ډاکټر محب ولې پر خلیلزاد توندې نیوکې وکړې؟

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times


مطیع الله 

د  افغانستان د ملي امنیت سلاکار ښاغلی حمدالله محب چې څو میاشتې وړاندې یې په امریکا کې پر خلیل زاد باندې نېوکې وکړې. او په زغرده یې ورته وویل، تاسو د سولې په نوم خپله شخصي اجنډا مخته وړئ او نه غواړئ چې په دې اجنډه کې درسره افغان حکومت شامل کړئ.

تاسو غواړئ چې د سولې روانه پروسه په خپله مخته یوسئ او غواړئ چې دا مالکیت چې د اساسي قانون د حکم په اساس د افغان دولت مالکیت دی، ځان ته مو منحصر کړی او نه غواړئ چې په دې روانه پروسه کې درسره کوم بل څوک هم دخيل واوسي. او تاسو چې کومه لاره اختیار کړې دا بلکل غلطه دې ځکه چې سوله د افغانانو تر ټولو لویه هيله ده او په هر قېمت چې وي دوی سولې ته حاضر دي. او دوی هم باید د سولې په روانه پروسه کې پوره ونډه ولري.

ښاغلي محب تېره شپه له طلوع نیوز سره په ځانګړې مرکه په دې موضوع باندې بحث وکړ. او دا خبره یې لا واضح کړه چې ولې یې په ښاغلي خليل زاد باندې  داسې نیوکې وکړې. ښاغلي محب وويل چې دا خو لومړۍ ځل و او پر ښاغلي خلیل زاد به تر هغې نيوکې کوم تر څو یې د افغان سولې لپاره یې خپله شخصي اجنډا له مینځه نه وي وړي او د پروسې مالکیت افغانانو ته نه وي سپارل شوی.

محب وويل چې زه له خليل زاد سره کومه شخصي دښمني نه لرم او نه هم د هیواد بربادي غواړم. ما یوازې د خپل ولس حق غوښتی دې او په دې که څوک له ما خفه کېږي او که څوک خوشحاله کېږي خپل کار یې دی او که له دندې ګوښه هم شم ماته کومه پروا نه کوي ځکه چې  ځان خو به خجالت نه احساسوم. چې ما په خپله دنده کې بېغوري کړې او د ولس حق مې خوړلی دی. غواړم خپله دنده په سمه توګه مخ ته یوسم نه غواړم چې له لاسه مې داسې کار وشي چې هغه د هیواد او ولس په تاوان واوسي.  

له ښاغلي خلیل زاد څخه د محب غوښتنه دا وه چې باید د سولې په پروسه کې افغان حکومت دخيل واوسي. ځکه چې له څو لسيزو  راهېسې افغانانو خپل ژوند په جنګونو کې تېر کړی او همدغه افغانان دي چې دا هر څه یې زغملي دي. ځکه خو ولس داسې سوله نه غواړي چې په هغه کې افغان حکومت ګډون نه وي کړی. ځکه چې هر چا ته خپل عزت او اهمیت معلوم وي. بل به څنګه د هغه په اهمیت او عزت باندې پوه شي او هغه درک کړي. د افغان ولس درد او غم یوازې افغان حکومت درک کولی  شي. ځکه چې ولس څومره دردېږي هغومره حکومت هم ورسره درد ویني.

له تېر ۲۰۱۸ میلادي کال راهېسې چې ښاغلی خليل زاد د افغان سولې لپاره ټاکل شوی دې. تر نن ورځې د افغان سولې لپاره مختلفو هیوادونو ته سفرونه وکړل او بار بار یې له طالب استازو سره لېدنې کتنې وکړې. خو تر نن ورځې طالب استازي یې دې ته قانع نکړل چې له افغان حکومت سره مخامخ خبرو ته حاضر شي. ځکه چې ده باید طالب استازو ته وخت تاکلی وی، چې په دومره وخت کې باید مونږه ته د نه او هو ځواب راکړئ. بیا که چېرته طالبانو ځواب  نه وه او سوله یې نه  غوښتله بیا نو افغان حکومت مجبوره و چې له خپل زور څخه کار واخلي.

خو ځينې بیا داسې وايي چې خلیل زاد د افغان د سولې پروسې تر نامه لاندې بله ډارمه مخته ته وړي چې په هغه باندې نه غواړي چې حکومت پوه کړي. او ولس هم د ښاغلي محب په توندو خبرو خوشحاله دی او په دې باوري شوي دي چې اوس مو د حق غوښتلو سړي پیدا شوي دي. او باید له دوی سره لاس یو کړو.