د امنیتي او دفاعي ځواکونو وروستي تحرکات او عملیات

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

اېمل پیاوړی

 سږکال امنیتي او دفاعي ځواکونو کې پام وړ تحرک رامنځته شوی دی، ځکه چې له دفاعي حالت څخه تعرضي حالت ته شوي، نظامي عملیات د بهرنیو ځواکونو له همکارۍ او ملاتړ پرته په مستقل ډول ترسره کوي او سږکال له ژمي راهیسې یې په بېلابېلو عملیاتو کې د دښمن ملا ورماته کړې، د دوی مهم قومندانان، مسوولین او منابع یې په نښه کړي

.

له کومې ورځې چې د ملي یووالي حکومت رامنځته شوی او ولسمشر غني د امنیتي او دفاعي ځواکونو پالنې ته پاملرنه زیاته کړې، نو زموږ ویاړلو ځواکونو هم ورسره فوق العاده روحیه اخیستې او دوی هره ورځ د دښمن پر وړاندې بریدونه او عملیات ترسره کوي.

پخوا به وسله والو طالبانو داسې ګڼله چې ګواکې څو ولایتونو ته به سقوط ورکړي او د پاکستان فشار هم همدا وو چې طالبان باید خپل مرکزونه او پټنځایونه له پاکستان څخه د افغانستان داخل ته را انتقال کړي او تر څو پاکستان له دې نړیوالې نیوکې بېغمه شي چې دوی ګواکې د وسله والو طالبانو ملاتړ کوي او وسلې، ځای او مهمات ورکوي، مګر په دې کار کې نه پاکستان او نه هم وسله وال طالبان بریالي شول. زموږ مېړنیو ځواکونو هغوی وځپل او اوس وسله وال طالبانو د ولایتونو ولسوالیو د سقوط پرځای د تښېتي لوري او پټېدو ځایونه لټوي.

وسله وال طالبان له مېړنیو امنیتي او دفاعي ځواکونو څخه په مخامخ جنګ کې د خوړلې ماتې غچ په ښارونو او لویو لارو کې له عامو افغانانو اخلي، په ښځو، ماشومانو، ښوونځیو، جوماتونو، عامه تاسیساتو، ملکي خلکو او نورو داسې هدفونو بریدونه کوي چې نه په جنګ کې ښکېل دي او نه هم نظامي فعالیتونه لري. وسله وال طالبان او تروریستي ډلې غواړي چې په دې ډول له یوې خوا خپل غچ واخلي او له بل لوري په ښارونو کې وحشت، بې باوري، نهیلي او وېره رامنځته کړي.

مګر د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو وروستیو تحرکاتو ته په کتو باور دی چې زموږ استخباراتي او کشفي ارګانونه به ډېر ژر په ښارونو کې هم د دوی د جنایتونو او وحشتونو مخه ونیسي، ځکه له کومې ورځې چې د امنیتي او کشفي ارګانونو په ګډه همغږۍ د کابل امنیتي پلان ترتیب شوی، نو له هغې راهیسې په وروستیو څلورو میاشتو کې په کابل کې د تروریستي پېښو او بریدونو کچه په فوق العاده توګه راکمه شوې ده.

همدارنګه د ملي امنیت شورا په ګډون په امنیتي او دفاعي ارګانونو کې د رهبرۍ په کچه د وروستیو بدلونونو له برکته نه یوازې د کابل ښار، بلکې په ټول افغانستان کې امنیتي وضعیت تر پخوا ښه شوی دی او وسله وال طالبان او نورې تروریستي ډلې سختې ځپل شوې دي او دوی به چې هر کال د هیواد په ولایتونو او ولسوالیو کې تهاجمي بریدونه کول اوس له هغه زوره را لوېدلي دي او برعکس د امنیتي او دفاعي ځواکونو له لوري دوی تر سخت فشار او بریدونو لاندې دي.

که زموږ زړور امنیتي او دفاعي ځواکونه خپلو عملیاتو او تحرکاتو ته په همدې ډول ادامه ورکړي، نو باور دی چې تروریستي ډلې به د پاکستان له خاورې څخه دې لورته د قدم اېښودلو جرئت هم ونه کړي.