ولس اوربند او سوله غواړي

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

مطیع الله سحر
افغان ولس د جنګ له ښکېلو خواو تل همدا یوه غوښتنه ده چې نور له جنګه لاس واخلي او د سولې لاره غوره کړي. او په ارامه سره هم دوی او هم افغان دولت او ملت خپل ژوند وکړي. خو دوی هېڅ کله هم د افغان د سولې په پروسه کې کومه کامیابه هڅه نده کړې.
او نه هم تر اوسه یې افغان دولت ته د دې ډاډ ورکړی  چې مونږه سولې ته چمتو یوو او نور نه غواړو چې جنګ وکړو او وطن وران کړو. سوله یوازې د دولت نه، بلکې د ولس اساسي غوښتنه ده او ښایي چې په جنګ کې ښکېلې دواړه غاړې حکومت او طالبان د ولس دغې مهمې او لویې غوښتنې ته درناوی وکړي.
ولس د جګړې له ښکېلو خواوو غواړي چې د سولې بین الافغاني مذاکرات دې پیل او د همدې لپاره دې دایمي اوربند اعلان کړي او جګړه دې ودروي. افغان دولت او طالبانو تېر ۱۳۹۷ لمریز کال د کوچني اختر په مناسبت په هېواد کې د لومړي ځل لپاره موقت اوربند پرېکړه وکړه چې د دولت له خوا د يوې میاشتې او طالبانو بيا د درېيو ورځو لپاره جګړه ودروله او اوربند ټينګ شو.
افغان ولس یو ځل بیا له حکومت او له طالبانو غواړي چې د سولې لپاره دې ټولې ممکنه هڅې وکړي او لږ تر لږه دې هیوادوالو ته د سوله ییز ژوند اسانتیاوې برابرې کړي. افغان حکومت تل د طالبانو پر وړاندې اوربند ته چمتووالی ښودلی دی، مګر  وسله وال طالبان اوربند او له دولت سره خبرو او د سولې مذاکراتو ته غاړه نه ږدي. حکومت غواړي چې د تل لپاره اوربند وکړي. تر څو په هیواد کې جګړه ختمه شي او یوه د سو کالۍ فضا رامنځته شي.
حکومت د روژې په مبارکه میاشت کې له طالبانو وغوښتل چې په دې مبارکه میاشت کې اوربند اعلان کړي او د جګړې پر ځای د الله پاک عبادت وکړي. خو طالبانو د حکومت دې غوښتنې ته د نه ځواب وویلې او دا یې ښه وبلله چې مونږه خپلې وسلې به پر ځمکه کېنږدو. ځکه وایي چې د روژې په مبارکه میاشت کې جهاد زیات ثواب لري او نه غواړو چې اوربند وکړو.
طالبانو په تېر اختر کې هم چې له حکومت سره اوربند وکړ. او د اختر خوشحالي یې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو تر څنګ تېرې کړې. دواړه خواوې سره ډېرې خوشحاله وې په دوی باندې دوه اخترونه شول. خو کله چې  د اوربند موده پایته ورسېده زیاتره طالبان بېرته خپلو سنګرونو ته ستانه نه شول ځکه چې هغوی ته  یو ځای اوسېدل او په ارامه اوسېدل ژوند خوند ورکړ. اوس هم طالبان له دې وېره لري که چېرته بیا ورسره اوربند اعلان کړو بیا به سمه نيمايي ډله بېرته له مونږه سره یوزځای نشي.
افغان حکومت په دې باوري دې که چېرته دا ځل طالبان اوربند اعلان کړي او خپلو کورونو ته راشي نو زمونږه دا اوربند به په دایمي اوربند بدل شي، ځکه چې هم عام افغانان او هم وسله وال طالبان نور له جنګه ستړي دي او جنګ د ټولو په مجبوریت بدل شوی دی.