ښاغلی محب د افغانستان پر وړاندې د پاکستان پالیسي کې بدلون ویني

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
اېمل  پیاوړی
پاکستان په  یو حساب له تېرو څلوېښتو کالو او په بل حساب له تېرو نولس  کالو راهیسې د افغانستان پر وړاند نااعلان شوې جګړه پیل کړې او دغه جګړه د وسله والو طالبانو پرمت په مخ وړي او اصلي قربانیان یې عام افغانان دي.
افغان دولت بار بار پاکستان دېته هڅولی چې د افغانستان پر وړاندې خپل  د دښمنۍ دریځ بدل کړي او د ښو مناسباتو د لرلو  لاره اختیار کړي
او حتی د دې لپاره یې دا ورته په ډاګه کړې چې پاکستان له افغانستان سره  د دښمنۍ نه، بلکې د دوستۍ له لارې خپلې ګټې تامینولی شي. ځکه موږ ګورو چې په دې وروستیو کې پاکستان د داخلي کړکېچ ترڅنګ د انرژۍ قلت او اقتصادي ستونزو سره مخ دی او له  دغه حالت څخه د وتلو لپاره مجبوره دی چې د افغانستان پر وړاندې خپل دریځ بدل کړي او ښاغلي ممحب له طلوع تلویزیون سره په مرکه کې وویل چې په دې وروستیو کې د پاکستان په ملکي او نظامي دولت او مسوولینو کې د افغانستان پر وړاندې د پالیسۍ د بدلون څرک لیدل شوی او دوی ګوندې دا درک کړې وي چې که د منځنۍ اسیا هیوادونو ته لاره ونه لري او د افغانستان له لارې خپلې اړتیاوې تامین نه کړي، نو له دې بدې ورځې هم وربانډې راتلونکې دي.
مګر د دې باوجود ښایي د پاکستان د پالیسي د بدلون یو عمده لامل د ښاغلي ولسمشر غني د فعالې ډيپلوماسۍ او هغو فشارونو له برکته وي چې په مستنده توګه یې نړیوالې ټولنې او د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غړو ته وړاندې کړل چې ګواکې پاکستان د جنګي ډلو ملاتړ کوي او تروریستي ډلې تمویلوي او په افغانستان کې د ډېرو بریدونو پرمهال پاکستاني جنرالان او استخباراتي مقامات له دوی سره تخنیکي همکاري کوي.
د افغان دولت د دغې لابي او  ډيپلوماسي له برکته له  تېر یو کال راهیسې عملاً پر پاکستان د امریکا متحدو ایالتونو له لوري فشارونه زیات شوي دي او له همدې امله پاکستان مجبور دی چې د دغو فشارونو د فعه کولو په خاطر باید د افغانستان پر وړاندې خپله پالیسي بدله کړي.
ښاغلي محب وویل، دا ټولو ته معلومه ده چې د پاکستان له ملاتړ پرته طالبان یوه ورځ هم مقاومت نشي کولی او دا حقیقت دی، ځکه چې وسله والو طالبانو ته د پاکستان به ښارونو کې پټنځایونه ورکړل شوي، وسلې او جنګي مهمات د دوی له  لوري برابرېږي،  وسله والو طالب جنګیالیو ته د پاکستاني پوځیانو له لوري جنګي روزنه ورکول کېږي او هغوی په  افغانستان کې د جنایتونو او حشتونو ترسره کولو ته لمسول کېږي.
د دې ټولو باوجود ښاغلی محب له  پاکستان سره د افغان دولت مخامخ مذاکرات د اړیکو د ښه والي لباره پرځای هڅه بولي او هغه زیاته کړه، چې افغان دولت تل د اړیکو د ښه والي لپاره  صادقانه هڅې کړې، مګر د پاکستان لوري چې د مذاکراتو پرمهال کومې ژمنې کړي په  عمل کې یې نه دي ثابتې کړي، مګر  د دوی په پالیسۍ کې د بدلون څرک ته په کتو هیله ده چې پاکستان دا ځل خپلې ژمنې پرځای کړي.