طالبانو بیا د جګړې لاره اختیار کړه

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

محمدبشیر یوسفزوی

 

سره له دې چې تېر کال افغان جیدو دیني علماو او د اسلامي نړۍ علماو په افغانستان کې د وسله والو طالبانو له لوري پیل شوې جګړه مردوده او فتنه وبلله او له همدې امله یې له وسله والو طالبانو د جګړې مشروعیت واخیست. د دوی انګېزه یې کمزورې او روحیه وځپله. عمومي باور دا وو چې وسله وال طالبان به نور له وحشت، ترور ،

جګړې او افغان وژنې لاس واخلي، ځکه چې په دې وروستیو کې یې د سولې مذاکرات هم له امریکا متحدو ایالتونو سره مخامخ د پاکستان په منځګړتوب او همکارۍ پیل کړي وو، خو نن یو ځل بیا وسله والو طالبانو د الفتح په نوم خپل پسرلني عملیات پیل کړل.

د وسله والو طالبانو له دغه اعلان څخه داسې ښکاري چې دوی نه د جګړې اختیار لري او نه هم د سولې. ټول واک او اختیار له پاکستاني جنرالانو او د ای ایس ای له مقاماتو سره دی. هغوی چې وسله والو طالبانو ته څنګه قومنده وکړي، نو دوی یې همغسې تطبیقوي. وسله والو طالبانو د جګړې په دغه نوي اعلان سره د هیوادوالو د سولې هیلې یو ځل بیا ومروړلې. دا بدمرغه جګړه به بیا د زرګونه بې ګناه هیوادوالو ژوند واخلي. د دې جګړې قرباني به بیا هم عام افغانان وي، مګر ګټه به یې پنجاب ته رسېږي، ځکه وسله وال طالبان د پاکستان او پنجاب په نیابت له افغان ولس سره په جګړه اخته دی.

د طالبانو عملیات په داسې حال کې اعلانیږي چې د افغانستان حکومت په نوښت او ټینګار په افغانستان کې د تحمیلي جګړې د پایته رسولو لپاره هڅې په شدت سره دوام لري، مګر وسله وال طالبان چې د هیواد او خپلو خلکو لپاره له جګړې، وحشت، ترور او افغان وژنې مه واره بله برنامه او پلان نه لري، نو ځکه یې یو ځل بیا جګړې ته مخه کړه.

په افغانستان کې د جګړې او فساد پر دوام د طالبانو ټینګار په داسې حال کې کېږي چې افغان حکومت د ولسمشر غني په مشرۍ د دوحې ناستې ته د چمتووالي په موخه افغان سیاسیون سره را یو ځای کړي دي او غواړي چې له وسله والو طالبانو سره د سولې مذاکراتو د بریالي کېدو په موخه ملي او سیاسي اجماع رامنځته کړي.

د افغانستان خلک شاهد دي چې طالبانو، د پردیو په لمسون، په تېرو عملیاتو کې نه یواځې په ټول افغانستان کې زموږ پر بې ګناه خلکو تروریستي بریدونه کړي بلکې، د اسلامي ارزښتونو او افغاني دودونو پر خلاف یې په وار وار زموږ د متدینو خلکو پر خصوصي حریم تېری کړی،  ښځې او بې ګناه ماشومان یې برمته کړي او له هغوی څخه د سپر او د کورونو څخه یې د سنګر په توګه استفاده کړې ده. د افغانستان  خلک او حکومت له هغو افغان ځوانانو څخه چې د طالبانو په جنګي لیکو کې دي او د دغې ډلې د رهبرۍ او سیمه ییزو حامیانو د قدرت طلبانه  موخو وسیله شوي، غواړي چې د هغوی پر خبرو ونه غولېږي او نور دې د خپلو مسلمانو خوېندو او ورونو ترمنځ د وېرې او وحشت جوړولو لپاره د پردیو وسیله نه شي.