د ښاغلي محب د مدیریت پایلې واضح محسوس دي

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
محمدبشیر یوسفزوی
 
له کومې ورځې چې ښاغلی حمدالله محب د افغانستان د ملي امنیت د سلاکار په توګه دنده پیل کړې، نو له همغې ورځې په امنیتي او دفاعي سکتور کې فوق العاده بدلون او اصلاحات راغلي او د دغو بدلونونو او اصلاحاتو مثبت اغېزې ټول ولس محسوسوي، ځکه موږ وینو چې سږکال په ژمي کې وسله وال طالبان تر بل هر وخت زیات ځپل شوي.
دا په داسې حال کې ده چې د ښاغلي محب د ټاکل کېدو پرمهال ډېرو نیوکه لرله او داسې یې ګڼله چې جنګي وضعیت به خراب شي، مګر برعکس موږ وینو چې د ده له راتګ سره وضعیت ښه شوی دی.
د وسله والو طالبانو لومړۍ درجه جنګي مسوولین یا نیول شوي او یا هم وژل شوي دي، د دوی منابع تر بریدونو لاندې راغلي دي، زیاتې سیمې د طالبانو له ولکې څخه ازادې شوې دي. په دې وروستیو کې د ده یک او خواجه عمري ولسوالیو ازادول یې څرګندې بېلګې دي.
د دې ترڅنګ افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو تر نورو کلونو زیات فعال شوي دي، له  دفاعي حالت څخه تعرضي حالت ته شوي، د جنګ ابتکار د دوی په لاس کې دی. هره ورځ زموږ امنیتي او دفاعي ځواکونه په مستقله توګه عملیات ترسره کوي او د ښاغلي حمدالله محب په وینا د امنیتي او دفاعي ځواکونو په وروستیو  افغاني عملیاتو کې نږدې درې سوه سرتېري او همدارنګه لسګونه عام افغانان د وسله والو طالبانو له زندانونو څخه ازاد شوي دي.
د دې ترڅنګ د ډېرو تروریستي بریدونو او بحرانونو مخه نیول شوې، د ښاغلي محب په وینا د نېکمرغه کوچني اختر په ورځو کې یوازې په کابل ښار کې د اوو موټر بمونو او نورو بریدونو او چاودنو مخه نیول شوې ده. دا هر څه په داسې حال کې ترسره کېږي چې وسله والو طالبانو برعکس سږکال د جنګ د شدت او همدارنګه د څو ولسوالیو او سیمو د نیولو پلان او شومې هیلې لرلې، مګر د ښاغلي محب د پاملرنې او په امنیتي او دفاعي سکتور کې د وروستیو بدلونونو له امله د جنګ په محاذ کې فوق العاده ښه والی راغلی دی.
ښاغلي محب وویل، دی هم خپله دنده پېژني او هم پوهېږي چې څنګه یې ترسره کړي، حتی هغه په وضاحت سره وویل چې که زه په دې پوه شم چې موثر نه تمامېږم، نو همغه لحظه به دا څوکۍ بل چاته پرېږدي او خپله به په هغه برخه کې خدمت ته چمتو شي چې فکر کوي د وطن  لپاره یې خیر رسېږي.
ښاغلي محب دا ومنله چې په  دې وروستیو کې له امریکا سره په  اړیکو کې یو څه ستونزې ایجاد شوې دي، مګر دا ستونزې دومره جدي نه دي چې د امریکا او افغانستان په همکاریو او یا هم د جنګ پر وضعیت باندې بد اغېز ولري. هغه څرګنده کړه چې لا هم له امریکا متحدو ایالتونو سره په لازمو کچو همکارۍ موجودې دي او ګډې همکارۍ او عملیاتونه ادامه لري. نوموړي زیاته کړه، چې هغه له امریکا او امریکایانو سره کومه شخصي ستونزه نه لري او نه هم دا مسله شخصي ده، دا د هیواد د ملي ګټو تقاضا وه او هیله مو داده چې له امریکا سره په اړیکو کې رامنځته شوې ستونزې ژر تر ژره حل شي.