اتمر د قانوني خبر جدي نیولې

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

عبداللطیف یاد

 

څو میاشتې وړاندې ټولنیزو رسنیو ته د ښاغلي قانوني یوه غږیزه ویډیو راووتله چې په هغه کې په ډېر تفصیل سره په دې خبرې کوي او مقابل لوري ته د دې قناعت ورکولو هڅه کوي چې ولې یې د ښاغلي غني پرځای حنیف اتمر انتخاب کړ؟

قانوني وایي چې ښاغلي غني ورسره هیڅ امتیاز او معامله نه منلې او نه یې منلو ته چمتو دی. هغه د اصولو او قوانینو خبره کوي، مګر حنیف اتمر ورسره د نظام د بدلون په ګډون هر څه منلي دي او بله مهمه یادونه دا کوي چې ولسمشر غني باید له ارګ څخه وېستل شي، مګر دا کار د دوی په وس پوره نه دی او نه یې هم کولی شي، مګر یوازینی څوک چې غني له ارګه اېستلی شي هغه حنیف اتمر دی.

حنیف اتمر د ښاغلي قانوني دا خبره جدي نیولې او په همدې خاطر یې د دغې ویډیو له پاش کېدو وروسته د حکومت او ښاغلي غني پر وړاندې جدي دریځ نیولی او وخت ناوخت پر حکومت او ښاغلي غني توندې نیوکې کوي، تورونه لګوي، حکومت بې کفایته او غیر قانوني بولي او داسې نورې له حقایقو لیرې څرګندونې کوي.

ښاغلی اتمر ځکه دا عقده اخیستې او دغسې څرګندونې کوي چې له یوه لوري ښاغلي غني د هغه لوبه رسوا کړه چې د دولت امکاناتو او خپل موقف څخه یې د راتلونکو انتخاباتو په خاطر شخصي استفاده کوله او له بل لوري یې په همدې موخه په بېلابېلو ادارو کې مهم کسان ګومارلي وو، خو ولسمشر غني چې ورباندې پوه شو، نو سملاسي یې اتمر له دندې وشاړه او د ده هغه کسان چې په ټاکنو کې د درغلیو لپاره او همدارنګه له دولتي امکاناتو څخه د کمپاین او نورو په موخه د استفادې په خاطر ګومارلي وو، ټول له دندو لیرې کړل.

د ښاغلي غني له دغو جدي اقداماتو وروسته ښاغلی اتمر عقده یي شو او کله یې چې د حکومت او ښاغلي غني پر وړاندې خوله خلاصه کړه، نو مافیا، جنګسالاران، مفسد او نور افراد او اشخاص چې ټول د ښاغلي اتمر سرسخته مخالفین وو، له هغه سره یې لاس یو کړ او دا مهال ټول د ده چاپېره راټول دي.

له کومې ورځې چې ښاغلي قانوني دا څرګندونې وکړې چې ګواکې اتمر هغه څوک دی چې ولسمشر غني له ارګه اېستلی او له واکه لیرې کولای شي، نو اتمر خپل چلند لا خشن کړی او په همدې خاطر یوه ورځ په مسکو، بله ورځ په اسلام اباد او لاهور کې ناست وي، هغه غواړي چې د ښاغلي غني د لیرې کولو لپاره د دوی ملاتړ او امتیاز هم ترلاسه کړي.

مګر نه به اتمر، نه قانوني او نه هم د دوی نور ملاتړي دغې شومې موخې ته ورسېږي، ځکه چې له یوې خوا د زعیم ټاکلو قانوني صلاحیت له ولس سره دی او ولس اوس د خلکو شعارونو ته رایه نه ورکوي، بلکې د دوی اعمالو ته ګوري او ولسمشر غني په تېرو پنځو کالو کې په خپلو کړنو، لاسته راوړنو او اقداماتو ولس ته خپل نیت او ځان ثابت کړی دی او که خدای کول دا ځلي به هم بریا په غوڅ اکثریت د ولسمشر غني وي.