مسایلو او منافعو به معامله نه کوي او نه به هم د پردیو او پاکستان ګټو ته لومړیتوب ورکوي.  

په دې کې شک نشته چې ولس د سولې تږی دی، خو دا هم باید ومنو چې د سولې له دې ټولې لېوالتیا او تندې سره سره لا هم افغان حکومت او ملت په هر قېمت د سولې منلو ته حاضر نه دی او نه هم باید حاضر شي. د افغانستان نظام، ملي ګټې، قانون، وسله وال پوځ او یو لړ نور مسایل باید تر دې هر څه لوړ وي. په هغو باید هیڅ ډول معامله ونسي او نه هم د منلو وړ ده.