طالبانو پرون څه ویل او نن څه کوي؟

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

محمدروښان ښاد

طالب چې په ښکاره د دین او مذهب دعوه کوي، مګر په حقیقت کې طالب د یوې دسیسې نوم دی، د یوې توطیې نوم دی. طالب یوه استخباراتي بدرنګه لوبه ده. طالب د غلامۍ ، بربادۍ او انسان وژنې یوه بهرنۍ پروژه ده چې په افغانستان کې د بهرنیو په ځانګړي ډول ایران، پاکستان او روسیې له لوري تطبیقېږي

.

طالب تر پرونه پورې په دې نوم خپل وحشتونه، جنایتونه او جنګونه ترسره کول او د ښځو او ماشومانو په ګډون یې په ښارونو کې په وحشیانه بریدونو کې بې ګناه هیوادوال شهیدانول چې ګواکې افغانستان یرغمل شوی او دوی د امریکایانو او نورو بهرنیانو په ګډون خپل جهاد ته ادامه ورکوي.

مګر طالب په حقیقت کې خپل وحشت، جنایت او فساد د جهاد په نوم تعبیراوه. طالب په حقیقت کې اسلام او اسلامي ارزښتونو ته سخت زیان واړاوه، ځکه چې نړۍ کې یې اسلام د تشدد او ترهګرۍ په نوم معرفي کړ، ځکه د طالب هیڅ کردار په دین او مذهب برابر نه دی.

طالبانو تر پرونه پرې امریکایان د دین او وطن دښمنان بلل او ویل یې چې افغانستان یې په زور قبضه کړی دی، مګر نن بیا امریکایانو ته عذر او زارۍ کوي او غواړي چې له امریکایانو سره د سولې مذاکرات وکړي. عجیب منطق دی جنګ او دښمني یې له افغانانو سره ده. هره ورځ افغانان شهیدانوي. عامه تاسیسات ویجاړوي او خلک بدمرغه کوي، مګر سوله او د سولې مذاکرات بیا له امریکایانو سره کوي.

طالب په ننني دریځ او کړنو سره پرونۍ ټولې کړنې باطلې کړې او ولس ته یې دا په ډاګه کړه چې دوی پرون هم په غلطه و او نن هم په غلطه دي. طالب هر فرمایش له پاکستانه اخلي. د پاکستاني مقاماتو په اجنډاو، نسخو او برنامو چلېږي هغوی چې څه ورته ووایي همغسې کوي. طالب نه فکر لري، نه دریځ لري، نه کومه برنامه لري او نه هم ځان مستقل ګڼي.

طالب هر ځل د سولې برابر شوي فرصتونه ضایع کړي. طالب تل په نیابتي جنګ ټينګار کړی. طالب تل تباهۍ او بربادۍ ته ملاتړلې. طالب د پاکستان، ایران او روسیې لمن نیولې او دا ځل غواړي چې د امریکا غېږې ته ځانونه ور وغورځوي. طالب چې څه کوي یوازې د خپل ځان لپاره یې کوي. طالب سره  د ولس او وطن فکر نشته.

که طالب له وطن او ولس سره مینه او خواخوږي لرلی، نو بې موجبه به نه جنګېده. د پاکستان په لمسون به یې خپل هیوادوال نه شهیدانول او نه به یې د پردیو دسیسې او برنامې تطبیقولی. طالب لږ فرصت لري. دا به وروستی فرصت ويو که طالب دا فرصت هم ضایع کړ، نو بیا به هم وژل کېږي او هم به نابودېږي. ځکه زموږ هیوادوال نور د طالب له شرارت او وحشت څخه تر پوزې رسېدلي دي. طالب ورته نور له زغمه وتلی دی.

زموږ امنیتي او دفاعي ځواکونه به طالبانو پسې دره په دره وګرځي. دوی چې هر چېرې وي او په هر غار کې پټ شوي وي، پیدا به یې کړي او د خپلو بدرنګه اعمالو په سزا به یې ورسوي.