د امنیتي او دفاعي ځواکونو عالي مورال

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times
محمدروښان ښاد
ځینې کړۍ هڅه کوي چې زموږ د ویاړلو امنیتي او دفاعي ځواکونو عالي مورال کمزوری کړي، مګر په تېرو پنځو کالو کې افغان ولسمشر امنیتي او دفاعي ځواکونو ته دومره عالي مورال ورکړی چې دوی به یې هیڅ وخت هم په بې ځایه او منفي تبلیغاتو او پروپاګند سره کمزوری نشي کړای، ځکه له هغوی سره یې په بار بار له نږدې ولیدل،
د دوی ستونزې یې واورېدې، حل لارې یې ورته ولټولې، د امنیتي او دفاعي ځواکونو په لیکو کې یې  د فساد مخه ونیوله. د دوی خوړو او درملو ته یې پاملرنه وکړه. د دې او ورته نورو هلو ځلو له برکته یې امنیتي او دفاعي ځواکونو ته دا ډاډ ورکړ چې دوی تر شا یو پیاوړی ملاتړ لري، د هیواد د ولسمشر او د وسله وال پوځ اعلی سرقومندان ملاتړ.
د هغه ولسمشر ملاتړ چې په ولسي غونډو او بین المللي کنفرانسونو کې تل د خپلو امنیتي او دفاعي ځواکونو د سرښندنو او بېدرېغه اتلولیو یادونه کوي او په ډېر افتخار سره وایي چې زموږ امنیتي او دفاعي ځواکونه یوازې زموږ نه، بلکې د سیمې او نړۍ د امنیت او ثبات لپاره د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په لومړۍ کرښه کې جنګېږي او نړۍ باید د دوی منندوی وي.
زموږ د دغو مېړنیو او اتلو سرتېرو مبارزې نه یوازې د هیواد دفاع او بقا کې رول درلود، بلکې دوی په سوله کې هم فوق العاده رول لري، ځکه ولسمشر غني ویل، که طالبان سوله ونه مني، نو موږ به سوله د جګړې ډګر ته یوسو. مانا یې دا وه چې که په نرمه یې ونه منله، نو د جګړې ډګر کې به طالبان مات کړ او هغوی به دې دېته مجبوره شي چې سولې ته غاړه کېږدي.
همداسې وشول، طالبان چې کله په جګړه کې مات شول، نو په ښارونو کې یې چاودنې او بریدونه وکړل، دوی فکر کاوه چې په دغه ډول جنایتونو او وحشتونو سره به د خلکو روحیه کمزورې کړي، مګر برعکس دوی کمزوري شول، مات شول او له خپل راتلونکي نهیلي شول، نو اوس مجبوره دي چې سوله ومني او دا زموږ د مېړنیو امنیتي او دفاعي ځواکونو د سرښندنو برکت دی.
همدا سږکال لوی اختر کې زموږ مېړني ځواکونه د هیواد په دفاع او د خلکو په امنیت بوخت وو، دوی له خپلو کورنیو او الادونو لیرې وو، مګر خلکو ته یې د اختر د ښه نمانځلو په موخه ارام او خوندي چاپیریال برابر کړی و او هغوی په ډېره خوښۍ نېکمرغه لوی اختر ولمانځلو.
 
 
زموږ امنیتي او دفاعي ځواکونه وتوانېدل چې د دښمن تصور له منځه یوسي او د دوی هیلې یې خاورې کړې. د ملي يووالي حکومت، په پوره درایت سره جګړه مدیریت کړه، چې په پایله کې یې په دوه سياسي جغرافیو د افغانستان د وېش مخنیوی وشو او دښمن په خلکو د خپلو ناروا غوښتنو او شومو اهدافو په تحمیلولو کې ناکام شو. همدارنګه وسله وال طالبان په جګړه کې مات شول او زموږ د ځواکونو د مېړانې له برکته هغوی اوس سولې ته سوق شوي دي او له سولې مه واره بله چاره نه لري.