حمدالله محب طلوع سره په مرکه کې ملي ګټې مهمې وبللې

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
اېمل  پیاوړی
 
د افغانستان د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب طلوع تلویزیون سره په  مرکه کې په امریکا کې د  څو میاشتو مخکېنیو څرګندونو ته په اشارې وویل، د افغانستان د خلکو په استازیتوب یې د دوی اندېښنې له امریکایي مقاماتو سره شریکې کړي. هغه وویل زموږ موخه دا وه چې له  انجام شوي کار سره مخ نشو او مخکې له مخکې باید مبهم وضعیت او د سولې پروسه له مبهم او ګونګ وضعیت څخه ووځي او بالاخره همداسې وشول
.
ښاغلي محب څو میاشتې وړاندې امریکا متحدو ایالتونو ته د خپل سفر په جریان کې له طالبانو سره د افغان سولې لپاره  د امریکا متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت د ځانګړي استازي ډاکټر زلمي خلیلزاد د پټو لیدنو په اړه خپلې اندېښنې او نیوکې په  ډېر وضاحت شریکې کړې او هغوی یې وپوهول چې دغه وضعیت د افغانانو اندېښنې زیاتې کړي او د سولې پر روانو مذاکراتو نه یوازې بې باوري زیاته شوې، بلکې یو ډول وېره موجوده ده او د دغې وېرې د ختمولو  لپاره  باید ښاغلی  خلیلزاد هغه څه چې له طالبانو سره یې د تړلو دروازو تر شا ویلي شریک  کړي.
امریکایي مقاماتو د ښاغلي محب د دغو څرګندونو او نیوکو پر وړاندې توند غبرګون وښود او له نوموړي څخه یې د خپلو خبرو د بېرته اخیستو او بښنې هیله او غوښتنه وکړه، خو نوموړي وویل څه یې چې ویلي، نو د هیواد ملي ګټو ته په پام یې ویلي او که اړتیا پېښه شوه، نو بیا هم د دغسې توندو او واضح څرګندونو او نیوکو کولو ته چمتودی.
ښاغلي محب دا هم وویل چې د امریکا متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو مرستیال وزیر ورته حتی د دې ګواښ هم وکړ چې که نوموړی خپلې خبرې بېرته وانخلي، نو دوی به ورسره ګډ کار ونه کړي، مګر ښاغلی محب، ولسمشر غني او په  لویه کې افغان دولت په خپل دریځ ثابت پاتې شو. یوازې اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله د امریکایانو د خوشالولو او هغوی ته د ځان د ژمن او صادق ښودلو  په موخه د ښاغلي محب له څرګندونو سره مخالفت څرګند کړ، مګر په لویه کې د هیواد په داخل کې د ښاغلي محب د دریځ او څرګندونو ستاینه وشوه او دا یې د هغه اخلاقي جرئت او د ملي ګټو ننګه وبلله او هغه مهال یې په رسنیو او ټولنیزو شبکو کې تود هرکلی وشو.
د افغانستان د اساسي قانون د صریح حکم په اساس د سولې او جنګ واکونه په افغان دولت پورې منسوب دي او له دوی مه واره  بل څوک په دې برخه کې کوم صلاحیت نه لري، مګر ښاغلي خلیلزاد په دې وروستیو کې مکرره هڅه کوله چې د افغان دولت دغه اصولي او قانوني حق تر خپل ځان پورې محدود کړي او په  همدې خاطر یې د افغان دولت له ګډون او مشرۍ پرته له وسله والو طالبانو سره د سولې د مذاکراتو څو غونډې ترسره کړې.
ښاغلي ډاکټر محب له طلوع تلویزیون سره په خپله مرکه کې وویل، د امریکا متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ته مې وویل، موږ چې څه ویلي هغه مو د خپلو خلکو اندېښنو ته په پام  او د ملي ګټو په رڼا کې ویلي او هیله  ده چې تاسو یې په  دقت واورئ.