روسانو لا هم عبرت نه دی اخیستی

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
اېمل پیاوړی
روسانو چې پر افغانستان وسله وال یرغل وکړ، نو داسې یې ګنله او داسې ورته ویل شوي وو چې هر څه اماده دي او ممکن افغانان د دوی په غاړو کې د ګلونو هارونه واچوي، نو له دې امله یې پر افغانستان پوځي یرغل ته زړه ښه کړ، خو چې پښه یې را داخل شوه، نو بیا خبره برعکس شوه، بیا افغانستان د سریښو په ډنډ بدل شو، نه د مخته تګ او نه د شاته تګ شونتیا وه
.
روسانو د بېرته وتلو لپاره ورځ تر بلې خپل پوځي امکانات زیات کړل او دوی فکر کاوه چې د وسلو، ټانکونو او الوتکو په زور به افغانان مات کړي، مګر برعکس دوی مات شول. همغه وو چې د جنیوا تړون یې ومانه او له افغانستان څخه په نیم ژواندي حالت کې ووتل.
په افغانستان کې د پخواني شوروي ماتې یوازې دا نه وه چې دوی دلته مات شول، بلکې پخواني شوروي اتحاد دړې وړې شو، تر ولکې لاندې د منځنۍ اسیا جمهوریتونو هم خپلواکي واخیسته او پخوانی شوروي اتحاد په کوچنۍ روسیه بدل شو. اقتصاد، اعتبار او هر څه یې بایلودل، مګر دغه له پښو لوېدلې روسیه چې په دې وروستیو کې بېرته په پښو ودرېدله، نو اوس یو ځل بیا دوی د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه پیل کړې او داسې ښکاري چې دوی په افغانستان کې د خپلو پلرونو له ماتې څخه عبرت نه دی اخیستی.
روسان باید د افغانستان په مسایلو کې بیا ځلي ځان ښکېل نه کړي او که دا کار وکړي، نو باور دی چې دا ځل به تر پخوا هم زیات زیان وونیي. تېر ځل چې روسان افغانستان ته راغلل نو هلته د خلق او پرچم ګوندونه چې د روسانو پراخ ملاتړ ورسره وه په حکومت کې دخیل کسان وو او د هیواد پر ځای یې خپل ګوند ته ډیر کار کاوه خو نن په حکومت کې ټول هغه کسان موجود دی چې په یوه ګوند پوری هم تړاو نه لری که کوم ګوند پوری تړاو هم لری خو ټوله توجه هیواد ته کوي .
اوس د هیواد ټول وګړي په ښه او بد پوه شوی دی هره ورځ د رسنیو له لاري د هیواد له حالاتو خبرېږي چې روس یا کوم بل هیواد زموږ لپاره نه بلکې د خپلو ګټو لپاره په افغانستان کې کله د یو چا او کله هم د بل چا تر شا ولاړ وي همدوی دی چې زموږ د وطن د ورانۍ او بربادۍ لپاره یې د قومی تعصب او کرکې تخم وکاره او تر ننه د نظام ضد عناصرو په روزنه بوخت دی .