غني دې له پاکستانه څه وغواړي؟

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

محمدروښان ښاد

غني دې له پاکستانه دا ځل بېخي وضاحت وغواړي او ورته ودې وایي چې له افغانستان سره څه کول غواړئ؟ همداسې نااعلان شوي جنګ او دښمنۍ ته ادامه ورکوئ او په دې هر څه د بطلان کرښه راکاږئ او خپلې اړیکې له سره رغاوئ، ځکه په دې ډول د پاکستان چلند هیڅ افغان ته د منلو وړ نه دی، موږ ټول ګورو چې هره ورځ د تروریستي بریدونو په پایله کې افغانان قرباني ورکوي، تاسیسات او تلفات مو ورځ تر بلې زیاتېږي

او ټول په رڼو سترګو ویني چې د دې هر څه تر شا د پاکستان لاس دی، نو د پاکستان د دې لاس یا بدلول او یا هم لنډول پکار دي او دا هغه مهال کېږي چې ولسمشر غني ورسره واضح خبرې وکړي.

موږ ګورو چې شپه او ورځ تروریستي ډلې او ګروپونو په وسلو او باروتو سنبال له پاکستان څخه افغانستان ته را اوړي، دلته جنایتونه او تروریستي بریدونه ترسره کوي او د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو له لوري چې ورباندې فشار راوړل شي، نو بیا بېرته پاکستان ته تښتي ځکه چې هلته ورته پټنځایونه ورکړل شوي دي، نو ولسمشر غني دې په دې اړه پاکستان ته واضح ووایي چې څه کول غواړي، د دې عمل مخه نیسي او که همداسې به ادامه ورکوي؟

په کونړ، خوست او ځینو نورو سرحدي سیمو کې د پاکستان د ظلمونو، وحشتونو او راکټونو له امله زموږ ډېرو هیوادونو کورونه پريښي دي، جایدادونه یې پریښي دي او حتی په کې شهیدان او ټپیان شوي دي، نو ولسمشر غني دې په زغرده ورته ووایي چې له دا ډول ړندو راکټونو څخه مو هدف څه دی، څه غواړئ؟ پاکستان باید یا د دې راکټونو د ودرولو ټینګه او عملي ژمنه وکړي او یا هم د دې دلیل ووایي.

د دې ترڅنګ هره ورځ په افغانستان کې د پاکستان سفارت د ویزو په پلمه زموږ خلک ځوروي، بې عزته کوي یې، نو سره له دې چې دا کار به د ولسمشر له سویې راټیټ وي، مګر د هیوادواول د هوساینې لپاره دا حتمي ده چې ولسمشر غني د بهرنیو چارو وزارت ته دنده ورکړي او په دې برخه کې له پاکستان وغواړي چې نظم رامنځته کړي او د ویزې د وېش اسانتیاوو باندې فکر وکړي او که دوی یې په چل نه پوهېږي نو افغان دولت به ورسره په دې برخه کې همکاري وکړي.

همدارنګه پاکستان دې هڅه نه کوي چې افغان کډوال پر حکومت د فشار په توګه وکاروي، د دې لپاره دې یا د افغانانو د راستنولو لپاره منظم مهالوېش جوړ کړي چې په عزت سره وطن ته راستانه شي او یا دې له پاکستاني لوري دا تعهد واخیستل شي چې له افغان کډوالو سره به دغسې چلند نه کوي چې هغوی وځوروي، پانګې او کاروبار ته یې ستونزې او خنډونه ایجاد کړي او یا هم د تګ راتګ پرمهال هغوی ته خنډونه ایجاد کړي.

لنډه دا چې د افغانانو هیله داده چې ولسمشر غني په دا ځلي سفر کې ټولې هغه ستونزې چې پاکستان یې په افغانستان کې د ایجاد هڅه کوي او د طالبانو له لوري زموږ خلک شهیدانوي په وضاحت سره بیان کړي او په هغه اړه دې د پاکستان وروستی دریځ معلوم کړي چې دوی څه غواړي؟

ایا پاکستان چمتو دی چې تېر په هېر وګڼي، پښېماني وښیي او د راتلونکي لپاره د دولت په دولت اړیکو او دوستانه مناسباتو او ښه ګاونډیتوب ته ارزښت او درناوی وکړي.