د پاکستان دوه رنګي ټولو ته رسوا شوې

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
غلام جیلاني ځواب
د تېرې چهارشنبې په ورځ د ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د طالب استازو ۱۲ کسیزه ډله د پاکستان په غوښتنه اسلام اباد ته د افغان سولې د خبرو د بیا شروع کېدو په بهانه یاد هیواد ته لاړل او هلته یې د رسمي لیدنو تر څنګ د دې هیواد د لمړی وزیر عمران خان تر څنګ د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر ، د پاکستان د پوځ مشر او د دې هیواد د استخباراتو له مشر سره په پټه لیدنه کړې چې رسنیو ته یې تر اوسه پورې جزیات په ډاګه نه شول
.
د ځینو سرچینو له لوری داسی اوازي دی چې په دغه لیدنه کې د دې ډلې په مشري باندی بحث شوی او د طالبانو سیاسي ډلې ته یې سپارښتنه کړي چې باید خپل قومندانان راټول کړی تر څو د یادی ډلي په مشرې یو توافق ته ورسېږی .
د ځینو راپورونو له مخې طالبان او امریکا په پاکستان کې د بندیانو په تبادله یو توافق ته رسیدلۍ چې دواړه لوری یې د سولې په برخه کې لوی پرمختګ بولي .
دا چې طالبان به کله بل مشر ټاکې تر اوسه پورې معلومه نده خو داسې ښکاری چې دا ځل به هم داسې یو شخص مشر ټاکي چې د افغان حکومت سر سرسخته خلاف او پاکستان ته وفاداره شخص وي . د دغې ناستې موخه رسنیو ته سوله ښودل شوې، مګر په حقیقت کې دا د جنګ او تاوتریخوالي د دوام په موخه وه، ځکه چې نه طالب او نه هم پاکستان په افغانستان کې د سولې، امنیت او ثبات غوښتونکی دی.
په همدې خاطر افغان دولت د دغې ناستې او طالبانو سره د پاکستان د برخورد په اړه نیوکې وکړې او دا یې د دوه هیوادونو ترمنځ د منل شویو اصولو څخه سرغړونه وبلله، ځکه چې وسله وال طالبان لا هم په افغانستان انتحار او انفجار کوي، مګر له بل لوري ورته پاکستان دغسې پروتوکول ورکوي.
پاکستان له ابتدا څخه د منافقت او دوه رنګۍ سیاست لوبوي، ځکه له یوې خوا نړیوالې ټولنې ته وایي چې دوی په طالبانو هیڅ نفوذ نه لري او نه ورسره اړیکې لري او په همدې خاطر له نړیوالې ټولنې څخه د طالبانو د ځپلو په نوم امتیازات ترلاسه کوي، له بلې خوا افغان دولت ته وایي چې د افغانستان ثبات د پاکستان د ثبات لپاره ګټور دی او په دې خاطر دوی په افغانستان کې د جنګ د پایته رسېدو پلویان دي، مګر افغان دولت او نړیواله ټولنه په دې پوهېږي چې پاکستان له طالبانو سره نه یوازې نږدې اړیکې لري، بلکې د دوی په مسقیمه لارښوونه تروریستي فعالیتونه ترسره کوي او په همدې خاطر افغان دولت د پاکستاني مقاماتو ژمنو ته چندان ارزښت نه ورکوي او ولسمشر غني بار بار ویلي دي چې د ژمنو پرځای عمل مهم دی او پاکستان باید خپلې ژمنې په عمل کې ثابتې کړي.