ډاکټرغني د ولس مشارکت او مالکیت مهم ګڼي

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

اېمل پیاوړی

حکومتونه له ولسونو جوړ دي، ځکه په ولسواکو دولتونو کې حکومتونه د ولس د اکثریت رایو او باور په اساس رامنځته کېږي، همدغه د ولس رایه، باور او اراده د ولس مشارکت ښیي او ولس ته د مالکیت احساس ورکوي او تر هغو چې ولس په حکومت کې مشارکت او مالکیت ونه لري، نو د ځان یې نه ګڼي او د ولس له مالکیت څخه پرته حکومتونه دوام نشي کولی

.

له همدې امله د ولسونو مشارکت او مالکیت ته باید د یو مهم اصل په توګه وکتل شي. ولس ته باید  د ژوندانه په ټولو برخو کې کې ونډه او مشارکت ورکړل شي، ځکه  له مشارکت پرته حقوق نه تثبیتېږي. دا ذهنيت چې دولت پخپله د اتباعو حقوقو ضمانت او تامين کړي داسې يو ذهنيت دی چې د استبدادي او ناولسواکو دولتونو له زمانې پاتې دی. اتباع په خپله جوړوونکي دی او اتباعو پر وړاندې د دولت د ژمنو او وجايبو د اجرا ضامن دی.

 د مثال په ډول، نن زموږ ډېر کم والدين د ښوونځيو په مديريت کې ونډه اخلي. روښانه ده چې زموږ د اولادونو راتلونکی زموږ لپاره حياتي حيثيت لري، کله چې موږ پيسې په ډېر زحمت ترلاسه کوو، شخصي ښوونځيو ته يې ورکو، په حقيقت کې يې ثابتوو چې د خپلو اولادونو راتلونکی مسوولانه ګورو، خو ايا دا دې سترې فداکارۍ او قربانۍ تر څنګ حاضر يوو چې د ښوونځيو په مديريت، د لوړو زده کړو بنسټونو ، پوهنتونو او نورو بنسټونو په څارنه کې خپل وخت ولګوو؟

ولسونه د حکومتونو او نظامونو د پایښت ستنې دي او له همدې امله په تېرو څلورو کالو کې د دغو ستنو پیاوړتیا ته پاملرنه زیاته شوې، موږ ولیدل چې ولسمشر غني په ستونزمنو شرایطو کې بېلابېلو ولایتونو ته سفرونه وکړل او همدارنګه یې د ولایتونو او ولسونو خلک ولسمشرۍ ماڼۍ ته ور وغوښتل او هره اونۍ تقریباً له زرګونو خلکو سره ولسمشر غني له نږدې ګوري، د دوی ستونزې او غوښتنې اوري.

د ولسمشر غني یوه موخه همدا ده چې د ولس مشارکت قوي کړي او هغوی ته د مالکیت احساس ورکړي، ځکه هغه خلکو سره په مخامخ ناستو کې هغوی ته په وضاحت وایي چې د وطن اصلي مالک ولس دی، زه د ولس او خلکو خادم یم او د ولس په رایه دلته د معین وخت لپاره راغلی یم.

همدارنګه ولسمشر غني خلکو ته سپارښتنه کوي چې په محلي حکومتولي، زیربنا او ملي پروژو کې باید ګډون وکړي. دوی باید نظارت وکړي او څه چې سم نه ترسره کېږي، دوی صلاحیت لري چې په اړه یې خپل نظرونه او اعتراضونه شریک کړي. همدا د مالکیت احساس دی چې عملاً یې ولسمشر غني ولس ته ورکوي.

له يوه مورده تر بل پورې د مشارکت او ونډې اخيستو ډول او نوع فرق کوي، خو مهمه دا چې د ژوندانه په ټولو برخو کې مشارکت او ونډه د تابعيت له خپلو وجايبو څخه وګڼو. هرڅومره چې دغه وجيبه عملي بڼه واخلي او سراسری شي، په هماغه کچه یې اغېز زیات وي.  له دولت او بنسټونو څخه د حساب اخيستلو حق پياوړی کېږي او د خدماتو په کیفیت کې معلومدار ښه والی راځي، نو ولس باید په ټولو برخو کې مشارکت ولري.