ډاکټر غني یو شخص نه، بلکې یو فکر دی

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
محمدبشیر یوسفزوی
ډاکټر غني یو فکر دی، د هیواد د عزت، ثبات، هوساینې، سوکالۍ او پرمختګ فکر ځکه هغه وایي چې ان له تېرو څلوېښتو کالو راهیسې په دې فکر او کار کوي چې څنګه هیواد له څلوېښت کلن بحران څخه وباسي او خپلو هیوادوالو ته د ارام، هوسا او سوکاله ژوند زمینه برابره کړي
.
ښاغلی غني که یو شخص وای، نو شخص به پاتې وای، مګر ښاغلی غني نن په یو فکر بدل شوی دی. د هیواد اکثریت اوسېدونکي د هیواد روښانه راتلونکې، ابادي او پرمختګ د ښاغلي غني په وجود کې ویني، دوی ټول په دې باور دي چې ښاغلی غني هیواد له اوسنیو بحرانونو څخه اېستلی شي، ځکه هغه د خپلې پوهې او وړتیا له برکته د هیواد ټولې اوسمهالې ستونزې نه یوازې درک کړي، بلکې د هغو د حل لپاره یې مناسبې حل لارې، طرحې او برنامې هم سنجولي او برابرې کړي دي.
ښاغلی غني وایي چې موږ باید یوازې د نن نه، بلکې د هیواد د حداقل راتلونکو درې سوه کالو لپاره مسوولیت ومنو او د هغوی لپاره داسې طرحې برابرې کړو چې پرمټ یې هغوی ته د ارام، هوسا او باعزته ژوند زمینه برابره شي.
ډاکټر غني چې څومره روښانه او پراخه لید لري، نو همدومره د لوی او دروند مسوولیت منلو ته تیار دی. هغه وایي، "زموږ او ستاسو  بنیادي فکر باید دا وي چې موږ او تاسې له سل څخه تر زر کاله پورې مسوولیت لرو.  دې چوکاټ کې زه غواړم  یو چوکاټ د افغانستان وي، تحول به په کې دوامدار وي، اما په چوکاټ کې به داسې ثبات وي د بنسټونو له نظره چې هر نسل وکړای شي د تېر نسل په اوږو وچت شي، نه دا چې بېرته ولوېږي."
ډاکټر محمد اشرف غني وایي د ډاکټر نجیب په وروستي کال یې  وړاندوینه کړې وه چې یوه بلا به راځي او زموږ لاسونه راتړي. هغه وایي دغه بحران یې ښه سنجولی وو، خو د مودې په سنجولو کې یې تېروتلی وو. هغه زیاتوي، "ما ګومان کاوه چې دا موده به لږه وي. نو هلته زه دې پایلې ته ورسېدم چې زما دا علمي کار د افغانستان د بیاجوړولو لپاره په درد نه خوري، ځکه  فکري وو، عملي نه وو."
محمد اشرف غني وایي ،" په نړۍوال بانک کې د لس کلن کار پرمهال مې  ټول عملي کارونه هملته زده کړل. داسې سکتور نه وو چې په هغه کې مې کار نه وي کړی، هغوی حیران وو، ویل دې سړي ته ګورئ داسې  سکتور نشته چې علاقه نه لري او داسې موضوع د پالیسۍ نشته چې ورباندې پوه نشي.  کله چې بېرته افغانستان ته راغلم له نظري او عملي نظره مې یوه امادګي لرله."
د ډاکټر غني نړیوالې پوهې او تجربو ته په کتو نوموړی د هیواد د اوسمهاله ستونزو د اساسي حل لپاره د ولسمشریزو ټاکنو د ټولو نوماندانو په منځ کې مناسب او غوره شخص دی او له نېکه مرغه دا ټولو هیوادوالو درک کړې او په راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو کې به ډېر قوت او غوڅ اکثریت د ده ننګه او ملاتړ وکړي.