د ملکي او نظامي مسوولینو او منسوبینو پر بې پرېتوب د ولسمشر ټینګار

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

اېمل پیاوړی

د ولسمشر غني له هڅو او لومړیتوبونو څخه یوه هم په افغانستان کې د بنسټونو رغاول دي او له همدې امله یې ملکي او نظامي مسوولینو ته بار بار لارښوونه کړې او په ټینګار یې ورڅخه غوښتي دي چې د ولسواکۍ اصل ته په درناوي او د ټاکنو بهیر د بنسټي کولو لپاره باید په دغه ملي بهیر کې خپل بې پرېتوب وساتي، تر څو ټول هیوادوال په شفافه، ازادانه او ډاډمن ډول په ټاکنو کې ګډون وکړي

او سل په سلو کې په دې باوري وي چې د دوی له رایې سره خیانت نه کېږي او د هیواد د زعیم په ټاکلو کې عمده رول لري.

موږ ولیدل چې په تېرو پارلماني ټاکنو کې د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونو نه یوازې د د ټاکنو بهیر د ښه امنیت په برخه کې بېدرېغه هلې ځلې وکړې، بلکې دوی په غوڅ اکثریت سره خپل بې پرېتوب هم وساته، په دې کې شک نشته چې په یو نیم ځای کې به د یو او بل نوماند په ګټه او تاوان هڅه شوې وي، مګر په لویه کې وضعیت ښه وو او ټولو خلکو د امنیتي او دفاعي ځواکونو د هڅو او بې پرېتوب قدرداني وکړه.

تر ټولو مهمه داده چې په لویه کې د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو مسوولین او منسوبین بې طرفه دي او دوی خپله بې طرفي خوندي کړې ده. د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو دغه وړ مسلکي چلند او د بې طرفۍ اختیارول د افغانستان د ښه او روښانه راتلونکي زېری ورکوي او زموږ هېوادوال ورځ تر بلې د خپل هېواد پر راتلونکي زیات باوري کوي. له همدې امله د هېواد په تاریخ کې له امنیتي او دفاعي ځواکونو څخه د ملاتړ بېسارې اجماع جوړه شوې او دغه اجماع ورځ تر بلې د پراخېدو په حال کې ده، ځکه زموږ د هېواد زړور امنیتي او دفاعي ځواکونه هره ورځ د هېواد په بېلابېلو برخو کې د برحقه مبارزې او د هېواد د دفاع په سنګرونو کې د دښمن پر وړاندې په مېړانه او زړورتیا جنګېږي او مبارزه کوي.

د ولسمشر غني وینا زموږ د امنیتي او دفاعي ځواکونو منسوبین هیڅ قوم، سمت، ژبې، حزب او ټبر ته منسوب نه دي، بلکې دوی د افغانستان صادق بچیان دي او د هیواد د لوېشت لوېشت خاورې لپاره په مېړانه او اتلولۍ جنګېږي.  د ملي یووالي حکومت او په ځانګړي ډول د ولسمشر غني د پاملرنې، سپارښتنو او هلو ځلو له برکته د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونه تر پخوا زیات مسلکي شوي. هغوی ته ملي روحیه او انګېزه ورکړل شوې. په عصري او نویو وسلو سنبال شوي، خوړو او درملو ته یې پاملرنه زیاته شوې. د دوی په لیکو کې فساد له منځه تللی او له همدې امله زموږ وسله وال ځواکونه تر بل هر وخت پر ځان زیات متکي او پیاوړي شوي دي. د دغو ځواکونو قوت په دې کې دی چې د سیاسیونو په وړو سیاستونو او قضیو کې ځانونه ښکېل نه کړي. باور دی چې په راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کې به هم دوی خپل بې پرېتوب وساتي.