د ولس او نړیوالو همکاري حتمي ده

سیاسي
Typography
  • Smaller Small Medium Big Bigger
  • Default Helvetica Segoe Georgia Times

محمدبشیر یوسفزوی

د څلورو لسیزو جګړو ځپلی افغانستان په لومړي قدم کې د افغانانو د ټولو اړخونو او اقشارو، په دویم ګام کې د ګاونډیانو، په دریم ګام کې د سیمې، په څلورم ګام کې د اسلامي هیوادونو او همدارنګه د امریکا، اروپا، نړیوالې ټولنې او ټولو هیوادونو او د افغانستان د ستراتیژیکو ملګرو مرستې او همکارۍ ته اړتیا لري.

افغانان هم په سوله او هم په ثبات کې همکاري کولی شي. دوی د وسله والو طالبانو او افغان دولت کړنې له نږدې څاري او تعقیبوي او د دواړو حقانیت او نه حقانیت هم ورمعلومېږي، نو که چېرې دوی د حق په طرف ودرېږي او وسله والو طالبانو ته په وضاحت ووایي چې ستاسو لاره د اسلام له لارې چپه ده. تاسو په غلطه روان یاست او بې مجبه قتلونه او وژنې کوئ، نو باور دی چې هم به د جنګ شدت کم شي او هم به امنیت ورسره ښه شي.

لوی مشکل په ولس کې دی دوی خاموشي اختیار کړې او حتی په ډېرو مواردو کې له وېرې او یا د کوم لامل له مخې له وسله والو طالبانو سره خواخوږي لري. هغوی ته یې ځای ورکړی. لارې ګودرې ور ښیي. ډوډۍ ورکوي. حتی ځوانان یې د وسله والو په لیکو کې جنګېږي او له همدې امله د افغانستان کلي او سیمې د دوی لپاره خوندي ځایونه دي، مګر که ولس رښتیا وکړي او د وسله والو پر ضد راپورته شي، نو هغوی به هیڅ وخت هم ښارونو او نورو ځایونو باندې د بریدونو لپاره د اوس هومره په اسانه لاسرسی ونه لري. د سولې او امنیت د ثبات لپاره د ولس همکاري نهایت مهمه ده.

ممکن دغه مرستې او همکارۍ، د هغو کچه او ډول یو له بله فرق ولري. د بېلګې په توګه له ایران، پاکستان، روسیې او نورو هیوادونو څخه به په لومړي ګام کې د افغانانو هیله او غوښتنه دا وي چې لطفاً دې د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه بنده کړي. د وسله والو او تروریستي ډلو له ملاتړ او تمویل دې لاس واخلي. د جنګي او تروریستي ډلو پرځای دې له افغان دولت سره خپلې اړیکې وپالي. د وسله والو ډلو د فشار د کارولو پرځای دې د دولت په دولت اړیکو او مناسباتو له لارې خپل مسایل مطرح کړي.

له اسلامي هیوادونو به غوښتنه همدا وي چې روانه جګړه دې د اسلام د مبارک دین د حکمونو، لارښوونو او ارزښتونو په رڼا کې وغندي. جګړه دې مردوده وګڼي او په جګړه کې ښکېلې خواوې دې دېته وهڅوي چې خپل مسایل په سوله ییزه توګه حل کړي، تر څو دواړه لوري سولې ته غاړه کېږدي او د بین الافغاني مذاکراتو له لارې توافق ته ورسېږي.

کله چې افغانستان کې سوله تامین شوه، نو بیا دې د ثبات د تامین لپاره اروپايي هیوادونه، امریکا، نړیواله ټولنه او نور د افغان دولت ستراتیژیک ملګري په افغانستان کې انکشافي پروژې تمویل کړي. له افغانستان سره دې مالي او تخنیکي مرستې وکړي، تر څو له یوې خوا خلکو ته د ژوند اسانتیاوې زیات شي او له بل لوري ورته کاري زمینې برابرې شي. دوی همدارنګه د جګړې دواړو ښکېلو خواو یانې حکومت او طالبانو ته په لوړه کچه نړیوال تضمینونه هم ورکولی شي او دا تضمینونه د افغانستان په امنیت، سوله او ثبات کې ګټور ثابتېدلی شي.