زه ځکه د غني ملاتړی یم

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
محمدروښان ښاد
زه ځکه د غني ملاتړی یم چې نوموړی علمي، اکاډمیک، خدمتګار، کمینه، عالم، مفکر، پر هیواد او ولس مئین شخصیت دی. نوموړی له ښه شهرت څخه برخمن دی. په تېرو اتلسو کالو کې د مالیې وزارت څخه را نیولې تر ولسمشرۍ پورې د نوموړي کړنې، لاسته راوړنې، اصلاحات او اقدامات محسوس او ټولو ته معلوم دي
.
زه ځکه د غني ملاتړی یم چې غني پر ټول افغانستان باور لري، د ټول افغانستان په کچه فکر کوي، برنامې یې هم د هیواد او سیمې په کچه دي، هغه کولای شي چې په خپلو دغو ارزښتناکو برنامو او طرحو سره هیواد انکشاف، امنیت او ثبات ته ورسوي.
زه ځکه د غني ملاتړی یم چې نوموړی د شعار نه، بلکې د عمل سړی دی. په تېرو پنځو کالو کې یې په ستونزمنو شرایطو کې د هیواد لپاره په بېلابېلو  برخو کې اساسي ګامونه واخیستل. په لومړي ګام کې یې د هیواد د بقا پوښتنه او اندېښنه حل کړه. پر هیواد یې د نړیوالو تمرکز بیا ور زیات کړ او هغوی یې دېته قانع کړل چې له افغانستان سره د همکاریو او ستراتیژیکو همکاریو ژمنتیا بیا تازه کړي.
زه ځکه د غني ملاتړی یم چې په تېرو پنځو کالو کې یې د فساد پر ضد پراخه او جدي مبارزه وکړه، په فساد کې ښکېل جنرالان او وزیران یې څارنوالۍ ته معرفي کړل او دا مهال په زندانونو کې د خپلو اعمالو سزا ګالي. د دې ترڅنګ یې د غاصبینو مخه ونیوله، له هغوی څخه یې غصب شوې ځمکې بېرته واخیستلې. غله او زورواکان یې یا له منځه یووړل او یا یې د هغوی مخه ونیوله. د زورواکانو زور یې اوبه کړ. زورواکان یې بې وسلې کړل او دا مهال په ډېرو سیمو کې خلک د زورواکانو له شر څخه په امان دي.
زه ځکه د غني ملاتړی یم چې هغه په هیواد کې د مافیا مخه ونیوله، مافیا چې د ولسمشر کرزي په وخت کې یې ان دولتي ادارې هم تر خپلې ولکې او نفوذ لاندرې راوستلې وې او اکثره لوی قراردادونه د دوی په لاس کې وو، مګر ولسمشر غني له هغوی څخه ټول قراردادونه واخیستل او په راتلونکي کې یې هم د قراردادونو له اخیستلو څخه محروم کړل.
زه ځکه د ولسمشر غني ملاتړی یم چې نوموړي په ادارو کې میراثي ، انحصاري او د زورواکۍ سیستم له منځه یووړ. ادارو ته یې د وړتیا په  اساس ځوان، بې واسطې، بې وسیلې، خو وړ او مسلکي کدرونه معرفي کړل او په همدې خاطر د افغانستان ادارې تر بل هر وخت زیاتې ځوانې شوې دي او لا هم د ځوانېدو په حال کې دي.
زه ځکه د ولسمشر غني ملاتړی یم، چې نوموړی له اوسني وضعیت، جنګ او بحران څخه د افغانستان د اېستلو، فکر، پوهه، وړتیا او اراده لري. د نوموړي برنامې د افغانستان روښانه راتلونکی تضمینولی شي او که د ولس په رایو او ملاتړ ولسمشر غني یو ځل بیا واک ته ورسېده، نو باور دی چې په هره برخه کې به ډېر ښه پرمختګونه او لاسته راوړنې ولري. او باور دی چې ولس به د هغه بشپړ ملاتړ وکړي.